د طالبانو سره د سولې خبرو دوهم پړاؤ به د جمعې په ورځ په چین یا پاکستان کې پیل شي. د اورومچي په ځاۍ په اسلام اباد ټینګار – په خپل انحصار کې د طالبانو د ساتلو له پاره د پاکستان نیت څرګندوي. د ای اس ای د دوربین لاندی د سولې خبرې له یوې خوا د طالبانو د مانور ساحه محدودوي له بلي خوا افغاني لورې د فشار لاندی پاتي کیږي. همدغه شان د سولي د خبرو سره همزمان د افغانستان په بیلوبیلو سیمو کې د طالبانو عملیات، دیورند په کرښې او حتی د هغی رادیخوا د تاسیساتو جوړول د سولې په پروسه دوه ګونې اغیز لري، چې پاکستان له خوا په دقیقه توګه محاسبه شوی:

اول، د افغانستان حکومت دننه د سیاسی او روحي فشار لاندی راځي، امنیتی ځواکونه دفاعی عمل ته مجبوروي او ځاني تلفات د سولې په پروسه د افغانستان د خلکو باور کمزورې کوي. په دی توګه په کور دننه د حکومت موقف کمزورې او د عامه ذهنیت د سوالونو سره مخ کیږي. ددی سناریو نه پاکستان د زیاتو امتیازونو تمه کوي، چې دا بیا په خپل وار په افغانستان کې د بی باورۍ، او عامه نارضایتۍ باعث کیږي.

دوم، ځاني تلفات او همدغه شان د افغانستان په خاوره د پاکستانی پوځیانو علني تېرې د طالبانو په وړاندی د عامو وګړو کرکه زیاتوی او د خلکو دا ذهنیت نور هم تقویه کوي چې طالبان د بهرنیانو او په تیره د پاکستان د اهدافو د وسیلې پرته بل څه نه شي کیدی. په دی کار سره پاکستان کولی شي چې یوي نتیجې ته د رسیدو باوجود بیا هم طالبان د اوږدې مودې له پاره په خپل انحصار کې وساتي. ځکه طالبانو نه د خپل حکومت په وخت کې او نه هم د هغې نه وروسته د خلکو د سوکالۍ، ټولنییز او اقتصادي پرمختګ له پاره کوم کار کړې او نه یې کوم کاري پروګرام درلود. د دوۍ ټول کړه وړه د زور له لارې دي. نو ځکه په عادي حالاتو کې دغه شان یوه ډله په اسانۍ سره د خلکو زړونه او ملي مشروعیت نه شي تر لاسه کولې.

که څه هم دغه کړکیچن حالت د سولې په پروسه کې زموږ د مرکچیانو کار سختوي او حکومت د ډیرو، سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګواښونو سره مخ کوي خو بیا هم نه د افغانستان حکومت او نه هم طالبان د سولې پرته کوم بل ښه بدیل لري. د ټولو ستونزو او کمزوریو باوجود باید د سولې پروسه و نه دریږي. خو په دی ستونزمنه او د خطرونو ډکه لار کې د افغانستان خلک، سیاسی، ټولنیز او مدنی بنسټونه، میډیا، حکومت او همدغه شان طالبان باید خپلو مسؤلیتونو ته متوجه وي او د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسی.

د سولې په پروسه کې که څه هم موږ په ظاهر کې د طالبانو سره مخ یو، خو واقعیت دادی چې زموږ اصلی طرف پاکستان دی. پاکستان په افغانستان او سیمه کې خپل اهداف لري چې د طالبانو د اهدافو سره فرق کوي، د طالبانو نه د دغه اهدافو د لاس ته راوړلو له پاره کار اخلي. د سولې خبرې هیلې زیږوي خو په واقعیت کې دغه پروسه ډیره اوږده او کړکیچنه ده. د افغانستان نه د پاکستان غوښتنې زموږ تیر او هم اوسني حکومت ته، تر ډیره حده د افغانستان نخبه ګانو او عامو خلکو ته هم معلومي دي، چې ځنې یې معقولې او موږ ته هم د منلو وړ دي. خو په دې غوښتنو کې ځنې داسی غوښتنې هم شته چې د یو تاریخي ملت په توګه د افغانانو ملی غرور د پښو لاندی کوي، زموږ د اقتصادي ودې مخه نیسی، اقتصاد مو په پاکستان پورې تړي او زموږ ملي حاکمیت محدودوي. نو څنګه چې پاکستان خپل اهداف تعریف کړي، د خبرو له پاره یې خپله ستراتیژي ټاکلې د امتیازاتو لاس ته راولو له پاره یې سیاسي، امنیتي، اقتصادي او استخباراتي وسایل یقینې کړي – د افغانستان حکومت ته هم په کار ده چې د سولې په خبرو کې هم په کور دننه او هم په سیمه او نړۍ کې دقیق کار وکړي او په پوره تیارۍ د یوه غښتلی موقف سره د یو ازمایل شوي او د امکاناتو خاوند رقیب سره د خبرو میز ته کیني.

تیرو انتخاباتو تر ډیره حده ملي کانزنس کمزورې کړې، او د اغیزمنو شخصیتونو او بنسټونو ترمنځ یې بی باوري رامنځه کړې او تر یوه حده یې د ډیالوګ او تفاهم فضا له منځه وړې. دغه حالت د سولې په خبرو کې د افغانستان د حکومت دریځ کمزورې کوي. د افغانستان حکومت باید په ملي سطحه هڅه وکړي چې په دی ملي پروسه کې ملي تفاهم رامنځ ته کړي.

طالبان هم څنګه چې فکر کیږی یوه واحده او د یوه فکر خاونده ډله نه ده. ډیرو اغیزمنو اشخاصو او وګړو د مختلفو دلایلو په وجه طالبانو ته مخه کړي او ټول طالبان هم د ای اس اي په دام کې نه دي. د افغانستان حکومت باید د رسمي خبرو سره موازې د موجودو کانالونه له لارې د طالبانو سره پخوانیو خبرو ته دوام ورکړي. د طالبانو د هرې ډلې راضي کول په دغه ډله د پاکستان نفوذ ته صدمه رسوي او د طالبانو د مانور ساحه پراخوی، چې دغه کار بیا ملي مسؤلیتونو او د افغانستان ګټو ته طالبان متوجه کوي.

د مرکو او جرګو په سطحه افغانان غښتلي او ازمایل شوي مرکچیان لري خو د سولې اوسنۍ پروسه   یوازې کورنۍ ستونزه نه ده چې موږ یې وشو کړی د عنعنوي ټولنیزو مؤسساتو او میتودونو له لارې حل کړو. موږ د یوه غښتلې چلباز، دوه مخې، مکار او ظرفیت لرونکي رقیب سره مخ یو. نو ځکه زموږ هر ګام باید سنجول شوی، هره کرښه او هر لغت مو د مانا او تعبیر په لحاظ واضح او په بین المللی معیارونو برابر وي. موږ د سولې په خبرو کې د اقتصاد، سیاست، د سیمه ییزو ستونزو او کړکیچونو ماهرینو، په نړیوالو اړیکو پوه او ځیرک حقوق پوهانو ته ضرورت لرو. که په افغانستان کې دغه ظرفیتونه موجود نه وي باید د بی طرفه نړیوالو حقوق پوهانو نه د مشاورینو په توګه مرسته وغواړو.

که څه هم موږ د پاکستان سره طرف یو خو د افغانستان قضیه پراخ سیمه ییز، او نړیوال ابعاد لري. دلته د ډیرو سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو ګټې سره ټکر کوي او ددی ټکر په نتیجه کې افغانستان ته بې ساري سیاسی، اقتصادی او فزیکي زیانونه رسیږي. نو ځکه باید د افغانستان حکومت د خپل دریځ د غښتلتیا او نتیجې ته د رسیدو په هدف خپلې هلې ځلې د سیمې د هېوادونو او نړیوالو قوتونو او اغیزمنو بین المللی سازمانو سره همغږي کړي. دلته ایران، هند، چین، د امریکا متحده ایالات، د مرکزي اسیا او د سعودی عربستان په مشرۍ د خلیج هېوادونه اسلامی کنفرانس او ملګري ملتونه د یادولو وړ دي.

لنډه دا چې سوله یو ضروري او حیاتي هدف دی خو دغه هدف ته د رسیدو لار ډیره ستونزمنه او د خنډونو ډګه ده. په دی پروسه کې زموږ د غوښتنو او هلو ځلو مشروعیت غښتلې دی خو وسایل مو د مقابل لوری په تناسب کمزوري دي. موږ باید په دی پروسه کې د ټول اولس، سیاسی او ټولنییزو بنسټونو ملاتړ د تر لاسه کولو هڅې وکړو او خپلې هلې ځلې د سمیې د او نړۍ د اړوندو هېوادونو او سازمانو سره همږغې کړو. څنکه چې په دی لار کې زموږ تیری تجربې ډیرې ترخي وی او د مقابل لوري په رښتینولۍ او صداقت زموږ ولس او نخبه ګان سخت شکمند دي نو ځکه باید زموږ هر قدم د احتیاط سره مل وي او په هر پړاو کې د پوره مهارت نه کار واخلو. موږ باید د مقابل لوري په خبرو او وعدو هغه وخت باور وکړو چې صداقت یې د عمل په ساحه کې ثابت شي. 

2 thoughts on “سوله: نیک هدف خو ستونزمنه لار/ جمال رحمان”
  1. عزتمنده!
    ستاسو په دغه مقاله کی ډیرښه رهنمایی دافغانستا دولت اود سولی دپروسی موظف هیت ته ده که چیری دوی مسلکی اودکار اهل وی نوباید ستاسو دغه رهنمایی اومشوری ترممکنه حده په نظرکی ونیسی خو ددی څخه برسیره نورهمسایه هیوادونه لکه ایران و تاجکستان ، ازبکستا ، ترکمنستان اونور دسیمی ‌‌‌ذنفع هیوادونه لکه هندوستان ، او روسیه دمشوری په ډول په جریان کی وای اوهم دقضیه په داخلی بعدکی دګلبدین حکمت یار اسلامی ګوندپدی پروسه کی ورګډشوی وای نوهیڅ ذینفع ته به دسوال بهانه تر ممکن حده حل شوی وای . .

  2. کله چې د سولې د ابعادو په هکله خبرې کوو،او د افغانستان ملي زعامت مطرح کيږي له هرڅه نه مخکې دا پوښتنه حتمي چې وشي
    ايا ددين محمد د ولس له خو ا د سولې لپاره ټاکل شوى نوموړي دومره پوهه لري چې د سولې ابعاد په ډيره ټيټه کچه په ټولنه کې عملي جامه ور واغوندى. عجيبه نه ده نوموړي له بي بي سره په مرکه کې ډير ډير کمزورى ګړيږي هېڅ فکر نه کيږي چې دى څه واېې؟
    افغانستان خو يوه غوجله نه ده دا خو د يوه ملت ستر زعامت او ملي مصالح دى. د ا خو د اختر په شان معامله اختر خو پټ مېړه نه دى چې تير شي
    محافظه کاره دين محمد د جهاد له دورې خپله حلقه ساتي او په همدې توګه له اى اس اى سره هم اړيکي لري ځکه اسلام اباد ته زړورې منډې وهي

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *