سپنتا له ترهګرو سره مرسته رد کړه

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار نن په ولسي جرګه کې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي موافقې په اړه ځیني مهم جزییات، چې تراوسه نه ول بیان شوي، څرګند کړل.

رنګین دادفر سپنتا وویل چې امریکا له افغانستانه د بګرام هوايي اډه غواړي او هغه خبرې سمې نه دي چې ګنې امریکا په ګڼو ولایتونو کې د دایمي اډو غوښتونکې ده.

سپنتا وویل چې د امریکايي پوځیانو ډلې به په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره موجودې وي. ده وویل چې دا نهه ډلې به هم د افغانستان د حکومت په اجازه او خوښه تر هغو په دغو ۹ سیمو کې وي چې افغان امنیتي ځواکونه یې روزنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

ده تایید کړه چې امریکا د بګرام هوايي اډه په مستقل ډول غواړي.

سپنتا په عین حال کې وویل چې له مختلفو هیوادونو سره یې د امریکا د اډې په اړه خبرې کړي خو له یوه هیواده پرته نورو ورسره مخالفت نه دی کړی.

سپنتا وویل:«د افغانستان او امریکا امنیتي سند له یوه هیواد پرته د نړۍ ګڼ شمېر هیوادونو حتي چین او روسیې هم تایید کړی دی.»

د سپنتا په وینا د امریکايي پوځیانو وړې ډلې به په ګردېز، هرات، شینډنډ، مزارشریف، هلمند، جلال اباد، کابل او کندهار کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

سپنتا ونه ویل چې کوم هیواد د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې مخالف دی خو تر دې مخکې ایران په ښکاره مخالفت کړی دی.

سپنتا له امریکا سره په امنیتي موافقه کې د اختلاف د مواردو یادونه هم وکړه، خو ویې ویل چې د افغانستان اکثره غوښتنې منل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر سلاکار وویل امریکا د افغانستان شرایط منلي دي لکه دا چې پر افغانستان د تېري په وړاندې به امریکا د افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو د هغو پناهځایونو پرضد به مبارزه کوي چې له ډیورنډه پوري غاړه موجود دي.

سپنتا د امنیتي تړون د لاسلیکېدو دفاع وکړه، ویې ویل که افغانستان دا موافقه ونه کړي افغانستان به له هغو مرستو بې برخې شي چې په توکیو او شیکاګو کې په ملکي او پوځي برخو کې زموږ له هیواد سره شوې وې.

ده دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې پر دې موافقې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ مشورتي لویه جرګه جوړېږي.

طالبانو او حزب اسلامي له امنیتي تړون سره مخالفت کړی او د جرګې برخوالو ته یې خبرداری ورکړی دی. نن د جرګې سیمې ته نژدې یوه ځانوژونکې حمله وشوه.

امریکا او نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ پوري به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د کال څلور ملیارده او سل ملیون ډالره مرسته ورکوي.

4 thoughts on “سپنتا : امریکا یوازې د بګرام هوايي اډه غواړي”
  1. سلام!دسپنتاخبرہ دامریکااڈی پہ گنہ گونہ کی نہ دی .مشت نمونہ خرواراست.ایادننگرھاراڈہ دتورخم جلال اباد پہ لار گنہ گونہ کی نہ دہ

  2. وایی مرپه سه شو چی سایی وخته.سپنتاکه لگ راکلک کی نوخودبه وای چه په بگرام کی هم افغان اردو ته روزنه ورکوی.

  3. وایی له موره میره مهربانه شوله.
    پورتنی دری واړه تبصری دیوه معلوم الحاله پاکستانی دی چی لږ لږ پر پښتو پوهیږی. پنجابیان دا حق نه لری چی زمونږ د هیواد د بهرنیو اړیکو په اړه نظر څرګند کړی. لا تر اوسه دلته افغانان ژوندی دی او خپل هیواد مونږ ته د خپلو سترګو له کسی نه هم ډیر ګران دی. زمونږ مشرانو که فیصله وکړه چی امریکا ته د پوځی اډو اجازه ورکوی ، د افغانستان ولس ته د منلو وړ ده او که کومه بله فیصله یی وکړه ، بیا هم د منلو ده. کله چی پنجاب د بلوچستان د ګوادور اډه امریکا ته ورکړی وه ولی یی له مونږه نه وو پوښتلی او کله چی پنجاب او ایران د سنتو او سیاتو نظامی سیاسی پکتونو کی چی په هغوی کی امریکا ، پنجاب ، ایران او د سیمی ځینی نور هیوادونه شامل شوی ول ، دوی له چا نظر غوښتی وو. اوش تون او نشین د تمامه ورځ خپله لکۍ چیچی . وایی چی کاروان تیریږی او سپی به غاپی.

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *