سپینه ماڼۍ

تاند- د سپینې ماڼۍ یوه ویندوی د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل، امریکا هیله لري چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به له متحدو ایالتونو سره دوه اوخیز امنیتي تړون د سږکال تر پایه لاسلیک کړي خو کېدای شي چې دا ضرب الاجل د جنورۍ تر لومړیو پوري وغځول شي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویندوی جاش ارنیسټ خبریالانو ته وویل:«که تاسي پوښتنه کوئ چې د جنورۍ په لسمه به د موافقې لاسلیک لویه ستونزه جوړه کړي، زه وایم احتمالاً نه. څه چې فوق العاده ستونزه جوړوي دا دي چې د لاسلیک کولو لپاره فوري اقدام ونه شي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی، چې ځان د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د حملو په خاطر د خپل ولس تر سخت فشار لاندې احساسوي، له امریکا سره د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره دوه اساسي شرطونه ایښي چې یو یې د افغانانو پر کورونو د بهرنیو ځواکونو د حملو پای ته رسېدا ده او بله له وسله والو طالبانو سره د سولې د بهیر پیلېدا.

کرزی باور لري چې د جګړې د پای ته رسېدا کیلي د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

د سیاسي چارو ډېر کارپوهان وايي چې ممکن تر یوه حده امریکا او تر یوه حده ولسمشر کرزی له خپلو شرطونو راټیټ شي او امنیتي موافقه لاسلیک شي.

دې ته په پام سره چې له امنیتي موافقې سره د کرزي د مخالفت په غبرګون کې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د جګړې د بندولو هیڅ راز ژمنه نه ده کړې، کارپوهان باور لري چې دا مسله کرزی مجبوروي چې له امریکا سره په امنیتي موافقه کې بالاخره معاملې ته غاړه کښېږدي.

3 thoughts on “سپینه ماڼۍ وايي، د جنورۍ تر شلمې دې امنیتي موافقه لاسلیک شي”
  1. دغه امریکایی وایی چی څه به امریکا نرمښت راولی په خپل دریځ کی او څه به ولسمر کرزی را ټیټ شی او طالبانو هیڅ دجنګ بندولو قصد نه لریی نو کرزی مجبور دی چی دخپل دریځ څخه پر شا شی او امنتی ټړون امضا کړی او داهم وایی چی دافغانستان دجنګ کلی دامریکا او پاکستان سره ده
    نو زموږ بیسوادو او عامو خلګو ته دا په اثبات ورسیدل او راته یقینی شوه چی دا امریکا دی چی زموږ سره جنګ کوی او دا امریکا ده چی زمو ماشوما عاجزی او ښځی سپین ږری او بیګنا خلګ راوزنی
    نو دسیاست پوهانو څخه خواهیش لرم دڅان تاوان دنظره وباسی او دافغانستان دګټی او تاوان باندی داسی مفصلی تبصری وکړی او رسنیو ته ورکړی دغه خبری چی امریکایان کوی پر دغو خپل نظر و اچوی

  2. حامدکرزی دتړون لپاره ټول اړخونه راوسپړل له ګاونډیو هیوادونونظریی یی مالومی کړی په خپله په افغانستان کی یی هیوادوال وتلل چی پدی هکله څه نظر لری؟اوس دهندوستان وارراورسید په پای کی دټولوخواو په نظر راټولولو سره دی دی ته اړکیږی چی دغه سند په امریکی باندی هم ځینی شرایط قبول اوبیا یی لاسلیک کړی ویل شوی چی آن له طالبانوسره هم ځینی پټی خبری شوی ترڅو وکولای شی طالبانوته هم پدی هکله تریوه بریده قناعت ورکړی چی په راتلونکی حکومت کی که طالبان راګډکاندی خوپه هرصورت کززی د غه سند ددی لپاره چی یوبد نوم ورته پاتی نشی ځنډولی ځکه همدااوس هم څه موده مخکی کله چی مشورتی جرګه راغوښتل کیده نودده رقیبانوپه تیره بیا شمالی ټلوالی به ویل چی دادده دخپل خوښی خلک دی خوکله چی دهغوپریکړه دکرزی له نیت سره مخالفه وه نواوس وایی چی کرزی دخلکوپریکړی ته احترام نکوی دااودی ته ورته خبری دی چی حامد کرزی هڅه کوی تر څو دی سند ته دټولو لیوالتیا زیاته کړی

ځواب ورکول Mirza Abidy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *