د امریکا د حکومت د یوه نوي راپور له مخې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې له ځنډ سره سره د افغانستان حکومت د سږکال د جنوري او مې میاشتو ترمینځ د خپل قلمرو په سلو کې پر پنځه برخې حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر یا سیګار چې دا راپور یې خپور کړی وايي، د افغانستان حکومت تر مې میاشتې د خپل قلمرو په سلو کې پر ۶۵،۶ برخې ولکه لرله چې دا فیصدي د جنوري په پیل کې ۷۰،۵ وه.

راپور په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د چارواکو په حواله له هغو سیمو څخه چې په ټیټ لومړیتوب کې دي د تهاجمي حملو لپاره نورو سیمو ته د افغان ځواکونو استول، د طالبانو له خوا د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره اقدامات، له فرصتونو څخه پرځای استفاده او په نیول شویو سیمو کې د استحکاماتو ټینګول د افغان حکومت د دې ماتې علتونه بللي دي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په وینا ډیری هغه سیمې چې د طالبانو په ولکه کې دي، کلیوالې سیمې دي.

د سیګار راپور زیاتوي چې وسله والو طالبانو ته د ځینو سیمو پر پریښودو سربیره د افغانستان وسله وال ځواکونه همداراز د نورو ډلو او د اسلامي دولت یا داعش او د ازبکستان د اسلامي نهضت د وسله والو له خوا هم تر فشار لاندې دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ کال په ترڅ کې به ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. له دې مخکې پلان دا و، چې د ۲۰۱۷ کال تر جنوري میاشتې به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر پنځه نیم زرو ته راټیټيږي.

2 thoughts on “سيګار: افغان دولت په تېرو ٤ مياشتو کې ٥فيصده ساحه باندې کنټرول بايللى”
  1. زموږ غم مه کوی خپلی ګټی تاسی نشی پریښودلی د سیګار را پور نن ترهرڅه ټولی نړی ته معتبر دی ، ډاکترانو تاسی دواړه خو خپل مشکل نشی حل کولی د خدای لپاره زموږ خاوره بیا تروریستانو ته په لاس کی مه ورکوی ، چی نه مذهب منی نه دین منی یوازی د پیسو او دنیایی خواهشاتو غلامان دی تاسی خو کولی شی وطن په اسانی سره پریږدی موږ نه نړی منی نه ګاونډیان ، خپل ملی مشران بیرته راوغواړی ،چی دی ناورین ته پټی کیږدی ، ټول هلکان نن طالبان او داعشیان دی دوی ډیرټیګ تبلیغاتی میډیا د مذهب په نوم چلوی ، ستاسی میډیا هیڅ داسی پروګرام نه لری چی د وطن لپاره ګټه ورسوی ، ګوری که ستاسی دا میراثی سیستم راوان نور به هم خراب شی ، تاسې خپل ملکي اداری ته زر زر تغیر ورکوی مطلب هغه مردار خواره والیان ، رئیسان او نوره ټیټه طبقه کسان زر بدلی کړی چی تر ارګه به ځان راورسوی دوی معامله ګر دی هره ورځ پیسی ټولوی وطن یی هیڅ خدمت ندی کړی دې جنګ ته دوی پکه وهی چی امتیازات ترلاسه کړی

  2. زموږ غم مه کوی خپلی ګټی تاسی نشی پریښودلی د سیګار را پور نن ترهرڅه ټولی نړی ته معتبر دی ، ډاکترانو تاسی دواړه خو خپل مشکل نشی حل کولی د خدای لپاره زموږ خاوره بیا تروریستانو ته په لاس کی مه ورکوی ، چی نه مذهب منی نه دین منی یوازی د پیسو او دنیایی خواهشاتو غلامان دی تاسی خو کولی شی وطن په اسانی سره پریږدی موږ نه نړی منی نه ګاونډیان ، خپل ملی مشران بیرته راوغواړی ،چی دی ناورین ته پټی کیږدی ، ټول هلکان نن طالبان او داعشیان دی دوی ډیرټیګ تبلیغاتی میډیا د مذهب په نوم چلوی ، ستاسی میډیا هیڅ داسی پروګرام نه لری چی د وطن لپاره ګټه ورسوی ، ګوری که ستاسی دا میراثی سیستم راوان وی نور به هم خراب شی ، تاسې خپلې ملکي اداری ته زر زر تغیر ورکوی مطلب هغه مردار خواره والیان ، رئیسان او نوره ټیټه طبقه کسان زر بدل کړی چی تر ارګه به ځان راورسوی دوی معامله ګر دی هره ورځ پیسی ټولوی وطن ته یی هیڅ خدمت ندی کړی دې جنګ ته دوی پکه وهی چی امتیازات ترلاسه کړی

ځواب ورکول Ahmad Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *