محمد رحیم سکندر

وايي چې يو وخت پاچا خپلو مزدورانو ته اعلان وکړ چې که ما څوک په دروغو موړ کړي، نو خپله شهزادګۍ لور به ورته په نکاح کړم .

د دې خبرې په اوريدو سره زيات مزدوران وهڅېدل ، چا به يو ډول اپلتې ويشتې او چابه بل رقم شنه ريبل .

يو کس داسې لږ غوندې دروغ برابر کړي وو ، ګوته يې پورته کړه او ويې ويل : يوه ورځ د ګودر په غاړه دوه جينکۍ سره ناستې وې ، خو هيڅ خبرې يا ګپ شپ يې نه سره ويشت ، پاچا وويل : چې دا هم جالب دروغ دي ، خو سم پرې موړ نه شوم ، که داسې بل نر پيدا شي ، چې ښه مې پرې وپړسوي .

په دې وخت کې په رښتيا د نر بچى راپورته شو او ويې ويل : پاچا صيب ! زه ښه اوږده دروغ درته وايم ، که چېرته دې یوه جمله رښتیا په کې پيدا کړه ، شهزادګۍ خو پرځاى پريږده چې سر مې قلم کړه ، پاچا ورسره ومنله او ورته غوږ شو او مزدور داسې پيل وکړ :

دا خو د روژې پنځلسم مازديګری و ، هګۍ ګټل کېدې ، يو سړى راغى ويې ويل : چې زيرى مې درباندې پلار دې پيدا شو ( وزيږيده) له ډېرې خوشحالۍ نه مې هګۍ له لاسه وغورځېده او چرګوړى ترې پيدا شو ، چې ګورم چرګوړي منډه کړه او په شیبه کې تري تم (ورک) شو ، ما هم وار خطا نه کړ ، پسې منډه مې کړه اول خو د غره سرته وختم پيدا مې نه کړ ، بيا راغلم د ونې سرته ورته وختم خو بيا مې هم پيدا نه کړ، خو اخير چې د وړې پچې سر ته ورته وختم ، څه ګورم پوهېږې پاچا صيب ؟ نو چې ګورم هغلته د کوزې پښتونخوا په بنو کې چرګوړی د چڼو (دالو) لو کوي او چې دوه مياشتې وتلې ؛ نو پوره دوه بوجۍ لو (ريبل) يې کړي وو.

له هغې خوا نه چې راته نو دواړه بوجۍ يې رامټو( راپه شاه) کړې . دخداى کارونو ته ګوره چې د ميرانشاه په لاره باندې يې مزل راشروع کړ، په دې ځاى کې دوه چرګان ورته مخته شول او ناڅاپي يې له بريد لاندې راوست ، چې دوه درې خولې يې وهلو نو له اخه توښه يې وويسته ، څه ناڅه چڼې يې هم ترې کوزې کړې وې ، بس خو نو څه به له کيسې نه ربړ درته جوړم ، په څه بخت د غلام خان يا د مښې کنډو په لار باندې ترې واوښت ، وړکيه ! په دې ځاى کې د سړک منځ کې وياله وه ، چې درب پښه يې درته په کې واوښته ، ماهم څپلۍ ور سستې کړې ، ورغلم او دا د خورما ( کجورې) زړي مې ښه په ورغوي کې ورته وسولول او په هغه خوږ ځاى مې ورته وتړل ، ته دې غضب ته ګوره !

چې د کجورې ژوندى (روغ) زړى رانه په کې پاتې و ، دغه زړى يې په پښه کې ورو ، ورو زرغونيده ، څه وخت وروسته غټه ونه ترې جوړه شوه او پريمانه کجورې يې ونيولې ، دغه ونه چې په لاره کې وه ، هر وخت به قافلې ورباندې تلې راتلې او د خورما (کجورې) ونه به يې په کاڼو لوټو ويشته ، نو دومره يې وويشتله چې د کروندې لپاره سلامت پټى پکې جوړ شو او خلکو به د قولبې لپاره غوايان ورخيژول او يوې به يې په کې کوله ، خو دغه پټي بل حاصل نه ورکولو ، يو وخت څه ګورم چې په دغه ونه کې يوه غټه هندواڼه راشنه شوه .

په دې موقع زه وروختم نو چې داسې مې اندازه کړه ډېره غټه هندواڼه وه ، بس سترګې مې ورته پټې کړې او چاقو مې په کې واچوه ؛ خو چاقو رانه په کې ترى تم شو ، ډېر مې اخوا ديخوا لاسونه په کې ووهل خو د چا قو درک نه لګيده . اخر مې د پرتاګه خولې ورته پورته کړې او هندواڼې ته ورکوز شوم ، هاخوا د يخوا وګرځيدم تکه سره رڼا وه پکې ، نه ګورم چې په بر سر کې درې څلور کوچيان راباندې راغلل او له مايې پوښتنه وکړه :

وه هلکه ! دلته څه کوې ؟ ما ورته ډارن غوندې وويل : چې يو چاقو (چاړه) رانه په کې ورکه ده ، کوچيانو په خټ خټ خندا راته وويل : چې خداى دې خوار مه که ، له مونږه درې اوښان په دې هندواڼه کې ورک دى او دا درې ورځې کېږي چې پسې ګرځو او ته خالي په يوه چاقو پسې ګرد ورد تاويږې ، ځان وباسه څوک به دې تخته کړي …

کيسه ختم شوه او بادشا ورته وويل چې بې شکه يوه جمله هم په کې رښتيا نه وه ، دا دى بې سواله بې ځوابه زما لور شهزادګۍ درسره بيايه او بو يې هم تله .

One thought on “سوچه دروغ/ روایتي کیسه / محمدرحیم سکندر”

ځواب ورکول JILIL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *