سپینه ماڼۍ

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۹مه: سپینې ماڼۍ په یوه بیانیه کې د طالبانو لخوا د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې طالبانو په دې کار سره سولې ته شین څراغ ښودلی او دا کار یې د ستاینې دی.

سپینې ماڼۍ همدا راز ویلي، چې امریکا د بې ګناه وګړو د برمته ساتنې غندنه کوي، خو د طالبانو لخوا د لسو افغان زندانیانو د خوشې کېدنې تر څنګ د دریو طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کوي.

سپینې ماڼۍ ویأي، امریکا دغو پرمختګونو ته د امید په سترګه ګوري چې د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه به ورسره ډېر ژر د سیاسي لارې حل شي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر غني څخه هم مننه کړې چې د سولې د هڅو پرمخ بیولو کې چاپېره دی او له دې سره هم مهاله د افغان ځواکونو په پیاوړتیا هم کار کوي.

په بیانیه کې همدا راز د طالبانو په بریدونو کې کموالی هم د سولې نښه بلل شوې چې د امریکا د حکومت په اند افغاني مذاکراتو ته به هم ورسره لاره خلاصه شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ افغان حکومت درې طالب بندیان خوشې کړل او ورپسې طالبانو تېره ورځ د امریکايي پوهنتون دوه استادان او لس افغان سرتېري له خپل زندانه راخوشې کړل.

2 thoughts on “سپینه ماڼۍ: د بندیانو په تبادله د سولې نښې رانږدې شوې دي”
  1. د امریکا د توری ماڼی چارواکی داسی مهال دا خبری کوی او بی ګناه کسانو په اړه خپل دریځ وړاندی کوی چې د یاد هیواد ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې په افغانستان کې په جګړه ییزو جرمونو کې ښکېل سرتېري، چې د بې ګناه افغانانو د وژنې تور ورباندې وو او د محکمې له لوري په بند محکوم شوي وو؛ وبښل.

  2. http://www.taand.com/archives/101230

    پاکستان وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جګړه نه شي کولی
    http://www.taand.com/archives/139418
    طالبان: بندیانو مو له افغان حکومت سره د مذاکراتو پیلولو په بدل کې نه دي راخوشې شوي

    http://www.taand.com/archives/139426
    کندوز کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ غړي وژل شوي او ۱۴ ژوبل دي

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *