افغانستان ته د پاکستاني پوځي او ملکي مشرانو بيا بيا راتګ افغانان د هيلو او  انديښنو تر منځ  ساتلي   يو  شمير افغانان فکر کوي  چې  پاکستانی پلاوی له افغان حکومت څخه طالبانو سره د سولې په بدل کې  د ډيورنډ کرښې ترڅنګ  يو شمير  نور امتيازات هم  غواړي، دوی فکر کوي چې ولسمشر غني وار د مخه دا هر څه ورسره منلي دي.  خو په سېمه او افغانستان کې وروستي تحولات بيا د افغانانو دغه ټولې انديښنې له منځه وړي. سيمه ييز پرمختګونه او نوي ګواښونه د دې لامل شوي چې پاکستان له افغان حکومت څخه د سولې خيرات و غواړي خو په يوه بله بڼه .

په دې وروستيو کې د پاکستان اقتصاد او امنيت د پخوا په پرتله ډير نازک حالاتو کې و، او داسې ويره موجود وه چې پاکستان به په نږدې راتلونکې کې د اقتصاد له پلوه له پښو و غورځيږي، خو دغه هيواد سره د چېن لخوا د ۴۶ بيلونو ډالرو پانګه اچونې او مرستو ژمنو  پاکستان يو ځل بيا راتلونکې ته هيلمن کړی

پاکستان سره د چېن دغه بې سارې مرسته او پانګه اچونه، که له يو پلوه پاکستان هېله من کوي  بل لور ته پاکستان د سترو ګواښونو سره هم  مخ کوي، ځکه د چېن لخوا دغه پانګه اچونه  په سېمه کې د نورو زبرځواکونو او د پاکستان او چېن سيالانو ته د منلو  نه ده ، په عين وخت کې دغه پانګه اچونه  امنيت ته اړتيا لري،خو  پاکستان چې له پخوا هم د امنيتي ستونزو سره لاس او ګريوان و د چېن لخوا دغه پانګه ونه به يي امنيت نور هم ورخراب کړي.

همدارنګه د چېن لخوا دغه پانګه اچونه چې زياته برخه يي د چېن لخوا د وريښمو د لارې د بيا راژوندې کولو په موخه دي او غواړي چې د دغه پروژو له لارې اسيا د امريکا د مسلط ځواک څخه و ژغوري او  تر خپل اغيز لاندې يي راولي. د چېن لخوا د دغه پروژو  پروړاندې به  ستره ننګونه په پاکستان کې امنيت وي. ځکه د چېن او پاکستان سيالان،  هندوستان، ايران او امريکا به هڅه وکړي  چې له هرې لارې وي د د دغه پروژو د تطبيق مخه ونيسي. او داسې ويره شته چې د دغه پروژو له امله به پاکستان د پټو جګړو پر مرکز بدل شي  او دغه هيواد به نور هم ناامنه شي ، چې د دغه نا امنيو  نښې وار د مخه  پاکستان احساس کړي.

. پاکستان ته  د چېن د ولسمشر د سفر په درشل کې د تحريک طالبان پاکستان د وياند محمد خراساني  لخوا په يوه ويډيو کې داسې ادعا وشوه چې دوي د عمر ۱ په نوم د ميزايل بريالۍ تجربه وکړه، د تحريک طالبان پاکستان وياند ګواښ کړی چې د دوي انجنران او تخنيکي ټيم د دې وړتيا لري چې نور پرمختللي ميزايل هم جوړ کړي او د دوي هدف يواځې د پاکستان پوځ دی. او همدارنګه په بلوچستان کې د ګوادر سره نږدې نا معلومه وسله والو بريد هم وکړو او د ګلګت بالتستان د چورلکې پېښه چې پړه يي د پاکستان د طالبانو تحريک واخيسته، او په کراچۍ کې د تيرې اونۍ مرګونی بريد هم د پاکستان لپاره د انديښنې وړ خبرې وې او چېن لپاره ښکار پېغام و چې پاکستان کې د پانګه اچونې څخه لاس په سر شي.

پاکستا�� چې دغه پروژو ته يي اړيتا له حده زياته ده، ځکه له يوې خوا د کور دننه انرژۍ ته اړتيا لري او له بلې خوا سيال يي هندوستان د اقتصاد له پلوه په نړۍ کې ډير چټګ پرمختګ کوي. که پاکستان غواړي چې د چېن له دغه ډالۍ څخه ګټه پورته کړي نو بايد په خپل هيواد کې ټولې ترهګرې ډلې  له منځه ويسي ځکه  چېن نه غواړي چې ګټې يي د ترهګرو لخوا په نښه شي او يا دې دغه پروژې او پاکستان سره د ځمکې له لارې د سوداګرۍ او د تګ راتګ  زياتوالی د دې لامل شي چې ترهګرو ته فرصت برابر  شي چې د چېن ملي امنيت و ګواښي.

له دې مخکې چې د چېن ولسمشر پاکستان ته سفر وکړي او پاکستان کې د دغه پروژو اعلان وکړي، د پاکستان نظامي چارواکي يي چېن ته بللي و او هلته يي له دوي تضمين اخيستې چې بايد د چېن دغه ستره پانګه اچونه د ترهګرو له خطر سره خوندي شي. ځکه خو چې کله چېنايي ولسمشر پاکستان ته راورسېد لومړی يي د پاکستان نظامي چارواکو سره غونډه وکړه.

 د راپورونو پر اساس، چېنايي ولسمشر پاکستانې پوځي چارواکو ته په واضحو ټکو کې ويلي چې موږ يو ستر خطر قبلوو چې په نا امنه  پاکستان کې په بېلونونو ډالرو پانګه اچونه کوو، خو  دا ټول دې پورې تړلي دي چې پاکستان کې نور د ترهګرو ځالې او پناه ځايونه له منځه لاړشي.

که پاکستان غواړي چې د چېن دغه پروژو ته امنيت برابر کړي نو يواځېنۍ هېله يي د افغان حکومت څخه  د همکاري تمه ده، ځکه پاکستان پوهيږي چې په قبايلي سېمو او افغانستان کې ميشت جهادي ډلې او په ځانګړې ډول د پاکستان د طالبانو تحريک چې اوس په پرمختللې وسلو هم سمبال شوی  په راتلونکې کې د دغه پروژو پر وړاندې ستر خنډونه رامنځ ته کړي. همدارنګه پاکستان فکر کوي چې هندوستان او امريکا به د چېن د دغه پروژو او د وريښمو د لارې د مخنيوي په خاطر پاکستان  ته د افغانستان له پولو او يا له افغان خاورې څخه  نا امنه کړي. که څه هم د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دغه پروژو د خونديتوب په خاطر به د پاکستان او چېن ګډ ځواکونه په شرېکه کار کوي، خو دا وړانديز ځکه عملي نه دی، چې په دې سره به ترهګر او نور پاکستاني جهادي ډلې، ازبکستان وسله واله ډله، يوغور  او داعش ته زمېنه برابره کړي چې د چېن پوځ سره د پاکستان په خاوره کې جګړه وکړي.

پاکستان پوهيږي چې  خپل هېواد ته د افغانانو له همکارۍ پرته سوله نشي راوستلای، او هغه نيابتي جګړه چې پاکستان له تيرو څو لسېزو راهېسې د افغانستان پرضد پېل کړې وه اوس د کابل حکومت هم دا وړتيا پېداکړې چې ورته جګړه د خپلو نورو ستراتيژيکو همکارانو په مرسته د پاکستان په هره ګوډ کې ترسره کړي.

د پاکستان بل تشويش د طالبانو ترمنځ انشعاب دی چې پاکستان يي وارخطا کړی دی چې طالبان به يي د لاسه ووځي، په دې وروستيو کې سېمې ته د داعش په نوم د نړيوالو وسله والو راتګ طالبان په دوو ډلو ويشلي دي. زيات شمير ټېټ پوړي طالبان هڅه کوي چې داعش سره يو ځای شي او د هغوي تر بيرغ لاندې خپلې جګړې ته پرته د پاکستان له ملاتړ دوام ورکړي، او هغه شمير لوړپوړي طالبان چې د داعش سره مخالف دي هغوي د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي. ځکه دغه شمير طالبان نشي کولای چې په يو وخت په څو جبهو کې هم د افغان حکومت او هم د داعش وسله والو سره و جنګيږي. دوي مجبور دي چې يا خو افغان دولت سره سوله وکړي او يا خو کوم دريم ګړي هيواد کې پناه واخلي. د يادولو وړ ده چې په دې وروسيتو کې په زيات شمير سېمو کې د طالب وسله والو او داعش ترمنځ نښتې پيل شوي دي.

همدارنګه، پاکستان پوهېږي چې د افغانستان په ثبات کې هغه ډول چې افغانان يي تمه لري مرسته نشي کولای، ځکه پاکستان کولای شي چې طالبان  يواځې د نا امنيو د وسېلې په توګه و کاروي  خو چې کله د سولې خبره راځې بيا طالبان هڅه کوي چې ځان  خپلواک وښايي  او دا خبره پاکستان وروسته له هغې درک کړه چې زيات شمير افغاني طالبان چې د افغان دولت سره د خبرو ميز ته کېنې پر خپلو شخصي ګټو خبرې کوي او دوي بيا په دغه خبرو کې د پاکستان استازيتوب نه کوي.

ولسمشر غني د پاکستان دا ټول مجبوريتونه درک کړي دي، او د خپل حکومت په لومړيتوبونو کې يي د طالبانو سره د جګړې په پرتله جرمي اقتصاد او د مخدره موادو کرکېله او قاچاق سره جدي مبارزې  ته ځای ورکړی. ولسمشر غني درک کړې ده چې پاکستان د افغانستان په ثبات کې هومره اغيزمن نه دی څومره چې نا امني رامنځ ته کولای شي. ولسمشر غني دا هم درک کړې ده چې د پاکستان له لورې د سولې هلې ځلې افغانستان ته ثبات نشي راوستی بلکې پر جګړه به يو څه اغيز و لري.

 د  ولسمشر غني په اند د  افغانستان نا امني يواځې د پاکستاني لاسپوڅو طالبانو لخوا نه ده، بلکې زيات شمير کورنۍ ريښي لري او همدارنګه  نړيوال ترهګرو ترڅنګ په افغانستان کې جرمي اقتصاد يي ستر لاملونه دي. او بايد دغه نا امنيو سره د کور دننه مبارزه وشي. ولسمشر غني ډير په دې باور دی چې ترهګر يواځې افغانستان ته ګواښ نه دی بلکې ټولې سېمې ته ګواښ دی، خو  په افغانستان کې ورته  د کور دننه مافيايي کړيو او د تير حکومت ناوړه کارونو زمېنه برابره کړې ده.

ولسمشر غني پاکستان ته په خپل سفر کې د دغه هيواد  نظامي او ملکي چارواکو ته په ښکاره ويلي دي که د سولې په برخه کې ريښتېنې همکاري ونه کړې نو شپږ مياشتې وروسته به تاسې له موږ ډير متضرر شئ. همدا نګه ولسمشر غني کابل ته راغلي پاکستاني پلاوي ته همدا خبر په بار بار تکرار کړې ده چې پاکستان د افغانستان په پرتله اوس ډير نا امنه دی او که پاکستان د ترهګرۍ پرضد ريښتېنې مبارزه ونه کړي نو ډير څه به د لاسه ورکړي.

نو که دا پورته ياد شوي فکټورونه په غور سره و څيړل شي، پايله يي دا کيږي چې پاکستان له افغانستان څخه د سولې په برخه کې مرسته غواړي. ځکه که افغانان د پاکستان پرضد د هر دريم ګړي هيواد سره لاس يو کړي نو پاکستان کې نا امني پراخولي او اوږدولي شي. د پاکستان لپاره د ډيورنډ د کرښې په رسميت پيژندل مهم دي خو په اوسمهال کې ورته لومړيتوب نه لري، پاکستان هڅه کوي چې د ولسمشر غني باور ترلاسه کړي او پاکستان سره مرسته وکړي. خو پاکستان دغه مرسته بيا مستقيم نه غواړي، دوي هڅه کوي چې له افغان حکومت څخه په بېلا بېلو بهانو يو څه امتيازات هم ترلاسه کړي او افغان حکومت اړباسي چې پاکستان سره د د غه هيواد مخ ته پراته ټولو ګواښونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته هم وکړي.

د پاکستان پروړاندې د ولسمشر غني پاليسي د ستاېنې وړ ده، ځکه ولسمشر غني ترهګر يواځې د افغانستان دښمنان نه ګڼي بلکې د ګاونډيو او په ځانګړي ډول د پاکستان ستر دښمنانو په سترګه ورته ګوري. همدا لامل دی چې کابل هر مياشت د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو کوربه وي. او هغه سوله چې افغانانو ورته له نورو زياته اړتيا لرله اوس د پاکستانيانو په خوله ډيره زمزمه کيږي. اوس پاکستان په لومړي ځل د افغانانو دښمن خپل دښمن ګڼي او له افغانانو غواړي چې د پاکستان دوښمن ته د دښمن په سترګه و ګوري. دا هغه څه  دي چې د پخواني ولسمشر کرزي په دوره کې پاکستان برعکس کارولې، د پاکستان دښمن د پاکستان دښمن دی او د افغانستان دښمن د پاکستان دوست دی.

2 thoughts on “سوله د افغانستان که د پاکستان لومړیتوب؟ ثنا‌ءالله تسل”

ځواب ورکول alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *