نویده خوشبو

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال محمد خان د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د هوکړې د مسودې له لاسلیک څخه خبر وکړ

محمد خان په یوې خبرې ناسته کې وویل: دغه مسوده د سولې د عالي شورا د غړو د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي د پلاوي لخوا د سولې د عالي شورا د رئیس سید احمد ګیلاني په کور کې لاسلیک شوه.

دامسوده په ۳ فصلونو،۲۶ مادو کې چمتو شوې ده
د ګلبدين حکمتيار لخوا د دې مسودې له لاسليک وروسته به د سولې په برخه کې يو مهم او اغيزمن ګام پورته شي
ويل کيږي چې د سولې هوکړه لیک کې حزب اسلامي د هېڅ ډول امتیاز غوښتنه نه ده کړې
همدارنګه، په دغه هوکړه لیک کې د حزب اسلامي مهمې غوښتنې،د  ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړ څخه د حزب اسلامي د غړو د نومونو لیرې کول،د سیاسي بندیانو خوشي کول او د کډوالو راستنېدل دي

د بحث وړ ده، چې د  سولې  په  برخه  کې د پام وړ دغه پرمختګ ته په کمه کتل کيږي
او په وړاندې يې د اسانتيا پر ځاى خنډونه واقع کيږي!

له يوې خوا د سولې تږي او ارمانجن يو،له
بلې خوا د سولې په هڅو شکمن يو
وړاندې له دې چې  له اسلامي حزب سره  د سولې    خبرې  پېل شي او دواړه لوري لومړنۍ هوکړې
ته ورسيږي؛ له هر کليو څخه بدبېنۍ ډېرې
وې  !!!
: تېرې لاسته راوړنې به څنګه شي؟
د مېرمنو حقونه به خوندي وي؟
کوم وزارت،کومه څوکۍ غواړي؟
رسنۍ به څنګه شي، ديموکراسي به څنګه شي؟
او ډېرې نورې پوښتنې او بحثونه
خو دا ډېر لږ وويل شول چې: دې ستر پرمختګ سره  به سوله او ثبات راشي،او د دوې په راتګ  سره   به  نورې مخالفې ډلې هم سولې ته وهڅيږي؟  او…

دسولې راتګ په هره بيه چې وي؛له وېنې توېدنې،چاودنې او وژنې څخه  به يې لګښت ډېر کم وي !
حکومتي چارواکي سره همغږي نه دي
: څوک روانې هڅې ستايي او خوشبينه
دي،خو ډېر نور يې غندي او مخالفت کوي
سياستوال،ليکوال او رسنۍ هم بېلې ويناوې
او  نظرونه لري
خو که له ټولو څخه وپوښتې چې سوله
غواړئ ؟ نو په  يوه خوله به وايي : هو!!!
ګټه په تاوان ده؛ هرې پايلې ته رسېدل څرنګوالى،زيار او تېرېدنې غواړي
معلو مه ده چې د هېواد دننه او بهر ډېرې داسې کړۍشته چې  په نا امنيو کې خپله ګټه ويني؛ نو
په  دې  حساس وخت کې ټول مسول يو ،او له
دې  بهير څخه بايد ملاتړ وکړو
دهرې جګړۍ پاى سوله ده،مرورې ډلې د هېواد بچي
دي،د نړۍ په هيڅ قانون کې مجرم او مرور له وطنه نه وباسي
که سوله غواړئ قرباني ورکړئ !!!

One thought on “سوله نه غواړئ ؟/ نویده خوشبو”

ځواب ورکول دهقان ناصري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *