تاند- سي این این تلویزیون په یوه تازه راپور کې ویلي چې ایران افغانان سوریې ته لېږلي چې د بشار اسد د رژیم پرضد د مخالفانو پر ضد وجنګېږي.

سي این این په یوه ویدیو کې ځیني افغانان ښودلي چې د بشاراسد د رژیم مخالفانو نیولي دي. هغوی وايي چې ایران د میاشتې پنځه سوه ډالره معاش ورکوي.

یوه تن نیول شوي افغان وویل چې ایران سوریې ته د بي بي زینب د زیارت د دفاع لپاره لېږلی او فکر کوي چې له امریکا سره جنګېږي.

د سي این این خبریال د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان ختیځ ته تللی او هلته یې داسي کسان لیدلي چې په ایران کې پوځي زده کړې ورکړای شوي او سوریې ته تر سفر مخکې یې له خپلو کورنیو سره خدای پاماني کړې ده.

په دې راپور کې ویل کېږي چې ایران افغانانو ته پر پوځي زده کړو سربېره هر تن ته د میاشتې پنځه سوه امریکايي ډالر معاش هم ورکوي.

ایراني چتارواکو تراوسه پوري د سي این این د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې پخوا د ایران له لوري سوریې ته د افغانانو د لېږلو په باب خپاره شوي راپورونه د تهران چارواکو رد کړي ول.

2 thoughts on “سي این این تلویزیون هغه افغانان وښودل چې د سوریې په جګړه کې نیول شوي”
  1. دجنگ دلاسه،فقر،بی علمی دشمنانوته پخپله موقع په لاس ورکول دی چه افغانان په پنحه سوه دالرحانونه وژنی،هرهغه حوک چه ددی حالت مسول دی اول هدایت اوکه نه. خدای د
    تباه کری

ځواب ورکول faridullah saidy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *