څوارلسم څپركى

زما لپاره راتلونکى ورځ تر ماسپښينه بې گټې وه، په هغه سهار وختي تر بلې ودانۍ پورې د ډاکټر د پيداکولو په هيله کوږ وږ ولاړم.

بك د دووپيلوټانو، سټان او مېوري دچورلکې دبيارنگولولپاره په استنه كې دچورلكې ډگر ته ولاړل. چورلكه داوسني رنگ په درلودلوسره په دره كې ښكاره نښه وه اوداهغه څه وو چې موږنه غوښتل، دچورلكې نوى رنگ به دشمالي ټلوالې دشنه كموپلاژ(هغه وسيله چې ددښمن دغولولولپاره كارول كېږي. ژ) له نمونې سره سمون ولري، زه د دوی تگ ته د تیارۍ او بیا په تللو ډېر لږ وپوهېدلم.

ډاكټردمعاينې داسې وسيله نه درلوده چې زمادناروغۍ لامل څرگندكړي، هغه وويل چې سپېرو(يوډول مکروب ضد درمل) چې بازارته نوي توليدشوي مكروب ضد درمل و، وکاروم اوهرڅه چې وي له منځه به يې يوسي.

يوه دانه مې وخوړله اوكوټې ته مې ځان وروڅکاوه د ایموډیم په کارولو سره یې د ناروغی علایم يو څه کم کړل او یوه اندازه مایعات مې وڅښل.

سهارناوخته راويښ شوم، يوڅه ښه وم، خوبياهم یا خو تشناب ته نږدې وم اویا خو پرېکړي بوتلانو ته نږدې اوسېدلم.

له غرمې وروسته (كه څه هم چې زه یې له خوړلو تېر شوم) مې له ريك سره دراتلونكوڅو ورځولپاره دپلان جوړولوپه هكله وليدل اومهم ټكي موطرح كړل، موږبايددجنرال فهيم سره ليدلي وئ، څو د سي، اى، اې سره دهغه د همكارۍ هوكړه اودعارف هغه څرگندونې چې دامريكې ځانگړي ځواكونه كولاى شي چې د پنجشېر دره د خپلو عملياتو د مركزپه توگه وكاروي، تصديق كړې واى.

مادعارف خبروته دشك په سترگه نه كتل خوماغوښتل چې همدغه څرگندونې له فهيم څخه په نېغه واورم.

موږدشمالي ټلوالې له لومړيوكرښوڅخه چې دكابل په شمال كې پرتې وې، د جي پي اېس كوارډيناتود اخيستلولپاره د فهيم هوكړې ته اړتيا درلوده.

دگډڅارگر دفتر جوړولو لپاره موكريس په خبرو اترو كې راگډ كړ، له هغه څخه مې د بهترينومشورو هيله درلوده.

كريس اوممتازپه لاندينۍ ودانۍ كې يوه مناسبه كوټه خوښه كړې وه اودكوټې لپاره دڅو لويومېزونو د پيداكولوكارهم روان ؤ، كريس وويل چې د دېوالونودپراخه ساحې(خالیگا) په درلودلوسره كولاى شوچې دعملياتودسيمې نقشې ورسرېښ کړواوممتازيوه اندازه لوى مقياسه نقشې چې شمالي ټلوالې درلودلې، راوړې.

ممتاز د شپې په لسو بجوراغى اوخبر يې راكړچې جنرال فهيم، انجينرعارف او د شمالي ټلوالې د بهرنيوچارو وزير عبدالله عبدالله زموږ سره د ليدنې لپاره د یو ساعت وروسته راروان دي.

عارف تېرماښام وويل چې دپېژندگلوى غونډه به د شپې ناوخته پيل شي، ما هیله درلوده چې ترهغې به مې ناروغي یو څه صبر وکړي. د ا چې زه ډېرستومانه اوكمزورى شوى وم او د ارام لپاره مې اړتيا درلوده خو د فهیم سره لیدنې لپاره لېواله وم.

سره له دې چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې پينځه سوه زره ډالر وركړل، مابياهم غوښتل چې فهيم ته يوه لويه اندازه نغدي تاديه وركړم، څو د لومړيوكرښوځواكونه دجگړې لپاره تياركړي.

د پيسو د پام وړ اندازه به دشمالي ټلوالې مشران خوښ كړي، سي، اى، اې له دوى سره د مرستې په كولو کې جدي وه او دا به زموږ د گروپ سره په همكارۍ كې مستقيمې اومثبتې پايلې ولري.

ريك اوزه ولاړو او د توربكس څخه مو يومليون ډالر په کاغذ کې تاو او تیار کړل. غونډه له ټاكلي وخت سره سمه پيل شوه د دوى درې موټره كاروان دخړو او نسواري رنگه دوړوپه كولوسره راورسېد.

له فهيم سره دستړي مشي اوداخل ته دهغه دبدرگه كولوپه خاطر افغاني كاركوونكو منډې او رامنډې پيل كړې.

غونډه د ودانۍ په لانديني پوړكې چې ممتازپكې اوسېده پيل شوه.

په كوټه كې ارزانه لمڅی پينځه ياشپږ چوكۍ اوڅودانې محلي جوړشوي بالښتونه هم پراته وو.

دكوټې كړكۍ خلاصې وې او ارامه وږمې له مالوچوڅخه جوړې شوې پردې د بېړۍ د پردوپه څېركوټې ته دننه راننه باسلې.

ماله فهيم سره له دې وړاندې هېڅ نه و ليدلي، اوكه رښتياووايم دمسعوداوشمالي ټلوالې سره د ټولوكلونودكارپه بهیر كې مې دده نوم يو يا دوه ځلې اورېدلي ؤ.

فهيم منځينى نږدې پينځه اعشاريه نهه فوټه ځواني، دربلى اوكلك جوړښت لري، گردى مخ اوپوزه خو يې په ښکاره ډول څوځلې له دې پخوا ماته شوې اوبيا بېځايه پيوندشوې وه، چترالي پكول يې په ټنډه راټیټ اودگڼو ورېځودپاسه يې ايښى وي.

هغه د مسعوداو انجينرعارف ترټولوخوښ رنگ خړخاكي پتلون اغوست، دهغه مخ به همېشه خريېلئ او دپنجشېرمشرانوپه منځ كې غيرعادي ښكارېده.

د غږېدلو پرمهال هغه عادت لري چې د سړي سترگوته ځيرځيرگوري او نږدې زيات وخت يې نه (زامبې) پټوي او دخبري كوونكي غبرگون سره په مساوي ډول عمل كوي،
په چوکۍ کې لږ رامخکې اوخبروته پوره پاملرنه وركوي.

هغه په انگليسي ژبه نه پوهېږي، حتى په نېمگړې انگلیسي هم نه پوهېږي، دا هغه څه ؤ چې عارف اوعبدالله دځان دگټې لپاره د فهیم سره د دغه او نورو غونډو پرمهال یې ترې گټه پورته کوله. ممتاز زموږ د لیدلو لپاره د رسمي ژباړن په توگه کارول كېده.

د څواونيوپه تېرېدوسره پوه شوم چې كله مسعودپه ۱۹۸۰ كال كې راوگرځېد، فهيم له هغه سره يوځاى شو، هغه د مجاهدينو د كوچنۍ ډلې چې په شمال كې يې د تاجكستان له سرحدسره فعالیت کاوه، مشري په غاړه درلودله.

هغه يوکلک اوسرټمبه جنگیالی ؤ، نوپه دې اساس هغه د مسعود احترام ځان ته قايل كړاو ده ته يې ترټولو لويه دنده چې مسعود تر دغه مهاله چاته نه وه سپارلې، وركړه.

 د ۱۹۸۰ كال په وروستيوكې فهيم دجنرالۍ رتبې په درلودلوسره د مسعود تر ټولو لوړ پوړى سيمه ييز قوماندان ؤ، ماته داهم ويلي شوي وو چې كه څه هم چې مسعود دفهيم له شخصيت سره په ځانگړي ډول مينه نه درلوده خودده دسيمه ييز مهارت له امله يې پرې پوره باوردرلود، په دې اساس يې هغه ډېراړين باله.

وروسته انجينرعارف اوعبدالله دواړوپه جلا ډول وويل چې دمسعودله مړينې وروسته فهيم ؤچې دواك واگې يې په لاس كې واخيستې اودشمالي ټلوالې مشرتوب يې يوموټى وساته، دوى دواړووويل چې هغوی اودمسعودخواوشاټول ددغه ناورين له امله په لړزه او وېرېدلي وو اوفهيم دواك واگې په لاس كې واخيستې اوپه ټلواله باندې د واك اچولوپه خاطريې دمسعوددمړينې اعلان ترهغې چې په شمال کې نورو قوماندانانو ته د ټلوالې دثبات ډاډوركړل شوى نه وي، وځنډاوه.

په ماسپښين يې هغه چورلكه چې مسعوداوخليلي يې تاجكستان ته لېږدول، له ځان سره كړه او ټلوالې ټولو لوړ پوړو قوماندانانو ته پخپله ورغى، كه چېرې فهيم دغه پياوړې او اړينه پرېكړه نه وای كړې ښايي چې شمالي ټلواله د مسعودله مړينې وروسته په لومړيوڅو ورځوكې له منځه تللې واى.

ماله ډاكټرعبدالله سره پخواهم څوځلې ليدلي و، په لومړي ځل په ۱۹۹۷ كال كې مې د مسعودسره دليدنې پرمهال په تالقانوكې هغه وپېژاند او بيامې په ۲۰۰۱ كال د اپرېل په مياشت کې په پاریس کې دمسعودپه سياسي سفر كې چې غوښتل يې په اروپايې ټولنه كې خپل ملاتړ زيات كړي، ورسره وليدل. ډاکټر یوازینۍ هغه بل کس ؤ چې د مسعود سره زما د لیدنو پرمهال یې په محاوره کې فعاله ونډه لرله.

هغه منځينى قد، ډنگر بدن او لنډۍ پاكه ږيره لري، هغه هر وخت فيشني لوېديځ ډوله جامې په تن كوي، خاكي ډوله پتلون اوسپورت ډوله جاكټ اغوندي.

په انگليسي ژبه پوره مهارت لري اوده په ټولوغونډوكې دمسلكي ژباړن په توگه د دري څخه انگليسي ته په مودبانه ډول د ژباړن غلطۍ اصلاح كولې (ممتازبه دژباړن په توگه كارېده. ليكوال) او له هغه سره يې داصلي كليمې په پيداكولوكي مرسته كوله.

ډاكټرعبدالله يو ارامه غږېدونكى، مودب او د ښه خوى خاوند دى، هغه ته د اصلي پنجشېري په سترگه نه كتل كېدل، ځكه چې يوازې مور يې د پنجشېر وه او دغه حقيقت مسعود د ډاکټر عبدالله سره د ښو اړیکو او په هغه باندې د باور کولو څخه منعه نه کړ.

دكلونوپه تېرېدوسره مسعودهغه دمشاور ډاكټر له چوكۍ څخه د لوړپوړي سياسي مشاورپه توگه ومانه، زه نه پوهېدم چې فهيم به په غونډه كې له څه شي پيل كوي خوزه ډاډه وم چې عارف به هغه ته زموږدگروپ داهدافواوغوښتنوپه هكله مالومات وركړي وي، ماله فهيم څخه دمثبت غبرگون اوهركلي هيله درلوده خوڅه موضوعات و، چې موږله عارف سره ذكركړي و، زموږافغاني كوربه (فهيم، ژباړن) ته له ستونزو ډك برېښېدل اوهغه داچې په پنجشېركې دامريكې دپوځ په لويه كچه په پوځي يونيفورم كې شتوالى به د افغانانوله نيوكوسره مخ شي.

دشمالي ټلوالې له نورجگپوړوقوماندانانوسره زموږدگروپ په خپلواكه توگه تماس درلودل يوبل ممکنه مخالفت ؤ.

ما د لیدنوپرمهال د مناقشو سره کوم مشکل نه درلود، موږهم اړ ووچې دډېروموضوعاتوسره مخالفت وكړو، ځكه موږغوښتل چې دامريكې لويې گټې خوندي كړواوشمالي ټلوالې غوښتل چې دواك نازكه كړۍ باندې خپل موټی خوندي کړي.

ماغوښتل چې ټول مخالفتونه دنرم روش اودصادقانه معاملې له لارې حل اوپاى ته ورسېږي.

نو د دې لپاره ماپلان درلودچې د فهيم سره به د هغو سرېښناکه موضوعاتوذكر کوم چې دئ دهغې د ذكركولوسره بې ميلي ښايي، زموږ د گروپ دشمالي ټلوالې سره په خپلواك ډول دتماس درلودلودپرېكړې دبدلولوسره مخالف وو.

سي، ائ، اې دشمالي ټلوالې له مهموقوماندانانوسره يوازې تماس درلودل نه بلكې موږغوښتل چې له هغوى سره په هرڅومره بيړه اوخوندي ډول وكولاى شوخپل گروپونه ځاى پرځاى كړو، دنورموضوعاتوپه اړه هم زموږدريځ دغه ډول ؤ.

دسيپټمبرله يوولسمې څخه شپاړس ورځې وروسته دامريكې دولت دالقاعدې سره دجنگ كولودپلان باطلول نه غوښتل، دشمالي ټلوالې له قوماندانانوسره دسي، ائ، اې د خپلواکه تماس نيولوپه اړه به دفهيم مخالفت ته واشنگټن دكوچنۍ جگړې په توگه چې غواړي خپلې محدوده سياسي گټې وساتي، وگوري.

دپاكستانيانواو د واشنگټن غړمبهارخولاله پخواپيل ؤ، دوى ويل چې په سويل كې دپښتنو قومونه هم مخكې له دې چې دشمالي ټلوالې سره په پوره ډول بوخت شوبايددجگړې ډگرته راوړل شي.

پښتانه په عنعنوي ډول دافغانستان واكمن تېرشودي پاكستانيانوهم په لوړاوښكاره ډول د تاجكيانو او نورو لږگكيو د واكمنېدو له امله دبدبختۍ خبر وركاوه، مانه غوښتل چې روان اور ته نور هم تېل ورگډكړم اوماته دغه مهم حالت ښه او واضح ښكارېده.

طالبانواو د هغوى عرب ملاتړودجنگي ځواك زياته برخه په شمال كې په دوه عمده كرښووېشل شوې وه.

يومخكينۍ دېوال يې دلوېديځ څخه ختيځ ته دكابل څخه جلال اباد، دپاكستان سرحدته نږدې غزېدلى ؤ، بل يې له شمال څخه سويل ته يانې دتاجكستان څخه ښكته دكابل په سرله كرښوسره وصل كېده، په نقشه كې داسې ښكارېده لكه غټ (L) حرف چې رسم شوى وي اودهېوادشمالي برخه يې دپنجشېر سيمې څخه چې د دوى لپاره خنډ ؤ، بېلوله.

دشمالي ټلوالې اته زره جنگيالي وو، او د طالبانو پر وړاندې يې مخالفې ساكنې كرښې جوړې كړې وې، د دواړو ځواكونو زور په مساوي ډول زورور ؤ او يوبل کرښې يې نشوې ماتولى، اوله يوكال څخه زيات وخت لپاره حالت په ساكن ډول پاتې ؤ.

د هېوادپه سويل كې طالبان په دې توانېدلي وو، چې ټول پښتانه قومي مخالفين له ماتې سره مخ اوپه موثره توگه يې بې وسلې كړي (له درنو وسلوڅخه. ليكوال) په سويل كې له ټوټه شوي قبيلوي پښتنوڅخه دطالبانوپر وړاندې ديوه منظم نظامي مقاومت جوړول به د امريكې  له ټولو هڅوسره سره په مياشتومياشتو وخت ونيسي.

دطالبانولومړۍ كرښې د امريكې  د هوايي ځواكونولپاره بې له شكه غني چاپېريال ؤ، زه په دې ډاډه وم چې د بمونو د غورځولو يو متمركز كمپاين به دطالبانواو د عرب ځواكونود روحيې وژونكي وي، طالبانوزياته كاميابي دسختې جگړې له لارې نه بلكې د رشوت وركولو او په نتېجه كې د محاصرې له لارې لاسته راوړې وې اوزياتوجنگي پېښويې ډېرې لنډې اوكمي مرگ ژوبلې درلودې.

طالبان دهغه ډول سزا اوبمبارۍ سره تراوسه نه وو مخ شوي چې دامريكې دهوايي ځواكونولخوا ورسره دوى په راتلونكي جگړه كې مخامخ كیدل.

د درنې مرگ ژوبلې او د ورځې او ورځوپه دوام بمبارۍ به طالبان په پاى كې له ماتې سره مخ كړي.

عرب جنگيالي امكان لري تريوه حده زيات پاتې شي او خنډ جوړ کړي خوشمالي ټلواله به دهغوى مقاومت مات كړي.

كه چېرې موږاسماعيل خان چې په هرات كې ؤ او دوستم او عطاچې په سويلي مزاركې وو، مجهز اوسمبال كړو، دوى به په هغه سيموكې طالبان ماتولی شي. د پنجشېرپ ه سميه کې دطالبانوماتې به په ډاډ سره طالبان په ټول شمال کې راوغوځوي.

د امريكې دهوايي ځواكونو په مرسته به او دقوماندانانوپه واسطه دهغوسړكونوبندول چې سويل ته تللي وو، په شمال كې دطالبانوزياته برخه تسليمېدو ته اړ او يابه ووژل شي. دكابل اوشمال لوى ښارونه به دشمالي ټلوالې لاسته ولوېږي، له دې امله به په سويل كې پښتانه قومي مشران دطالبانوپروړاندې دبريد لپاره زړور او د هغوى په وړاندې به خوځښت پیل کړي.

ښايي چې په سويل كې جگړه يوڅه وخت وغزېږي ځكه چې پښتانه ټوټې ټوتې (كوم منظم پوځي ځواك يې نه درلود، ژباړن) اودچټكې كاميابۍ ترلاسه كولولپاره په كمزوري سلاح سره سمبال ؤ، خودامريكې د هوايي ځواك په مرسته به بېلانس او تعادل د طالبانوپه ضد واوړي. دكاميابۍ لپاره مهمه لارپه شمال كې وه او دغه كاميابي د فهيم تر امر لاندې دشمالي ټلوالې په ځواكونوپورې تړلې وه.

ماغوښتل چې د دغه مهم حقيقت څخه دتمركز د بدلولومخنيوى وكړم، مافكر كاوه چې حقيقت واضح ؤ اوپه واشنگټن كې دجگړې پلان كووونكي به زماپه ډول فكركوي، زه نه پوهېدم چې په واشنگټن كې دامريكې دپوځ جگپوړوچارواكوپه شمال كې دفكرتمركزكولولپاره مې مخې ته څومره لويه مبارزه پرته ده.

دجنرال فهيم سره زموږ لیدنې نږدې دوه ساعته دوام وكړاودليدنې زياته برخه هغه موضوعات وو چې مااوريك دانجينرعارف سره تېرماښام څېړلي وو.

ولې موږدرې ته راغلي يو؟ دهمكارۍ لپاره زموږ څه پلان دى؟ د امريكې متحده ايالات به په راتلونكوڅواونيوكې څه وكړي؟عارف ته ورته وينامې ده ته هم وكړه او هغه موضوعات مې تشريح كړل چې اړين وو.

فهيم له تشريحاتوڅخه خوښ ؤ، ریک غوښتنه وكړه چې جنرال فهيم دامكان په صورت كې دېرش سرتېري زموږ په واك كې راكړي څو زموږ دگروپ پواسطه د ژغورنې او پلټلو قطعې په توگه وروزل او وكارول شي.

دامريكې د ځانگړوقطعاتوتر رارسېدلوپورې به زموږ روسی جوړ چورلكه به يوازېنى چورلكه وي چې دطالبانودكرښوهاخوا ممكنه لوېدلې امريكايي پېلوټ وژغوري اوله سيمې څخه راوباسي.

فهيم د دېرشوسرتېرو په وركولوهوکړه وکړه اودكسانودروزلو لپاره د هغوى دهرڅومره ژر غونډېدلوپه صورت كې لومړني تدابېر ونيول شول.

ریک دشمالي ټلوالې له لومړى كرښوڅخه دجي پي اېس كوارډيناتوپه اخيستلوسره بياهم ټينگاروكړ، ځكه موږ د بمبارۍ د پيل كېدو له نېټې څخه ناخبره ؤ، نوپه دې اساس دجي پي اېس كوارډيناتواخيستلوته لومړنۍ اړتياوه.

فهيم زموږگروپ دكابل لومړۍ كرښوته دسفرلپاره دتياري نيولوهوكړه وكړه او ويې ويل چې دكابل دلومړۍ كرښې امٍرجنرال بسم الله خان ته به دنده وركړي څو د گروپ سره پخپله كار وكړي، د شمالي ټلوالې له نورو قوماندانانوسره چې له درې څخه بهر ؤ د سي ای اې د اړيکو موضوع راپورته کړه او ومې ویل چې د دوستم او اسماعیل خان سره خو لا له وړاندې په اړيکو کې یو او د څو راتلونکو ورځوپه بهیر کې مې د عبدالرسول سیاف سره پخپله د لیدنې لپاره پلان جوړ کړی دی.

فهيم په دغه نظرباندې نيوكې وكړې، خوپه خپل بحث كې مودب ؤاو ويې ويل چې سي ای اې لپاره له دغوكسانوسره نېغې اړيكو لرلو ته كومه اړتيا نشته، ځكه چې شمالي ټلواله په دغوقوماندانانو باندې بشپړ واک لري، نوله دوى سره يواړخيزې اړيكې به دامر كړۍ كمزورې او گډوډې كړي اوپه هغوځايونوكې به ستونزې جوړې كړي چې اوسمهال په كې نشته.

ما له قوماندانانوسره ديواړخيزواړيكولپاره خپل دلايل وړاندې كړل او ومې ويل چې واشنگټن به دغه اړيكوته دوام وركړي، د فهیم د هوکړې او نه هوکړې په پام کې نه نیولو سره به دوام ورکړي.

ماله ده سره ژمنه وكړه چې زه به له نوموړو قوماندانانوسره له اړيكواوله هغوى سره دمرستې په اړه هغه خبروم.

هغه ته پيغام ورسېد، كه څه هم دئ په دې اړيكوخوښ نه ؤ، خوله قوماندانانوسره دنېغواړيكوحقيقت يې ومانه.

دليدلوپرمهال يوه جالبه برخه دفهيم پروړاندې دډاكټرعبدالله اودعارف غبرگون ؤ، د نظامي موضوعاتوپه وخت كې فهيم غږېده او په ښكاره فهيم مشر ؤ، خو دسياسي بحث پرمهال به عبدالله اوعارف خپل نظريات تبادله كول، د فهیم د خبرو د ژباړې په پاى كې به عبدالله په انگليسي ژبه يا د فهيم تبصرې پراخولې او يا به يې د فهيم په تبصروكې سمون راوست.

په یوه برخه كې ډاكټرعبدالله يوڅه وويل، دغه موضوع په خاطر چې فهيم ورڅخه په بشپړ ډول نه ؤ خبراوموږ هم په هغه ټكي باندې پوهېدلو لپاره له هغه سره مرسته وكړه. كله چې عبدالله هغه تبصرې چې په انگليسي ژبه يې كړې وې په دري كې دفهيم لپاره وژباړلې، په خوله كې يې وژولې (داسې چې هغه پرې پوره پوه نشي، ژباړن) زما باور خو دا ؤ چې كه څه هم عبدالله اوعارف فهيم ته د نظامي موضوعاتو په اړخ كې درناوى درلودخوپه سياسي ډگركې د فهیم له مشرۍ سره هیڅ یو هم خوښ نه ؤ.

په همغه ليدنه او وروسته په نوروغونډو كې ما د فهيم پر وړاندې د عارف اوعبدالله په گډسلوك گمان وكړچې دوى غواړي فهيم په نظامي برخه كې دبري اخيستلولپاره وكاروي اوبيايې له طالبانوڅخه وروسته په سياسي مبارزه كې څنډې او له صحنې وباسي.

ماهغه بكس چې يوميليون ډالرپكې ؤدوى ته وركړاوفهيم ته مې وويل چې دغه بوديجه بايددراتلونكي جگړې لپاره دخپل نظامي ځواك دتيارولولپاره وكاروي، ماورته وويل چې عارف ته مې يوه شپه وړاندې 500000 ډالر وركړل اوهيله لرم چې هغه بوديجه به دعارف دسازمان (څارگرسازمان، ژ) دځواکمن کولو لپاره وكارول شي.

ماتټینگار وكړچې د ځانگړې اړتيا پروخت کې نورې پیسې هم شته. پيسې مې دكوچني مېزپرسرچې زموږمخې ته ايښودل شوى ؤكېښودې، خوهېڅ يوه دبكس داخيستلولپاره حركت ونه وكړ، دلیدنې په پاى كې كله چې دلاسونووركولولپاره ټول ولاړشو، بياهم هېچابكس اوچت نكړ، حتى ترهغه پورې چې موږکوټه پرېښوده، بياهم چا اوچت نه كړ. ديوې شېبې لپاره مې فكروكړچې ښايي دوى پيسې ونه غواړي، عارف ممتازته دخبروپه وخت كې دبكس داوچتولولپاره اشاره وكړه، ممتازبكس په يولاس اوچتولوخود ډېر وزن لرلوله امله نږدې ؤچې ويې غورځوي، ماته يې وكتل اوموسكی شو، ماوويل چې هو يوميليون ډالر د هغه اندازې څخه چې ته باور لري، ډېر وزن لري!

زه ډېرستومانه وم اوپه دروازه كې مو الله په اماني سره وكړه، زه د دفتر برخې ته لاړم ، څو د ليدنې په اړه تلگراف ولیکم، كله چې زه راغلم كريس د هغه پرمختگونوپه اړه چې ده اوعارف دگډڅارگردفترلپاره لاسته راوړي ؤخبركړم، كوټه تياره شوې وه، نقشې يې هم په دېوالونوپورې نښلولې وې اودټلوالې مخابروي الات هم ځاى په ځاى شوي ؤ، عارف څلور ځوانوافسرانوته دنده وركړې وه چې دممتازترامرلاندې نوبتي دندې ترسره كړي اولږترلږه باید دوه كسان له دغوافسرانوڅخه په كوټه كې ويده شي، څوپه كوټه كې ۲۴/۷ (څلورویشت ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې) کسان شتون ولري.

ددغه گروپ لپاره بل گمارل شوى افغان حفيظ نومېده، هغه یوتجربه لرونكى جنگيالى ؤاودندې ته په رښتياسره وفاداراوهڅاندافسرؤ.

په هغه ماسپښين حفيظ ؤچې هرڅه يې سرته ورسول، كريس اوحفيظ سمدستي كارپيل كړاودحفيظ په مرسته يې په هغه ورځ درې ياڅلورڅارگررپوټونه برابركړل اوكريس په راتلونكيو څوساعتونوكې هغه واشنگټن ته لېږدول، ماله افغانانوڅخه تردوويادرېيوورځوپورې دكارپيل كېدلوهيله نه لرله، نوددې لپاره يواغيزناك پيل ؤ، او ماموریت د عارف د هڅوونکې مرستې نښه وه.

کمپیوټر ته كېناستلو او د فهیم سره د لیدنې پایلې مې د تلگراف په واسطه ورولېږلې. ريك ته مې وويل چې زه به يې وليكم اودى به يې وروسته د لېږلو وړاندې د بدلون اوبڼې وركولوپه خاطروگوري، ناروغ احساس مې کاوه سر مې گرځېده، زه پوهېدم چې ډېركم وخت به وپاېږم، كله چې ماپه رپوټباندې كاركاوه، دگروپ نوروغړود ورځې په پېښوباندې بحث كاوه.

هوايي كاركوونكي دچورلكې درنگولوله امله خوښ وو، اودمازيگر مهال يې دنده سرته رسولې وه، بك دكلك كاغذ څخه دچورلكې دراجسټرنمبرپه خاطردنمبروشكلونوجوړول څو د چورلكې په لكۍ نمبروليكي، مافكروكړچې دغه كاربې اغېزې دى، ځكه دغه نمبر ډېر اضافه جعلي ښکاري خودومره ناروغ وم چې تبصره مې هم نشوای کړلای. ما د رپوټ ليكل پاى ته ورسول خوله پايلو یې هومره خوښ نه وم او په هغه شېبه کې دومره ورپسې ونه گرځېدلم.

ريك راغى چې تلگراف بشپړکړي، پوهېدم چې د اسهال بله څپه راروانه ده سیپرو(يوډول دارو) بل ډوز(خوراك) مې له ډاكټرڅخه راواخيست او د خپلې كوټې په لورې وخوځېدم.

ټوله ورځ به ويده او بياويښ شوم، خوبیا وروسته په همهغه شپه بيا دفتر ته دقرارگاه سره داړیکې د څارلو لپاره راغلم. دلسنيمو ساعتونودوخت دتوپيرله امله واشنگټن په هغه شېبوكې كارپيل كاوه اوموږكارپاى ته رساوه، نيمه شپه خوب ته لاړم، سټان اوكريس مې دڅارگرورپوټونودپاى ته رسولولپاره په دفتركې په داسې حال كې پرېښودل چې پاپي په ډېركوښښ سره سامان الات فعال ساتل اوپریکړې بوتلان مې په همغه شپه بیا هم وکارول.

0 thoughts on “سي آی اې په پنجشېر کې/ ژباړن: لاهور منګل”

ځواب ورکول Noor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *