لومړۍ برخه
لومړی څپركى
واشنگټن ډي سي
۱۱-۱۹ سپټمبر ۲۰۰۱
په شمالي ويرجينيا کې د سپټمبر يوولسمه سهار ډېر ښکلی ؤ، ښایسته شین اسمان او نرمه هوا لگېده چې د منې زېری یې تر غوږونو رساوه، په همغه سهار زه د خپل کور نه چې د ویرجينيا په الکزاندريه کې ؤ، د نورمال وخت څخه يو ساعت وروسته وخوځېدم. زه له دې ورځې څخه يوازې یوولس ورځې مخکې (د سي، ای، اې)د درې مياشتني تقاعد بدلېدو پروگرام كې شامل شوی وم، ددغه یولسو ورځوپه بهير کې مې په دفتر کې د پاکوالي کارونه ترسره کول اوپه عین وخت کې مې د خپل پينځه دېرش كلن تر ټولو زیات خطرناک خو په زړه پورې ماموریت اسناد او سوانح جوړول.
تقاعدزما د پاره یو ناڅاپي بدلون ؤ اوکه رښتیا ووایم ورته سترگې په لار نه ؤم.
د تقاعد د پروسې د بدلولو پروگرام موخه داوه چې د تقاعد شوي مامورينو د پاره هر څومره چې وکولای شي ژوند اسانه او ارام کړي. د مسلک يو ناڅاپه او حتمي بدلون يو څه اندېښیمن کړم. ما بايد د نوموړي پروگرام لاندې درې مياشتې د هغو نورو کسانو سره چې د خپل تقاوت سره مخامخ او زيات يې زما په باور د ښې راتلونکې هيله ترې درلوده، واوسم څو د سي اې څخه د وروستي ژوند په لټه کې راسره مرسته وکړي. سره له دې چې په خصوصي سکټور كې مې دنده خو ښېدله خو زه په دې چې دقيقاً څه وکړم ډاډه نه وم. د تقاعد د بدلولو له پروگرام مې هيله درلوده چې د څو راتلونکو کلونو د واضح پلان د پراخولو دپاره وخت او مشوره راکړي.
دفتر ته په رسېدو سره ډېر خواشينی وم ځکه چې خواشينونکى خبر مې اورېدلای و، چې د افغان تاجکو محبوب رهبر چې ما ورسره له اوږدې کاري اړيکې درلودې په يوه ځان مرگي بريد كې چې د دوی په قرارگاه پنجشېر کې شوی ؤ، خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
زما لپاره د دې نه نوره بده داوه چې د مسعود جگپوړی سياسي مشاور هم سخت ټپي شوی و، او امکان يې و چې هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.
(مسعود خليلي) او زه دواړه مسلكي همکاران او نږدې ملگري ؤ. د هغه د حالت د خبر په اورېدلو سره خپه او ځان مې بې مرستې احساس کړ.
وژونكي دوه عرب ژورنالستان وؤ او په کومه اسلامي ټولنه (چې تر اوسه نامعلومه: لېکوال) چې مرکز يې په اروپا كې و، اړه لرله. دغه ډېر بد خبر و او عربي نړۍ سمدستي د اسامه او د هغه د القاعده شبکې د ممکنه ښکېلتيا لپاره خپله زاويه د هغوی په لورې وروگرځوله. بن لادن د طالبانو له رهبر ملا عمر لخوا کوربه اود هغه سره په افغانستان كې پټ و، د امريكې دولت ډېره هڅه كوله چې په طالبانو فشار راوړي څو اسامه له افغانستان څخه وشړي. طالبان د گوتوپه شمېر افغان مذهبي شاگردانو څخه چې په شمالي پاکستان كې په ۱۹۹۴ كې د مذهبي سخت دريځه مدرسو څخه په يو داسې ځواک واوښتل چې نن ورځ يې د افغانستان د څلورو څخه درې برخې په واک كې درلودې. يوازنی جدي مخالف نظامي ځواک د طالبانو په وړاندي د احمدشاه مسعود او د هغه شمالي ټلواله وه چې یوازې غرنى او شمال ختیځ افغانستان يې تر والکې لاندې و.
د شمالي نازکه او په تار تړلي ټلواله چې د سيمه ايزه جنگسالارانو څخه جوړه او يوازې د مسعود په شتوالي کې سره يوځای وؤ، د مسعود په مړینې سره نوره هم په لړزه شوله، د اسامه په لاس د ملا عمر ترټولو لوی او وروستنی دښمن، مسعود وژل به د ملا عمر په مقابل کې د اسامه محبوبيت نور هم زيات کړي.
په لانگلي ویرجينيا کې خپل دفتر ته راورسېدم او د پخوانۍ قرارگاه د ودانۍ او د موټرو له تم ځای څخه چې د دروازې څخه يوازې پنځوس گزه شاته وه، تېر شوم. پخوانی تمځاى په دفتر کې د لوړ رتبه مامورينو لکه مرستيال او د سويلي اسيا مدير مسول لپاره ساتل شوی و، زه اوس د يوې کوچنۍ کمزورې ډلې مامورينو له ډلې څخه وم نو په دې اساس مې باید خپل موټر په پخواني لوېديځ تمځای كې درولای وای او دهغه وروسته مې هروخت لس دقیقي تر دفتره پیاده تگ کړای وای. کومه لويه ستونزه نه وه خو زما د ورځني او پخواني مهالوېش د بدلېدو یوه نښه او ياداښت و. زه اوس د ودانۍ په شمال ختيځه برخه کې وم او د لاندينۍ برخې نه چېرته چې زه دوه کاله مخکې وم، نسبتا ارام و.
که نور نه و لږترلږه خپلو انډیوالانو سره نېږدې وم. کله به مې چې اداري کارونه خلاص کړل نو دفتر ته به د راتگ دپاره هره ورځ نه اړ كېدلم. نن سهار دفتر ته د دې دپاره ولاړم چې د خليلي د صحت او شمالي ټلوالې ته د مسعود د مړينې وروسته د جدي او درانده ټکان په اندازه ځان خبر کړم له هغې نه وروسته مې خپل نورمال عادت چې په خوندي کمپیوټروكې د برېښنا لیک او د ورځيني کار کتل وو، دوام ورکاوه.
بيابه مې د لومړۍ فرقې د ریس دفتر مخ ته کافي(قهوه) څښله، دلته څلور يا پنځه کسان ولاړ و او د ټلویزیون کسان هم و، دغه صحنه ډېره غېر نورماله ښكارېدله ځکه چې سهار وخت ډېر مصروف وخت وي او نن سهار جیم هه (نوم) (1) هم موجود و،. زموږ دفتر په بهر كې خلاص وي په داسې وخت كې چې واشنگټن دلته په خوب ويده وي. (لیکوال دلته د وخت تو پیر منظور دى. ژباړن) نو ددې لپاره کله به چې په سهار کې دفتر ته راغلو نو د ساحې(بهر)څخه به د لیکونو دروند بار موجود و، اوهغه باید تنظیم شوى او ځواب ورکړل شوای وای. زه هم ددغه گروپ سره یو ځای شوم او د ټلویزیون د شیشي په لیدو سره هک پک او خوله خلاصه پاتې شوم.
لومړی د د نړۍ والې سوداگرۍ د ودانۍ د ژوبل شوي لورې نه لوگی راپورته شو او د پاک او شنه اسمان په لورې په غوټه غِوټه پورته شو. زما ترڅنگ ددغه کسانو د گروپ په مينځ كې هم حیرانتیا رامينځ ته وه. دوی به ټلویزیون ته کتل اوپه عین وخت کې به په خپل منځ كې هم غږېدل. یوه کوچنۍ الوتکه راغله او دغه وداني يې ووهله. له ځان سره سوالونه راته پیدا شول چې ایا دا د هوايي لیكې سوداگريزه الوتکه وه؟ څنگه دا پېښه وشوه؟ ودانۍ ته څومره زيان ورسېده؟ ماته هغه بي دوه پنځوس ډوله الوتکه رایاده شوه چې په ۱۹۹۴ كې د دوړو ډک سهار له امله د دولت د جگپوړو مامورینو له ودانۍ سره وجنگېده. که څه هم دغې ودانۍ ډېره صدمه ولیده خو بیا هم د چاودنې سره ودانۍ مقاومت وکړ. بی له شکه نړۍوال سوداگريز مرکز هم په مساوي توگه ټینگ جوړ شوی و، يو کس د دغه ډلې څخه وویل چې په ۱۹۹۵ کال كې دنړۍوال سوداگريز مرکز په لاندنۍ برخه کې یو موټر چې د چاودېدونكو موادو څخه ډک و، وچاودېد او ودانۍ په پوره ډول مقاومت وکړ. ټلویزیون ته په کتلو بوخت و او دوهمې الوتکې دوهمه وداني سوری کړه. دغه صحنې ټول ولاړ کسان ولړزول او موږ هم په دې پوه شوچې دغه کومه احتمالي پېښه نه بلکه یو منظم پلان و.
سمدستي د ترورېزم ضد له ریاست څخه پیغام راغی چې لږ ترلږه شپږ سوداگريزې الوتكې تښتول شوی دي. او د نورو بريدونو احتمال هم شته. ټلویزیون ته ولاړ کسان بدلېدل رابدلېدل او ټول سرگردان او لړزانده و. موږ هم د ملیونونو امريكايانو په څېر ټلویزيون ته په حیرانتیا سره کتل.
زه د چاودنې څخه سمدستي وروسته د هغې په سختوالي پوهېدم ولې په دې هیڅ باوري نه وم چې دغسي یو کار دې زموږ تر سترگو تېریږي. سکرترې مې د مېز په سر غوږۍ راپورته کړه او په دقت سره ټليفون ته غوږ شوه. ما هم د ځان سره خاموشي غوره کړه چې سکرترې سترگي راپورته کړې او ویې ویل چې د پنټاگون سره همدا اوس یوه الوتکه وجنگېده او د ودانۍ ۳۹۵ برخې سره څنگ ته برخه يې ووهله. دې خبرې بېواکه کړم او ها خوا دېخوا گرځېدم ځکه چې په پنټاگون كې زما زوی کرستوفر مامور و. سوالونه مې په سر کې گرځېدل چې ایا هغه به ټپي وي، که پکې مړشوی دی؟ زه نه پوهېدم چې د ودانۍ په کومه برخه کې کار کوي خو دهغه د خوندي توب دوعا مې کوله. ماخپلې لور جينې چې د دولت لخوا په ختيځه اسیا كې د بېرو (Bureo)غړي وه، ټليفون وکړ. جیني په ټليفون خبري پیل کړې او غږ یې د احساساتو له امله بند بند کېده، هغې هم دغه خبر اورېدلی و او سمدستي یې کریس ته د ټليفون کولو کوښښ کړی و، خو د ټليفون د شبكې د بوختيا له امله اړيکه ونشوه. ما د جيني څخه د کېټ چې زما بله لور وه، پوښتنه وکړه، جیني وویل چې هغې ته یې ټليفون کړی و او په روزلين ویرجينيا كې وه، او خوندي وه.
كېټ ورته ویلي وو چې تر هغې به په دفتر کې پاتې شي څو چې حالات نورمال شوي نه وي. ما جیني سره په مات غږ خدای په اماني وکړه. ماته دا ښکاره شوه چې ددولت ریاست ودانۍ به په دغسې حالات کې ترټولو جذابه نقطه وي. جیم د خپل دفتر څخه راووت ا و د ټولو د پاملرنې دپاره یې د تیارسی امر ورکړ. جیم ته د اووم منزل لخوا امر ورکړ شوی و. (په اووم منزل کې لوړپوړي چارواكي اوسېدل) چې د سي ای اې دغه وداني باید خالي شي څو لوړپوړي چارواكي په كې خوندي شي.
رپوټونو دا هم وویل چې لږ ترلږه یوه بله الوتکه په هوا كې وه او هدف يې واشنگټن و. په پنټاگون باندې بريد د دې ثبوت و چې په ډي سي (1)کې چارواكې ددوی راتلونكې هدف و او باید ټول د ودانۍ څخه په بیړه وایستل شي. ما هم په زینو کې منډې وهلې او همکاران مې پرېښودل ځکه چې خطر و او دغه صحنه ما ته ډېره ترسناکه او د حیرانتیا وړ وبرېښېده. زما دپاره د سي ای اې سره د کار کولو مختلفې تجربې وې.
نور کله به چې بحران وو، نو کار به دوه چنده کېده ولې دا ځل بحران توپير کاوه او زیاته برخه یې له بحران څخه منډې وهل و. کله چې له دروازې څخه بهر ووتم ومې لیدل چې په زرگونو مامورین په یو ځای وتلي او دسرک په سر يې گڼه گوڼه جوړه کړې وه. زه په قهر خو په عین وخت ډار شوی هم وم.
ما د خپلې مېرمنې او د لور دخونديتوب په خاطر اندېښنه درلوده. له خپل لور كېټ سره مې د اړيكو نیولو کوښښ وکړ خو د ټليفون لیکې ډېرې بوختې وې، ما هیله لرله چې هغه ترهغې په دفتر کې پاتې شي څو چې دغه بحران پای ته ورسیږي. ما د خپلې مېرمنې (بیټسي) سره اړيكه ونیوه. بیټسي په بېروت، لبنان كې د دولت د ریاست لخوا په موقتي توگه په دنده گومارل شوې وه. او هغه په دې پوهېده چې دغسې یوه پېښه به د امرېکې څخه بهر څه اغېز ولري.
بېروت په تېرو څو کالونو کې ډېر خوندي شوی و خو په داسې وخت كې مې دبیټسي په اړه فكر كول اړين نه ؤ. وروسته ماښام ښه خبر دا و چې کریس په هغه شپه تر ناوخته په دفتر کې کار کړی و، او په دې اساس سهار دندې ته ناوخته تللی و. (1)
کله چې پیټاگون سره الوتکه وجنگېدله، کریس یوازې مېټرو سټېشن ته رسېدلای و او کوڅی سمدستي د پېښی څخه وروسته بند وي. هغه خلک چې په کوڅو كې بند و، خوندي او د لنډ وخت څخه وروسته ټول له ساحی څخه بهر شول. جینی او كېټ دواړه کورته په لړزه خوندي راغلي. لږ وروسته بېټسی ماته ټلیفون وکړاو ويې ویل چې تر هغه ټول بهرنۍ الوتنې د امريكې خاوري ته د يوروپ څخه د څو ورځو دپاره وځنډیدل او بېټیسي د یو څو ورځو دپاره په بېروت کې بنده وه.
(1) ليكوال د استخباراتي مامورينو د هويت د خوندي ساتلو لپاره د هغوى نومونو يوازې سرټكي او نيم ليكلي دي. ژباړن
(1) ليكوال د ډي سي څخه منظور واشنټن ډي سي دى. ژباړن
(1) د دغسې بهران په مهال د لوړو چارواكو زامن او د كورنۍ غړي يا په رخصتۍ وي او يا دفتر ته ناوخته ځي!!
نور بیا
ښه موضوع ده خوغواړم چې یوه ټکي ته د ښاغلي لاهور پام ور واړوم چې د دولت اداره چې دوی لیکلې ښایي دا د انګلیسي سټیټ ډیپارټمنټ وي او امریکایان سټیټ ډيپارټمنټ د بهرنیو چارو وزارت ته وایي. معمولا امریکایان وزارت ته ډیپارټمنټ وایي او وزیر ته سکرټري لکه سټیټ ډیپارټمنټ او جان کیري ته سټیټ سکرټري. یا جسټیس ډيپارټمنټ اوسکرټری آف جسټیس…… هیله ده چې په راتلونکو برخو کې یې پام کې ونیسي.