کله چې د یوې موضوع د پیژندنې (تعریف) توان نه لرو، هیڅ وخت به ورته ونه رسیږو. ځکه چې تعریف مو موخه تشخیصوي؛ پر دې اساس که چیرې موږ غواړو چې پخلاینې ته ورسیږو نو لومړی باید د هغه تعریف ولټوو او پیدا یې کړو.
سوله د هوا د تنفس په شان هر انسان ته ځانګړی اهمیت لري نو په همدې دلیل د نړۍ قدرتونو تر خپله حده هڅې کړې دي او ۲۱ د سپټمبر چې د جرمني او برتانیا له خوا په ۱۹۹۹ کال کې د سولې د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې او هر کال یې لاسته راوړنې لمانځي.
هر څوک او هر تنظیم د پخلایینې لپاره یو ځانګړی تعریف لري. لکه چې زموږ د سولې د عالي شورا یو غړی یې داسې تعریفوي. سوله د هغو شرایطو او ما حول په مانا ده چې د همغږۍ په اصولو او سراسري ارامۍ، امن، اجتماعي عدالت او برابرۍ باندې ولاړه وي.
خو زه یې بیا داسې تعریفوم د فکري آرامۍ رامنځته کول چې د ژوند په ثبات باندې ولاړه، د ټولو ټبرونو سره صمیمیت، مسرت او د مشکلاتو په مقابل کې مثبت رول ولوبوي د سولې څخه عبارت ده.
آیا پخلایینه د جنګ د نه موجودیت په معنی ده، که نه د دې څخه لوړ مقام لري؟
نو پورتنۍ پوښتنې ته په لاندې ډول ځواب ورکوو.
بلې سوله د جنګ د نه موجودیت څخه په زیاته معنی سره تعبیر شوې؛ یعني بدون د جنګ نه، سوله د خلکو تر منځ ښیګڼې، یووالی، ورورګلوي، انساني او اسلامي مقدساتو ته احترام رامنځته کوي. که چیرې مونږ د اسلام او سلام سپیڅلو کلمو ته چې عربي کلمې دي ځیر شو نو اخري مفهوم یې د خدای ج په سولې او امن سره انتها کیږي بلآخره دا د مسلمانانو په فرهنګ کې یوه ډیره عمده او مهمه موضوع ده.
د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستۍ او بشپړ دين دی. اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې،او ژوندانه په ټول چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړېده. د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) پخپله د ټولې نړۍ لپاره د ښو او نيکو اخلاقو او په ټولنه کې په سوله، امن او د ښه ژوند تيرولو يوه بيلګه ده. هغه چې د قران کريم په شکل کې کوم پيغام له ځان سره دنړۍ خلکو ته د اسلام په چوکاټ کې راوړی دی هغه هم د سولې امن او ورورلیۍ پيغام دي.
خدای ج په قران کریم کې داسي فرمایی:
… وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ
ژباړه: …. او تاسې په ځمکه کې فساد مه خپروۍ..
ځينو مفسرينو له فساد څخه مقصد نزاع، جنګ او جګړې بللي دي.
او په اسلام کې د جنګ په پرتله صلح غوره ګڼل شوې ده او فرمایلي يي دي.
… وَالصُّلْحُ خَیْرٌ – النساء / ۱۲۸
ژباړه: او سوله ښه ده.
په یو بل ځای کې الله ج فرمایی :
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ (الحجرات ۱۰)
ژباړه: مسلمانان یو دبل وروڼه دي؛ پس تاسې وروڼه په خپل منځ کې سوله وکړی.
له همدې امله اسلام حکم کوي په هر قيمت سره سوله وغواړی، ان که چيرې د يو اړخيزې قرباني له لارې هم وي لکه د حديبې دصلحې تړون ددغه شان يو اړخيزه سولې يوه ښه بيلګه ګڼلی شو په کوم کې چې مسلمانانو لخوا د مقابل لورې کابو ټولو شرايطو ته غاړه ايښودل شوې وه.
د تیري په مقابل الله ج داسې فرمایلي دي:
وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ یُحِبِّ الْمُعْتَدِینَ – البقره / ۱۹۰
ژباړه : او تاسې تبرۍ مه کوۍ ، بيشکه چې الله ج تيری کوونکي نه خوښوی.
د نړۍ فیلسوفانو، لیکوالانو او پوهانو له نظره پخلایینه څه ته وایی؟؟:
Hellen keller -1 هیلن کیلر یوه مشهوره امریکایی لیکونکې داسې وایی سوله او ریښتینولي د شایستګی قیمت لري چې په لوړه سطحه زمونږ توجه جلبوی. دا سکالو زمونږ د ملت د اتحاد، اتفاق او امنیت څخه ښه ده. د پخلایینې پیغام مونږ ته د زړه خوشحالي پیدا کوي چې باید د دې الهی پیغام لپاره مبارزه وکړو او وایی چې د هغه په خپرولو تبلیغ کې به زیاته هڅه وکړم.
2- Eskrine اسکرین انګلیسي لیکونکی ‘’دیانت په محبت قیمت دی،، کتاب کې داسې لیکي: قیمتی دیانت د مړي په جسد کې شاید د هغه شریان په شان نفوذ وکړي چې تازه وینه زړه ته رسوي چې د انساني پوه زړه ژوندی او د جهان په پنځو لویو وچو تاثیر وکړي.
3- Benjamin Jewett)) بنجامین جوټ د اکسفورډ د پوهنتون استاد او د افلاطون د کتاب ژباړن په (غیرتي ژوند) کتاب کې داسې لیکي د سولې ورځ په ورځ پراخوالی د بشر راتلونکي شاید سعادت او نیکبختی ته ورسوي.
اوس را ځم زمونږ د هیواد سولې او پخلایینې ته چې په دې وخت کې یې اړتیا وینم سوالونه ډیر دي خو دا سوال چې د زیاتره خلکو په مغزو کې موجود دی؛ چې ایا سوله به تأمین شي او که نه؟
د دې قلم په باور خو تر اوسه پورې مونږ د سولې څخه ډیر لرې یو ځکه چې نه حکومت او نه هم مخالفې ډلي سولې ته ژمني دي. حکومت په ټولو مخالفو ډلو کې یو طالب رانیولې او د غره سر ته یې جګ کړی خو دومره مهم هم نه دی زما سره دا سوال دی چې که طالب سوله وکړی نو بیا خو حکمتیار هم بې وزره مرغه نه دی داسې وخت راشي چې د هغه له لاسه به وینې څښو او دا ځینې مخالفې ډلې، ټپلې خو ځان د هغه کفارې ډلې سره تشبیه کوي کوم چې د حضرت محمد ص سره یې د حدیبې روغه تر سره کړې وه خو دا کار به ډیر ناممکن وي ځکه چې په اوسنۍ نړۍ او دور کې د حضرت محمد ص په شان څوک وجود نه لري چې د اسلام په خاطر له هر څه نه تیر شي. د ټولنې د ځینو فعالینو خو خپل کوشش کړي خو بې ګټې دی لکه چې ځینې یې د پوکاڼو په آلوزولو، څوک یې منډیلا ته په سفر، سندرغاړي یې په خاصو سندرو او څوک یې هم په ورزشونو او سپورت سره منځته راوړي. دیوه سوکاله آرام او سراسري سولې په هیله
مننه قدرمنو!!
ښکلی لیکنه وه ، څه به زه هم پری ورزیات کړم :
اسلام کامل دین دی ، دا اکمال یی په دی کی نه دی چه ټول دنیاوی علوم پکی تشریح شوی ، د ساینس او تکنالوجی د کشفولو ، اختراع او پرمخ تګ د پاره الله ج انسانانو ته ماغزه ورکړی او د دی سره یی روږد کړی چه یو دبل د تجربو څخه په استفاده د ورځنی ستونزو د حل د پاره هر ډول وسیلی جوړی او وکاروی چه په دی واسطه یی نه یواځی دکار سرعت زیاتیږی بلکه د کار کییفیت کی هم پرمختګ او ښه والی رامنځته کیږی .
کوم څه چه اسلام بشریت ته ارزانی کړی هغه عدالت او سوله ده ، که د خلکو تر منځ داسی نظام او قوانین شتون ولری چه د هغوی د حقوقو د عدالانه ویش تضمین وکړی یعنی حق حقدار ته ورسوی په داسی ټولنه کی باوری فضا ایجادیږی یو د بل په څنګ کی د طبیعت له پراخی ، شتمنی او مهربانی لمن څخه لا ډیری لاسته راوړنی تر لاسه کوی او د راتلونکو انسانی نفوس د زیاتوالی د ستونزو سره مرسته کوی ، دغه اجتماعی عدالت قایمیدلو ته سوله وایی یعنی د خلکو تر منځ داستونزه نه وی چه فلانی زما حق غصب کړی او حتی یو د بل سره د انسانی او اسلامی ورورولی له مخی له خپلوحقوقو تیریږی یو دبل سره په ډیره ویاړنه او لیوالتیا هر اړخیزی لاس اړونی کوی .
د انسان معنی دانس څخه اخستل شوی مینی او محبت ته ویلی شی د مینی او محبت دغه معنی په عملی سوله کی زیږول کیږی او احساسیږی ، د سولی سره امنیت او هوساینه ملتیا لری .
سوله د خولی په وینا نه رامنځته کیږی ، د سولی د راتګ موانع به لیری کیږی چه هغه جنګ دی ، او د سولی میکانیزم ته به کار کیږی ، د سولی میکانیزم ډیر بحث ته اړه ده ، په دی کوچنی تبصه کی به ځای نه شی او که تبصره اوږدیږی د ځینو خلکو نه خوښیږی مننه