foto : lotte :

موبایل یې وشرنګید. زنګ له خارجه و. ځواب یې ورکړ:
هلو
ــ سلام خورکۍ! ودې پیژندلم؟
ــ علیکم لالاګله، بلا دي واخلم، وروسته له ډیره وخته!
ــ هه هه هه، بیا په ګیلو سر شوي .دا غږ دي ولي داسي ستړی دی؟
ــ له هاغه مخکیني کوره یې په مخه کړم، همدا اوس مې بل کورته کډه راوړه
ــ په یوه ځای ټیک نه درځي، بیا ولي؟
ــ د کور خاوند کرایه لوړه کړه، له مجبورۍ را بار سوم.
ــ ښه، ځه سم کار موکړی. رښتیا دښځي نړیواله ورځ دي مبارک شه!
ــ ښځه او ورځ یې، دا څه اورم لالا؟
ــ لیونۍ ته له خپلوحقوقو ناخبره یې، په دې کال دوولس میاشتو کې، خو به یوه ورځ ښځو ته هم رسیږي.
ــ لالا لیونۍ نه یم، چې سړی د خپل خدای بښلي پلار په هډ کې هیڅ حق ونه لري، نو په خدایې ورځو کې یې حق له کومه سو!
ــ بیا دي څه اوریدلي،د پلار له هډه دي منظور څه ده؟؟
ــ تیره میاست کلي ته تللې وم، هوري خبره سوم چې د خدای بښلي پلار کور، ځمکه او جایداد دي ټول په ډالرو بیباد کړي او دالته په خارج کې دي بنګله ور باندي اخیستي. خیر ده چې له حقه مې منکر یې، یوه پوښتنه خو به دي را څخه کوله. پلار خو موسره ګډ و!
ــ ته خو سمه لیونۍ یې، اول داچې د پلار مشر اولاد زه یم، میراث یې هم زما حق کیږي، بله داچې تر اوسه یوې پښتنې د پلار په میراث کې د حق دعوا نه ده کړي، دا خبره به خامخا بل چا په خوله کې در کړي وي.
ــ هو نو، چې د نارینه پر وړاندي د خپل حق خبره کوم، خامخا به لیونۍ یم!
ــ ډیره سپین سترګې یې، چا ویل چې ته زما خور یې، له حق سره دي مخ پرته شه، نور نه غواړم غږ دي واورم!
ــ وئ لالاګله؛ دا څه وایې…هلو، هلو، هلو

‎‎ستوکهلم ۸\۳\۲۰۱۶

5 thoughts on “سپین سترګې پښتنه/ موسکا حقانيار”
  1. موسکا خور یو تریخ حقیقت لیکلی، زموږ د ټولنې همدغه حال دی، د مبارزې په ډګر کې د همدغسې لیکنو دوام پکار دی.

  2. دا قیصه می ډیره خوشه شوه
    دا خو بالکل داډول ده لکه زموژ د ځای خبره او قیصه. یوه ورورهم پر خور څو لکه ولور واخیستی ځان ته یې واده پر جوړ کی او هم یې د پلار په میراث
    کشی هیڅ حق ور نه کی
    لعنت د خدای دی وی پر داسی ورور چی خورکۍ په کرایې کور کشی اوسی او دی د پلار میراث په ډالرو خرڅوی او په خارج کشی بنګله رانیسی او خپله خور لیونۍ تر پام ورځی
    نامرد نه دی نو څه دی

  3. ډیره په زړه پورې کیسه وه. رښتیا هم زمونږ په هیواد او په تیره بیا په پښتني ټولنه کې د شرم په نامه میرمنې له خورا زیاتو حقونو څخه بې برخې څه چې آن په خپلو حقه حقونو لا خبرې هم نه دي. هیله ده چې کورنۍ او په خاصه توګه زمونږ وروڼه د خپلو خویندو او میندو د پوهاوی د کچې په لوړولو کې مرسته وکړي. زما په آند خیر که پښتنې میرمنې د میراث له حقه محرومې دي خو هغوی د تعلیم له حقه مه محروموئ ! دا د پلرونو او میندو ایمانی او وجداني دنده ده.
    په خورا درنښت
    ماري لقماني

  4. ډیــره مـنـنـه ډیـره خـونـده وره قیصه
    ډیــره خـوګه قیـصه وه پـه والـلـه چی لـه سـتـرګـو می اوښکی لاړی
    مـونګ هـر پـښـتـو تـه دا پـکار ده چی خـور ئي بی وسه وی
    بایـد چی مرسـتـه ورسـره وشـی او د پلار ده میراس نه سه ورکړی شی

ځواب ورکول ظریف خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *