راپور: راز خوږیاڼی
نېټه: ۱۳۹۸، وږي، ۱۵مه
سپینغر ادبي بهیر یارانو خپله (۲۵) ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپینغر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې یې سنګر جانانخېل سمبالولې او د استاد وسیع الله ګوهرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمه څوکۍ مشر شاعر استاد رحیم الله ارماني ته ځانګړې شوې وه.
د تېرې ناستې راپور عمران تسل ولوست. رحیم الله ارماني او شریف الله خاکسار یې پۀ اړه وویل، چې راپور ښکلی لیکل شوی و؛ خو که لږ ورو او پۀ حوصله لوستل شوای وای لا بۀ یې خوند کړی وو. دواړو وړندایز وکړ، چې راتلونکې کې دې راپور لوستونکی راپور ورو او په حوصله ولولي.
د غونډې د پیل خبرو لپاره د ناستې مشر استاد محمد رازق “ځلاند” دریځ ته راوبلل شو. هغه پۀ خپلو خبرو کې وویل، خوشحاله دی چې د خپلې سیمې ځوانان د سپینغر ادبي بهیر تر چتر لاندې سره راټول ویني او د یو بل خبرې او سالم انتقادونه پۀ پوره مینه اوري. استاد ځلاند زیاته کړه چې موږ بۀ پۀ راتلونکې کې هڅه وکړو، چې د اوونیزو مشاعرو تر څنګ د ځینو حقدارو لیکوالو او شاعرانو ستاینغونډې او یاد غونډې جوړې کړو، چې لۀ دې لارې د هغوی د ادبي خدمتونو حق ادا او پر ځای کړو، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پای کې لۀ ملګرو وغوښتل چې د مشر او سپینږيري شاعر استاد شمشېر د شعري ټولګې پۀ چاپ کې پوره همکاري وکړي، چې شعرونه یې خوندي او د ورکېدو وژغورل شي.
یاده دې وي د بهیر د کرهکتنې برخه د جانان خدرخېل غزل ته ځانګړې شوې وه؛ خو د خدرخېل د ناوخته راتګ لۀ امله کرهکتنه پاتې شوه او بلې اوونۍ ته وځنډېده.
وروسته ازاده مشاعره پیل شوه چې بریالي ملنګ، شریف الله خاکسار، استاد شمشېر، رحیم الدین رحیمي، خالد اکبري، وسیع الله ګوهرخېل، عليحیدر توحیدیار، مسکینیار دانش، برکت اسیر، جانان خدرخېل، محمود ځلاند، بریال وزیروال، هدایت الرحمن ډاډ، عزت الله خوږیاڼي، بشیر احمد حقیار، جانولي ثاقب، احمد نظري، تراب زهیر، راز خوږیاڼي، جمشېد تکل، نسیم الله ارین، رحیم الله ارماني، عارف الله خوږیاڼي، محمد رازق ځلاند او عارف الله نېکمل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هرکلی وشو، یاده دې وي چې مشاعره ځینو ګډونوالو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.
لۀ مشاعرې وروسته مشر مېلمه استاد رحیم الله ارماني د غونډې د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو، ارماني صاحب وویل، غونډه ډېره خوندوره او پۀ زړۀ پورې وه. موږ باید پۀ خپل ځان کې د بل چا د سالم نقد د منلو زغم پیدا کړو او پۀ پوره حوصله یې باید ومنو، چې پۀ راتلونکې کې لۀ نیمګړتیاوو خلاص او د بریا تر پوړیو ورسېږو، ارماني صاحب زیاته کړه، ټول هغه ځوانان چې غواړي ځان د بریالیو او هدف ته د رسېدونکو کسانو پۀ ډله کې شامل کړي، باید د همداسې ادبي غونډو او مشاعرو ګډونوال پاتې شي. نوموړي د خپلو خبرو پۀ وروستیو کې د سپینغر ادبي بهیر پر جوړښت او بریا خوښي وښوده او دا یې د خپل زړۀ تر ټولو ستر ارمان یاد کړ، چې پۀ خپله سیمه کې دې داسې یو بهیر ولري چې د سیمې ځوانان او فرهنګیان د همدې بهیر تر چتر لاندې یو ځای او راټول وویني، چې لۀ نېکهمرغه دا ارمان یې ددې بهیر پۀ جوړښت پوره وبالۀ، هغه لۀ ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې پۀ خپلو سیمو او کلیو کې دې هغه کسان چې لا هم ددې بهیر پۀ جوړښت او ادبي غونډو خبر شوي نه دي خبر او لۀ ځان سره دې راولي، چې د یاد بهیر لۀ کیفیاتو برخمن او زده کړه پکې وکړي،
یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد وسیع الله ګوهرخېل پۀ دعایه پای ته ورسېده.
سید عبیدالله نادر
د علم په وزرونو
څوک په قطرې کې، د خلــــقت لـوی دریابونه ویني
څــوک په خپل پوهـه، په ذرې کې جــــهانونه ویني
څوک دي سپیرو خـاورو ته تل، په تغافل کړي نظر
خــــــاوند د عــــــــقل په کې واړه، اندامـــونه ویني
ځکه تیر شوي په دي خاورو دي ،مغرور تاجداران
چې دعــــبرت خاوند په کې ، ښـــکلي مخونه ویني
د عبرت بین نظر له پاره، د عــــبرت نــــــښي دي
خـاوند د حــــال د لته په روڼ نظر، حــــالونه ویني
په دي چـــمن کې ، د عـــــــبرت او انـتباه خاوندان
په هره پاڼه کې اســــــرار، او حکـــــــــمتونه ویني
چا ســـره نه وي ، د راتلونکي ، او ســــبا هم اټکل
څــــوک آئینې د تـــــجربـــــو کې، واټــــنونه ویني
دردمن د خــــــپلې پیرزویـــــــــــنې،لورینې په لید
په هر قـــــــدم کې دي وطن ته، بــــــهارونه ویني
یوه ډله ځـــــــان نه ، ناخـــــــــــبره قدرت په نیلي
په آئینې د تکبر کې ، خـــــــپل ځـــــــــانونه ویني
هغوي مدار د انســـــانیت ته ، له تحــــــقیقه رسي
چې خود سازۍ په ســخته لار کې زحمـــتونه ویني
د تلسکوپ په ســـــترګوتل ، د علم و فن خـــاوندان
په سلسلې کې د تحــــــــــــقیق، کهکــــشانونه ویني
منم چې یو ورځ به مو، وطن کې ستر بدلون راشي
ځکه د زړه ســــترګي می تل دا پیـــــــغامونه ویني
که مو انجونې او بچیان ، په ښـــه تعلیم شي سمبال
نو په رڼا د معــــرفت به مــــــــــــو، دردونه ویني