خيبراميري

سوړ جنګ ( Cold war )دغه اصطلاح د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دود شوه.
هانګ تن تون په خپل ليکل شوي اثر(د تمدن نښته) کې را کاږې ((دريمه نړيواله جګړه ممکنه نده)) مګر د سړې جګړې پيل له هماغه ۱۹مې پيړۍ را په دېخوا پيل شوي ده. او ښايې دغه جګړه له مخامخ جنګ نه خطرناکه وي، ځکه دا جګړه د فکرونواو عقيدې جګړه ده.

دريمه نړيواله جګړه د متحدينو او متفقينوملکونو تر منځ په ۱۹۳۹ کال پيل او تر- ۱۹۴۵ پوري دوام وکړه ،چې د دغې جګړي مشری د ادولف هيتلر په غاړه وه. د يادې جګړي پيامدونه او نتيجي هم ښکاره وي لکه: ډلېز مرګونه او د نسلونو وژنه او په ياده جګړه کې ۷۰ زره ليټره انساني وينه تويه شوه.

نور نو موږ د يوداسې جګړي ليدونکې کېدای نه شو ،چي په هغه کې دي هستوي صلاح استعمال شې مګر له هغه څخه هم د زوره ور جګړې ليدونکې يو. پښتنه پيدا کېږې، چې دغه ستره جګړه پر کومو ابزارو پرمخ بيول کېږې؟

فکرې جګړه:

دا جنګ پر مسلمان يا اسلامي نړۍ کې ښه تود روان ده. د اسلامې نړۍ ولس هميشه عقيده وي ياعقيدتي خلک دي، او غربي يا غيري اسلامي نړۍ له همدې ټکې په کار اخستلو نړۍ يو قطبيزه کړې ده . او خپل خصمانه او شوم هدفونه په همدغه رنګ د مسلمانانو په مينځ کې پرمخ بيايې ، چې بلا ډيري بيلګې يې هم شته: طالب منځ ته راوړل ، القاعده ډله، داعش (اسلامي دولت ) له افريقا نه د اسيا تر لمني را وستل او داسې نور د وهشت او دهشت ډلي چې نړيوالو ته د مسلمانانو تصوير په داسې ډول وښايې او د اسلام مادې هم ورته توری او بدرنګه انځور کړي ، چې د داسې پروژو ښه تطبيق کونکی په سيمه کې پاکستان او يو شمير نور هيوادونه دي.

تکنالوژيکې جګړه:

دا جګړه هم له ۲۰۰۷ کال را په ديخوا په وطن کې د ځوانانو ، ميرمنو او دولتي يا خصوصي ادارو کارکونکو تر مينځ روانه شوي ده، چې ځوانان يې له مطالعي، زده کړو، ليکوالۍ او داسي نور پوهنيزو برخو څخه لري کړي دي.

د ادارو کار کونکي هم لويه ورځ د کار پر وخت په ټولنيزو رسنيو لکه: فسبوک، ټويټر، وات اسپ، مسنجر اوداسي نور کړنو بوخت دې دا هم يوه ډول جګړه ده ، چې ځوانان هم له کاره ووځې هم له تعليمه …

رسنېزه جګړه: نن موږ او تاسو ګورو چې رسنۍ زموږ په ټولنه کې اهم موقف لري مګر د نه فلټر په صورت کې د ناسم سريالونو خپرول، غيري اخلاقي فيلمونو او داستانونو نشرول ، په هر کور کې مو د ټلويزيون شتون شته او دغه ناسمې کړنی ناسم ذهنيت ورکوي.او له دغه اړخه د بهرنيو ستري پروژي تطبيقيږي او د خلکو ذهنونو ته خپل اهدف څه نا څه ور اغوندې.

په نړۍ کې د دغې جګړي لوبغاړي: چين ، امريکا، فرانسه او برتانيا ده.

امريکا په اسيا کې د خپلې لوبې په فکر

کومه او څرنګه لوبه؟

۱- چين د نړۍ د ستر اقتصادي ځواک په څير د متحده ايالاتو ځای ونيو او مخ په وړاندې روان دی.

۲- د چين او هندوستان له اقتصادي ودې څخه دا اټکل کېږي چې ډير ژر به اسيا د نړۍ د اقتصادي قدرت په څير د اروپا ځای ونيسي.

۳- د امريکا متحده ايالات او اروپايي هيوادونه په دې هڅو دي چې د اسيايي هيوادو د اقتصادي او سياسي پياوړتيا مخه ونيسي او خپل نړيوال اقتصادي او سياسي رول له لاسه ور نهکړي.

امريکا د چين د پرمختګ په لاره کې څنګه خنډونه اچوي؟

۱- د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د چين ګټو ته زيان رسول

دا وخت چين په افريقا کې تر ۲۰۰ بلين ډالرو زياته پانګونه کړې ده. امريکا د چين پانګونې د مخنيوي د پاره په افريقا کې مذهبي تر هګري ته وده ورکوي يواځې د لېبيا په جګړه کې چين تر۲۰ بلين ډالرو زيان يووړ.

۲- د چين سوداګريزې او د راکړې ورکړې لارې غړبجنول

چين له نړۍ سره د سوداګرۍ او نورو راکړو ورکړو د پاره د هند سمندر ته يوه لاره – د ملاکه تنګی- لري. چين په راتلونکي کې د خپل ستر نړيوال سياسي رول او غزيدلو سوداګريزو راکړو ورکړو د پاره د هند سمندر ته د نورو هيوداو لکه برما، بنګله ديش او پاکستان له لارې ځان رسول غواړي. امريکا نه غواړي، چې چين د سوداګرۍ او نړيوال سياسي رول د پاره پراخې لارې ولري.
ددې لپاره په يادو سيمو کې پر بېلابېلو نومو او بڼو کې سياسي او مذهبي را پارولې دي.

۱- بر ما
د روهنګيا بسولمانانو او د بود مذهب منونکيو تر مينخ غال، د ښان، کچين او نورو تو کمونو له خوا د مرکزي دولت پر ضد وسلوال پاڅون

۲- بنګله دېش
په ۱۹۷۰ کې د پنجابي پوځ په ملاتړ د بنګاليانو د ټول وژنې په تړاو د دولت او جماعت اسلامي تر مينځ غال

۳- پاکستان
د بلوڅ قامي پاڅون
په کراچی کې د مهاجر ترهګري

د افغان په خاوره کې د امريکا پټې او ښکاره دسيسې

۱- د ټاليب په نوم جګړي اوږدول

دا وخت په نړۍ کې روانې هغه ټولې جګړې چې د مذهب په نوم کېږي په اصل کې د امريکا د ګټو د خوندي کېدو جګړې دي. په ګران هيواد کې امريکا دخپل شتون د اوږدولولپاره هر ډول پاليسۍ څخه کار اخلي.
تاليب د يوې وسلې په څير کاروي. په ښکاره به دوي هر ډول ډنډورې وهي خو رښتيا دا دې ،چې امريکا،تاليب او پنجابی په دې ټوله لوبه کې سره ګډ دی.

۲- د منځنۍ آسيا په هيوادونو کې خپلي منګلې خښول

امريکا د مذهبي ترهګرو ډلو لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، حزب تحرير، د چيني ترکستان اسلامي غورځنګ، د پاکستان تبليغي جماعت او په زرګونه مدرسو او جوماتو تر پلو لاندې د منځنۍ آسيا تر هيوادو ځان رسول غواړي.

۳- د منځنۍ اسيا د هيوادو تر مخکنيو خزانو ته ځان رسول

۴- هغه ټولې سيمې تر خپله ولکه لاندې راوستل کوي کو مو،چې په راتلونکي کې د تيلو تل ذخيري دي.

۵- امريکا غواړي چې د ډيورنډ کرښې دواړه اړخونه د مذهبې ترهګرۍ ډګر وګرځوي او دلته روزل شو ترهګر د خپلو موخو لپاره و کاروي. د چين، روس او هند د اقتصادي ودو په لاره کې د خنډونو اچوولو لپاره امريکا د خپل مزدور پنجابي په مټ دا مهال د کشمير او سينکيانک بيلتوت غوښتونکي او د ازبکستان سخت دريځه وسله وال په منځنۍ پښتونخوا کې په خپلو روزنيزو مرکزونو کې ځای پر ځای کړي دي .

دې ترهګرو نه يواځې يو ځايې پښتنو ژوند تريخ کړی دی بلکه په لوړو يادو سيمو کې هم په ورانکاريو کې لاس لري

3 thoughts on “سوړ جنــــګ/ لېکوال: خيبراميري”
  1. ډ یرپه زړه پوري اود معلوما ته څخه ډ که خو په تاءسف سره چه د تا ند ویپا ڼه د ځینو لیکنونشرول د فیسبوک له لیا ري چه ډیرې وطند ارا ن ترې ګټه وا خلي مخنیوي کوي ؟

ځواب ورکول shirin shinwarai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *