تاند- سپینې ماڼۍ پرون /جمعه/ وویل، د امریکا حکومت هیله لري چې د افغانستان نوی ولسمشر امنیتي موافقه لاسلیک کړي او امریکايي پوځیان اجازه ترلاسه کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
د سپینئې ماڼۍد مطبوعاتي دفتر ريیس جوش ارنست وویل:«باور لرم چې د نوي منتخب ولسمشر د لوړې مراسم د دوشنبې په ورځ جوړېږي. موږ هیله لرو چې هغه به له مراسمو وروسته امنیتي موافقه سمدستي لاسلیک کړي.»
د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر مشر ارنسټ وویل:«هغه په خپله ژبه ولاړ دی، زه باور لرم چې په خپله خبره به ودرېږي.»
منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي چې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته به له امریکا او ناټو سره امنیتي موافقې لاسلیک کړي.
حامد کرزي سره له دې چې د امنیتي موافقې په اړه لویه جرګه راوبلله او جرګې د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو سپارښتنه ورکړه خو وروسته حاضر نه شو چې دا موافقه لاسلیک کړي.
ولی سمدستی هغه ويلی چي قرارداد به أمضأ کړی، بلی اما په کومه محتوا سره نوی ولس مشر حق بايد ولری چي دقرارداد دمتن سره ، دشرايطو دبدلون پر اساس خپل دريځ غوره کړی نه داچي کال وړاندی ليکنی شوی اواوس به هغه په پټو سترګو أمضا کوی زما په اند دا مسله وخت ته ضرورت لری .
موږ خو پدی پوهه نه شو چی ولی امریکایان دومره بیړه لری چی وایی امنیتی تړون ډیر ژر لاسلیک شی. او یا چی وایی نوی ولسمشربه پیښمانه نه شی.. په ورځ کی خو یو واری دوی د امنتی تړون خپره کوی.ولی د امریکایانو سره دا پوښتنه نه پیدا کیږی چی کله ۱۳ وړاندی افغانستان ته راتلل له چا څخه یی د راتللو اجازه غوښتی وه زما په ګمان د نوی منتخب ولسمشر اشرف غنی لخوا باید امریکایانو ته ښه درنه شرایط وړاندی شی. د افغانستان مصارف پری ومنی، ، مالیه افغانستان ته ورکړی، همدارنګه امریکایان دی ته محبور کړی چی په پاکستان فشار راوړی تر څو پاکستان د طالبانو د حمایی څخه لاس واخلی او طالبان سولی ته مجبور کړی.