عزیزالدين يوسفزی

بلخ پوهنتون

کله چې د سیاست خبره اورو، وار له مخه مو په ذهن کې د دوکې، چل او يا د کوم پټ هدف تصويرونه جوړيږي. کېدای شي چې د همدې لارو په واسطه يا مثبته نتيجه هدف وي او يا هم منفي پايله ولري. يا په دې برخه کې دا اصطلاح بېخي جالبه او د غور وړ ده، چې (سياست مخ او شا) نه لري. زموږ د هېواد اوسنی سياسي حالت له همداسې يو نامعلوم برخليک سره اخته دی، يعنې مخ او شا يې معلومه نه ده، ځينې تر ټاکنو، سولې ته د لومړيتوب چيغې وهي او ځينې نور بيا د ټاکنو ملاتړي دي. په کار ده چې دلته په دواړو اړخونو يوه لنډه تبصره ولرم.

د هېواد تېر شاوخوا څلوېښت کلن تاريخ ته که وګورو، څو ځله له دغسې حالتونو سره مخ شوي يوو؛ خو له بده مرغه چې نتيجه مو ورته د تل په څېر ترخه څکلې، هر ځل مات شوي يوو او د سياست منفي پايله مو بار ـ بار تجربه کړې.

په دې کې خو شک او د توضيح ته اړتیا نه شته، چې د سولې په ارزښت خبرې وکړو، همدومره بس ده، چې سوله د ژوند ساه ده! دغه ارزښتنمه الهي ډالۍ د خوشبخته خلکو په برخه وي؛ نو همدې ټکو ته په پام وایوو، چې سوله تر هرې ژوندنۍ مسلې غوره او لومړۍ ده؛ خو په کوم حالت!؟ هغه کسان چې اوسني حالت ته په کتو سولې ته لومړيتوب ورکوي، چې تر ټاکنو دې مخکې وشي، ایا دوی د راتلونکي سولييز حالت ضمانت کوي؟ ایا دوی دې ته فکر کړی، چې دا به د دښمن او بدخوا اړخ زموږ له مجبوريته يوه بده استفاده نه وي؟ ایا دوی دا فکر کړی، چې مقابل اړخونه سولې ته ژمن دي او کوم پټ هدف نه لري؟ او ایا دوی دا فکر کړی، چې له همدې موافقې وروسته به په داخل کې هم دا ډلې، ټپلې او حزبونه ژمن پاتې شي او هغه د څو لسيزو تېره تجربه به بيا تکرار نه شي او د واک پر سر به حالات ترېنګلي نه شي!؟ يعنې دا د سولې د موافقې په برخه کې هغه شته اندېښنې دي، چې باید له پامه ونه غورځول شي.

د ټاکنو په اړه څه اندېښنې دي؟

ایا د سولې له اندېښنو ډېرې دي او يا لږ تر لږه له سولې وړاندې دغه بهير څومره زموږ په خیر دی!؟ اوس خو لږ تر لږه يو حکومت شته، دلته يوازې يوه اندېښنه د ټاکنو پر نه شفافيت پاتې کېږي بس، که رښتيا هم نړيوال او د سولې خبرې کوونکي دومره مخلص او سپين وي؛ نو بيا دې دغه يوه اندېښنه له هغو ډېرو اندېښنو څخه نه قرباني کوي، د دغې يوې اندېښنې د لرې کولو لپاره دې له افغان ولس سره مرسته وکړي، کله چې شفافو رايو هر يو اړخ مشر شو، بيا دې له ټولو اصولو سره سم دې ولس ته د سولې حقه ناره هم پورته کړي او په دې دردېدلې خاوره دې دا الهي پېرزوينه (سوله) هم ژوندۍ حس کړي.

دې ټولو حالاتو ته په کتو، داسې ښکاري چې دښمن له دوه مخي سياست څخه کار اخيستی (غله ته وايي غلا کوه او شپونکي ته وايي لاره وهه)، خلک له يوې خوا ناپايدارې سولې ته رابلي او له بلې خوا يې د حکومت د بدنامولو لپاره دننه چاودنو او نورو پېښو ته کار ويلی، په نتيجه کې شته حکومت د خلکو په نظر کې بد معرفي کوي او د سالمو ټاکنو مخ ته غرونه دروي.

اوس د احتمالي توفقنامې له متن نه هم دا معلوميږي، چې طالبان او امريکا به د سولې له تړونه وروسته بين الافغاني خبرو ـ اترو ته هم تياريږي؛ نو دلته د ټاکنو پر کېدلو نور هم باید تاکيد وشي، چې هم به طالبان له امريکا سره د سولې هوکړه وکړي، هم به د حکومت رهبري تازه يا نوې شي او هم به د بين الافغاني خبرو ـ اترو ته يوه نوې ساه اخيستل شوې وي او د يوې دوامدارې او اوږدې سولې لپاره به اساس کېښودل شي.

۱۳۹۸ لمريز، د وږي ۱۵ مه

2 thoughts on “سوله، ټاکنې او اندېښنې”
  1. سلامونه ،
    یوسفزی ساب اندیښنې دې پر ځای دي خو
    د سولی لپاره دا اوس یو امید پیدا سوی ، افغانان که په رښتیا هم له جنګ او جګړو ستړي سوي او د دا ۴۰ کلونو مړي، شهیدان ا.د.ن او ورسره تړلې غميزې ېې په یاد وي ،له دواړو خواوو که افغان طالبان دي که افغان مسلح قوتونه ، باید د بل په وسلو، پیسو او د ګاوڼډیانو ، یا سوپر پاوورانو په ګټو خپل انسان، افغان او مسلمان و نه وژني ، ناموس، سر او مال ېې لکه خپل وګڼي؛ د سولې شورا یا وزارت خو هیچ هم و نه کړل !
    راغلو ټاکنو یا انتخباتو موضوع ته ؛ غیر د کرزي د اولې دورې انتخاباتو ، دا ۲ وروستۍ او بیا د ملي شوری ټاکنې یوه هم شفافیت ، بې پریوالی او د خلکو د ډیري په رایو و نه سوې ، دا ځل به هم له هغو بدترې وي ؛ په دې چې پښتون میښتې سيمې قصداََ دا څو کلونو کې نا امنه کړل سول او پخواني جنګسالاره له والي تر جوالي او له امیر تر سفیره لا مفسد سوي ؛ په مختلفو نومونو ې له دولته او حکومته باجونه واخیستل او پایله ېې هم په ملا جان کیري ماما فیصله سوه؟!؛
    بهتره به دا وي چې لمړی د سولې لپاره همه جانبه هلې ځلې په سرعت مخکې لاړې شي ؛ نه لکه دا ۲ مادې یا ۴ مادې چې یو کال ېې وخت ونیوه او لا هم جهاني استبدادونه ضد او نقيضې خبرې کوي ؛او پس له هغه په سوله ایزه فضا کې لکه د دنیا مهذبو ملتونو انتخابات تر سره شي.
    په درنښت.

  2. سلا مو نه
    غله ته وایی غلا کوه او شپونکی ته وایی لاره وهه!بیلکل ټیک ده امام غزالی وایی درې شیا ن انسان تباه کوی : حرص ، حسد او غرور. درې واړه یو کور، کلی،ښار او ولس هم له اجتماعی ، اقتصادی او سیاسی ستونزو سره مخامخ کوی.په هر حال را به شو اصلی برخې ته او هغه
    کله چې ما د خلیل زاد مرکه دطلوع په تلوېژن کې له خبریال لطف الله نجفی راده سره ولیدله زما په ذهن کې یې ډېرې پوښتنې را پیدا کړلی .ښکاری چې مونږلا دغرورپه شاخ او بنجو کې نښتی یو او له څلویښت کلن کړکېچ څخه موعبرت ترلاسه کړی نه دی هغه په دې مانا چې ځوان نجفی زاده ته تلوېژن اصلا یوه معجزه ښکاری نوموړی احساساتی له یوه زاړه دپلومات سره چې عمر یې په سیاست کې خوړلی خو هرحه یې له یاده افغان ولس ته په کومو سترګوګوری ، به څنګه پوه شی چې دا پڅ خبری څه وایی؟ داخو یوه ظاهری اونمایشی خبره نه وه او نه دومره ساذه چې دافغانستا ن دزعامت او برخلیک سوچ کیږی!!! په حقیقت کې ژوند دسپلین دی،اخلاق دی اوکرکتر او بشپړه مانا لری
    بنا همدا موږ یو چې دحرص ،حسد،او غرور په برخو کې دربانی له وخته رانیولی تر اوسه بورې ناوړه معاملوکې ورک یو چې داځل سوله
    کې دبین الافغانی به نوم انډوخر تکرار نه شی چې حیاتی بڼه لری او ډېر مهم دی

ځواب ورکول ډ۰ حميدالله زړور ساپی Dr.Hamidullah Zlrraver Safpi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *