شپږويشتم څپركى

د اكټوبر د شپاړسمې پر سهار مو د مختلفو خبرونو په رارسېدو سره پيل کړ. لومړی له ژمنې سره سم زما او د کاپر تر منځ دپنځلسم اكټوبر د خبرو په څار د کاپر څخه یو خوشبین لیک راغی.

د شپاړسم او اولسم اكټوبر په شپه د سي ای اې لخوا مزار شریف سیمې ته د الفا گروپ د لېږلو په سر د کړنلارې جوړونکې ټولنې په منځ کې یو بل مېز(بحث) چې د شمالي ټلوالې او د کابل د خوا او شا په اړه بايد څه وشي، رامنځ ته کړ. ولس مشر د ژامې ماتوونکي گروپ لخوا په شمال کې د څېړنې څخه خوښ و او د شمالي ټلوالې خلاصون يې سپارښت کړل(ليکوال دلته د شمالي ټلوالې د لومړیو کرښو څخه د کابل په لورې پرېښودل منظور دي. ژ). (1)

افغانستان ته د پوځ د ځانگړو گروپونو په لېږلو کې د ځنډ له امله، د کابل په خوا او شا او د شمال په سیمو کې د طالبانو په وړاندې په جگړه کې د سملاسي پرمختگ د اړتیا فکر را پورته شو. په پای کې کاپر ما ته دا لاندينى دندې را وسپارلې.

ما باید د جنرال فهیم سره بیا لیدلى وای څو ډاډ مې ورکړی وای چې د امريكې حکومت د شمالي ټلوالې سره غواړي کار ته دوام ورکړي او همدارنگه باید فهيم مې هڅه ولای وای څو خپل ځواکونه د جگړې لپاره په بشپړه توگه تيار کړي.

ما باید فهیم ته د هغه د جنگیالو، په پنجشیر کې د ملكي خلکو سره د بشري مرستې او د شمالي ټلوالې هغه قوماندانانو لپاره چې د هېواد په شمال کې يې فعاليت درلود، په ځانگړي ډول استاد عطا ته چې هغه د سي ای اې د الفا ټيم د هغه له سيال جنرال دوستم سره يو ځای كېدلو له امله خپه كېده، نقدې پیسې ورکړې وای.

دغه یو خوشاله وونكې خبر و ځکه چې زه ډاډه وم چې د تېرو څو ورځو خپگان او مخالفت د شمالي ټلوالې شوق سوړ کړی و. د سهار په اوو بجو ميوري چې په خواجه بهاودین كې و، د پاپي سره يې د سپكې لېږدونكي مخابرې چې زموږ په کور کې د لوی مرکزی سیسټم سره تړل شوې وه،اړيكه ونیوه.

د هوا له لارې د خوړو بشري مرستي اکمالات که څه هم چې د همغه سهار د دوو بجو پورې ځنډېدلي و، په كاميابۍ سره تر سره شوي وو. د سي ای اې لخوا ورکړل شوي پراشوټونه، د خوړو درندې بنډلې په ټاکلي ټكي باندې روغ رمټ را غورځولي وو.

جنرال بریالی خان خوښ و او د سهار له سپیدې چاود سره سم یې جنرال فهیم ته د دغه خبر له امله د مخابرې اړيکه ونیوه. د خان کسان د وروستیو بنډلو په راغونډولو بوخت و او خان وویل چې هغه پلان لري چې په همغه ماسپښين به د خوړو وېشل پیل کړي.

موږ هوکړې ته ورسېدو چې ميوري او براډ هلته د دغه پروسې د څارلو لپاره پاتې شي او د اولسم اكټوبر په سهار به دوی د چورلکې په واسطه له هغه ځايه را پورته کړای شي. په پاى كې مې یو څه ښيگڼې انجينر عارف ته وړاندې كړې.
خو بيا مې د سنټ کام(1) لخوا ليک ولوست چې په هغې كې د ازبکستان او تاجکستان لخوا د الوتنی لپاره د اجازې ردولو او د شمالي ټلوالې د ملكي جامو موضوع ته پکې له قهره ډک غبرگون شوی و. د ترورېزم په وړاندې د ریاست څخه د سهار په تلگراف کې لیکل شوي و چې دغه ځنډ په وزارت دفاع باندې په افغانستان کې د امريكې د پوځ د بوټ اېښودلو

موضوع د پرمختگ د نشتوالي له امله د اېن اېس سي يا د امنيت شورا لخوا نور فشار هم زیات شوی و.
که څه هم چې د ژامي ماتوونكي گروپ په پنجشیر دره کې شل ورځې تېریږي او په شپاړسمه او اولسمه شپه د الفا گروپ د مزارشریف سیمې ته ننوځي، تر دې مهاله د امريكې یو پوځي هم افغانستان ته نه دی ننوتلی. دغه حقیقتونه تېره ورځ د اېن اېس سي په غونډه کې د دفاع وزیر ته په خوږمنه توگه په گوته شوي و.

په پای کې د هانک لخوا یو تلگراف راغی او لیکل شوي و چې د کړنلارې جوړونکو ډلې لخوا په ځانگړي ډول د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ډاکټر عبدالله د ليدنې غوښتنې ته لومړنى غبرگون، منفي غبرگونونه و.

د بهرنیو چارو وزارت ځکه د ډاکټر عبدالله د ليدنې مخالفت کړی و چې د افغانستان سیمه ایز گاونډیان به د امريكې لخوا د شمالي ټلوالې د بهرنیو چارو وزیر د مېلمه کولو ته د تاجک شمالي ټلوالې ته د سیاسي تصدیق په سترگه وگوري. او پاکستانیان به په ځانگړي ډول له دغه خوځښت څخه خپه شي او بیا به دغه ليدنه په سويل کې په پښتنو قومونو باندې هم منفي اغېز وکړي.

تلگراف دا هم زیاته کړه چې دغه وړانديز شوې ليدنه به د سي ای اې د قرارگاه لخوا ځکه ملاتړ شوې وه چې دغه ليدنه به د اېن اېس سي ټولنې(1) ته په ډاډه توگه وښيي چې څنگه د ځواکمنو تاجکو سره معامله وشي.

هانک لیکلی و چې په دغه موضوع باندې به کار کولو ته دوام ورکړي. عبدالله او شمالي ټلوالې ته دغه زړه بوږنونكى خبر و چې ما باید ور رسولای وای. ما له ځان سره پرېكړه وکړه چې یوه ورځ یا زیات وخت ياد نه کړم څو د ترورېزم په وړاندي مرکز یا سي ټي سي ته وخت ورکړل شي چې کوښښ وکړي او موضوع زموږ په گټه حل کړي.

انجينر عارف په همغه نهو بجو راغی څو د شلټر نو موسسې د بندیانو د ژغورنې په اړه تازه پرمختگونه راسره شریک کړي. لنډه خو مثبته غونډه وه. عارف وویل چې هغه کابل ته یو افسر لېږلی او د کابل په استخباراتو كې يې د طالبانو له جگپوړي افسر سره بيا اړیکه ټینگه کړې. دغه اړیکه گټوره ثبوت شوه.

د عارف افسر او د طالبانودغه افسر سره وینه شریکه وه(خپلوان و. ژ) او د شلټر نو د بندیانود پرېښودلو دپاره د طالبانو دغه افسر لېوالتيا درلوده چې د پیسو لپاره معامله او خبري اترې وکړي.

د ده لوړ مقام ته په نظر او هغه شمېر خپلوان چې د کابل په پولیسو او امنیتي اورگانونو کې یي لرل، د طالبانو دغه افسر ډاډه و چې د بندیانو چټک خلاصون او د هغوی لېږدونه د شمالي ټلوالې کرښو ته ترتیبولای شي.

د بندیانو د خلاصون لپاره يې څلور ملیونه ډالر د انعام په توگه غوښتل. هغه د پیشکئ په ډول د کومو پیسو هیله نه کوله خو تاكيد يې کړی و چې د دغه ماموریت د سرته رسېدلو په پايله کې د دغه مقدار پیسو غوښتونكى دی. ما ورته وویل چې د دغه ډول خطرناک خو مهم ماموریت د ترسره کولو دپاره څلور ملیونه یو مناسب انعام دی خو باید موږ په احتیاط سره په مخ لاړ شو.

د طالبانو افسر باید په پوره ډول مالومات راکړي چې دهغه پلان به څه ډول پیل شي او د ټولې پروسي په بهير كې به د بندیانو د خوندیتوب لپاره څه ډول گامونه اوچت کړای شي او له هغه وروسته چې بندیان زموږلاسونو ته راشي، موږ به هغه ته د پیسو دورکړې لپاره یو ترتیب جوړ کړو.

د طالبانو دغه افسر ته به تر هغه هیڅ پیسې ور نه کړل شي څو چې بندیان د شمالي ټلوالې تر ولکې لاندې سیمي ته په خوندي ډول لېږدول شوي نه وي.

عارف هوکړه وکړه چې ددغه افسر سره به په چټكې سره کار ته دوام ورکړي. زه د افغانانو په ټولنه كې هغه اړیکو ته حیران شوم چې دوه دښمنې ډلې چې د ژوندي پاتې كېدلو لپاره په جگړه كې سره ښكېل دي، وگړو ته دا اجازه ورکوي چې د داسې یوي سترې موضوع لپاره سره یوې معاملې کولو ته هوکړه کوي.

عارف وویل چې د طالبانو افسر او د هغه ادعاوو ته باید د احتیاط او شک په سترگه وگورو خو هغه د دغه سړي د شخصي گټو لپاره د خپل لوري د تېر ایستلو او غلطولو دغه عمل ته حیران نه و او د ده په نړۍ کې(دده په نظر. ژ) هر هغه هوښیار سړی چې په دغه ډول بایلونكي او له لاس ورکوونكي حالت كې را ښكېل شي، باید دغه ډول کار وکړي.
په پای كې مې عارف ته وویل چې زه غواړم چې د فهیم او ډاکټر عبدالله سره هر څومره چې ژر وي، ووینم. ما ورته وویل چې د واشنگټن څخه زه مثبت خبر لرم. غواړم چې د شمالي ټلوالې سره د طالبانو په وړاندې د جگړې لپاره د ځانگړو تیاري نیولو لپاره نقدې پیسې ورکړم.

کله چې دروازې ته د قدم وهلو په حال كې و، څو خدای په امانى وکړو، عارف وویل چې هغه ته اوس یاد شول چې ډاکټر عبدالله غوښتل چې له ماسره په راتلونكي دوه ساعتونو كې وویني. کله مو چې لاسونه سره ورکول، عارف وویل چې ممتاز به د غرمې په مهال د موټر تيارى وكړي. څو عبدالله ته مو وروليږي.

ډاکټر عبدالله ما او ریک ته بیا د درې په کوزه برخه کې په خپله بانډه(د ښاره وتلې تفریحي کور. ژ) کې انتظار و. دا ځل مې دغه کورته په ښه پام سره وکتل را وکتل. دغه ځای ته د بانډې ویل یو څه تبلیغ كېده. دوه كېسئ کور(په یوه انگړ کې دوه مختلفې ودانۍوې . ژ) چې د لویدیځ ډوله سیوري لرونكې چت یي درلود.

ماته ویل شوي و چې د پوښل شوي برنډې مخ لورې ته چمن اوگلان هم کرل شوي. سره له ښکاره غفلت کولو دغه کور اوس هم د پنجشیر د سیند او د درې زړه راښکونكې منظره لرله.

د کور په دروازه کې عبدالله له موږ سره د ستړي مشې کولو وروسته، موږ په هغه کوټه کې چې واضح د اوسېدلو کوټه ښكارېدله، كېناستلو ته دعوت کړو. یوه عصري چوكې چې سپین څادر پرې غوړیدلی و او څلور نوري کوچنۍ چوكې وې او د کړكۍ خواته یو مېز و چې په سر يې د ټایپینگ یو ماشین او ورسره یو سټلایټ ټليفون په مېز باندې يه داسې ډول ايښى و چې د څرخېدونکي چوكۍ څخه په اسانی سره د لاس په غزولو سره را اخيستل كېده.

د کوټې په کونج كې یو دوه کسیزه چپرکټ چې سپین څادر پرې غوړېدلی و، پروت و. ټول ښایسته او په منظم ډول سره اېښودل شوي و. ډاکټر عبدالله زموږ د ارامه خبرو اترو څخه په ناڅاپي ډول سره هغې جرگې ته د ځان پوهولو لپاره زموږ پام كړ چې هغه فکر کاوه چې په واشنگټن کې به د هغه د بحثونو موضوع وي.

هفه د جهاد په تاریخ باندې وغږېده او د شورویانو په وړاندې د مسعود تاجک ځواکونو رول وښود او د افغانستان د راتلونكي په اړه يې د مسعود سیاسي نظریو ته یوه کتنه وکړه.

عبدالله شمالي ټلوالې ته د واشنگټن په منفي نظر باندې پوهېده او تاكېد يې وکړ چې دی دغه سفر یو فرصت گڼي څو هلته خپله سوانح په سمه توگه ثبت کړي. له دې امله چې دغه سړى په واشنگټن کې د جگپوړو سره د لیدلو د اړیتا په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړ، زړه مې پرې وخوږېده!!

د پخوانیو ليدنو په بهير کې عبدالله د بهرنیو چارو او د افغانستان د څانگې له مسول سره لیدلي و او په دوهمه ناسته كې يې د افغان د چارو له مرستیال سره لیدلي و. دواړه په مناسب ډول(نسبتاً مهم. ژ) لوړ رتبه افسران و.

دا ځل هغه هیله درلوده چې د بهرنیو چارو له وزیر او د ولس مشر لپاره د ملي امنیت له مشاور سره لیدنه وکړي نو په دې اساس د ده پیغام به داځل ډېر اغېزمن وای.

دده له لیدنې سره د منفي غبرگون په اړه مې هیڅ ونه ویل خو زه پوهېدم چې دده ليدنه او كتنه به تر سره نه شي. سي ای اې کولای شول چې تر خپل وس پورې د دغه ليدنې د كېدلو لپاره کوښښ وکړي خو په پاى كې دغه پرېكړې ته د سیاسي نظرپه توگه کتل كېږي او د بهرنیو چارو وزارت به د ورځې په جریان کې خپل نظریات غږول.

بیا هم خوشالوونكي خبرې اترې وې، او د طالبانو په وړاندې د جگړې د څرنگوالي په اړه پکې هڅونكي نظریات تبادله شول. په حقیقت کې له ډاکټر عبدالله سره مې هر وخت خبري کول خوښېدل.

کله چې موږ له عبدالله سره په ليدلو بوخت وو، د باران ورېځې راټیټې شوې ، زه او ریک هم کورته په موټر کې راروان شوو. باد تیز شوی و او د دوړو خړ-نصواري رنگه څپې را تاوېدلې او زموږ موټر یې په داسې حال کې چې د کندو او ژورو ډک سړک باندې ښکته او پورته كېده او زموږ سرونه موټر په چت باندې لگېدل، په شا باندې په زوره واهه.
د باران لومړی سیلۍ د موټر په ښیښه باندې دوړي په خټو بدلې کړې. حرارت هم را ټیټېده او زه په داسې حال کې چې له موټره ساړه څاڅكي را څڅېدل، وریږدولم. په موټر كې د اوږدې چوپیتا وروسته ریک وویل چې یاره ته خو خپه ښکارې، څه خبره ده؟ زما په فکر غونډه خو ښه پای ته ورسېده. هو ستونزه همدغه ده، که چېري دغه سفر تر سره نه شي هغه به مایوسه شي. یو بل مثال چې موږ د هغوی هیلې راوپارولې، او بیا مو تر سره نه کړې.
ریک وپوښتل: ایا ته ډاډه یې چې دغه سفر به تصدیق نه شي؟

ما ریک ته مخ ورواړوه او ومې ویل: ملگریه هیڅ امکان نه لري ځکه چې د سهار تلگراف ټول په ښکاره ډول په گوته کړي و او زه د افغانستان او پاکستان لپاره مرستیال سکرټر پېژنم. هغه د جهاد په کلونو كې په پېښور كې سلاکار جنرال و. او بیا د ۱۹۹۰ کال په وروستیو كې په اسلام اباد كې د امريكې د سفارت مرسیتال و.
ما او هغه د مسعود سره په ۱۹۹۷ کال په مني كې په تالقانو کې لیدنه وکړه. د موټر د څنگ له کړكۍ مې ښکته د درې په لورې وکتل. موږ تقریبا دوه سوه فوټه د غونډۍ مخپورته ختلي و او باران هم د موټر ښیښه د خټو څخه یو برخه پاکه کړې وه.
هغه تاجک نه خوښوي. ستا په یاد دي چې ددغه کال په لومړیو وختونو كې د طالبانو په وړاندې په جگړه كې د مسعود د ساتلو په خاطر د هغه سره د مرستې بحثونه و، نو دغه کس د مسعود سره د هر ډول مرستې کولو مخالفت کاوه.
د ده په وینا موږ باید يوازې افغان ته اجازه ورکړو څو افغان ووژني. او موږ خپل هدف ته چې د بن لادن نیول دي، باید هیڅ ورنږدې نشو. یو سخت جمپ د دروازې سره په کلکه ووهلم او په خپل مټ درد ته مې په کرکه او په قهر سره وروکتل. په هغه وخت كې د ده د څېړنو او تحلیل سره یوازینی ستونزه دا وه چې هغه وخت طالبان د خپلو پاکستانیو او عرب ملگرو په مرسته د غښتلي كېدو په لورې روان وو.

مسعود تنها ولاړ و او که چېري مسعود مات شوی وای نو طالبانو به افغانستان خپل کړى وای. او موږ به نن ورځ دلته په دره كې په دغه موټر كې خپل کوناټي د جمپونو له لاسه ښکته او پورته نه کول. موږ به اوس په تاشکند كې ناست وای او په دې به مو فکر کولای چې څنگه وکولای شو چې د طالبانو په وړاندې گروپونه یوځای کړو او د هغو په وړاندي مقاومت را منځ ته کړو.

One thought on “سي آی اې په پنجشېر کې/ ژباړن: لاهورمنګل”
  1. یو وخت به چې تاند داسې څه خپرول چې سلسله وار به وو، هم به یې سلسلې ته نمبر ورکاوه او هم به یې د تېرې برخې لېنک خپراوه، اوس سړی حیران شي چې د دې لیکنې نورې برخې له کومه کړي. مجبور چې اوس په ګوګل کې ولیکې چې تاند او بیا د مضمون نوم یعنې د لوستونکي له پاره لوی کړاو دی. له همدې امله ما د دې سلسلې یوه برخه ولوسته خو نور یې نشم لوستلی ځکه نه پوهېږم چې له کومه یې پیل کړم. تاند دې لطف وکړي او خپل زاړه سیستم کې دې دا لیکنه هم واچوي. په درناوي

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *