په وروستیو کې مو د دوه ډوله طالبانو په اړه اوریدلي و، چې یوې ډلې ته يې وسله وال طالبان وايي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندیې جنګېږي او بل ډول ییې د دیني مدرسو طالبان دي  چې په نظامي فعالیتونو کې برخه نه اخلي خو دیني زده کړې کوي.

خو د سپینو طالبانو په اړه ښايي ډیری خلک په ځانګړې توګه هغه چې د هیواد له سهیلې برخو سره ډیر تړاو نه لري بلد نه وي! سپین طالبان هغه شمیر امریکايي سرتیري دي چې اوږدې ږیرې لري،سپین لوی لوی پاجونه تړي، غالباْ سپین کمیسونه او پرتوګونه اغوندي، په پښتو ژبه روان ګړیږي او له عادي ییزو ترانسپورتي وسیلو کار اخلي. دغه ډله امریکایان د کمانډو  په ځانګړو ځواکونو پورې تړاو لري چې په دې وروستیو کې یې د فعالیت ساحه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالي وه.

د سپینو طالبانو د افسانوي وجود په اړه مې لومړی ځل په نیویارک ټایمز کې یوه لیکنه ولوسته، دې ورځپاڼې لیکلي و چې د سپین طالبانو توپیر ان د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکیو ته ګران کار و، ځکه امریکایانو خپله ظاهرې څیره داسې برابره کړې چې اکثره وخت یې له ملایانو سره توپیرنه کېږي.

  دغه امریکايي سرتیري په ۲۰۰۵ م کې په ارغنداب کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وو. تر شاوخوا دوه کاله مخکې پوري ارغنداب د تاوتریخوالي له نظره د کندهار په نا امنه ولسوالیو کې شمېرل کېده. د دې ولسوالۍ اوسیدونکیو ویل چې ډير وخت سپین طالبان نه پیژندل کیدل. د یادې ولسوالۍ یو بزګر کیسه کوي: یوه ورځ د انارو په باغ کې سپین طالب باندي مې د وسله وال طالب ګومان وکړ، هغه له کرولا موټره راکوز شو، سپین کالي یې اغوستي او توره تراډه یې له سره تړللې وه، کټ مټ لکه ملا صیب چې وي . د ارغنداب د ناګهان کلي اوسیدونکی سردار محمد وايي، ډیری وخت سپین طالبان له ملایانو سره د ډیر شباهت له امله غلطیدل. هغه وايي (( سپین کمیس پرتوګ، لویې ږیرې، پر تندي تورې پټۍ، په پښتو ژبه روانې خبرې هغه څه و چې هر څوک ېې تیرایسته خو د توپیر یوازینی ټکی یې شنې سترګې او سره مخونه وو چې دوی يې سره بیلول))

 دا یوازي عادی کلیوال نه وو چې د ملایانو او سپینو طالبانو ترمنځ توپیرکول ورته ګران شوی و، افغان ځواکونه هم تیر وتل. یوکلیوال ویلي، دوه کاله وړاندي د روژې په میاشت کې یو تن سیمه ییز پولیس پر سپین طالب باندي د وسله وال طالب ګومان کړی و، او د ټوپک شپیلۍ یې پرې را اړولې وه، خو وورسته ورته جوته شوه چې هغه سپین طالب (امریکايي) دی.

په زړه پاک او ساده کلیوال به کله ناکله سپین طالب باندي د افغان وسله وال طالب ګومان کړی وي او تیروتی وي، هلته چې جګړه وي عقل هم سم کار نه کوي، خو ښايي داسې یوه ورځ به هم راشي چې د سپین طالب د ماموریت دوره پای ته ورسیږي خو کېسې به يي زموږ سره پاتي شي لکه د انګریزانو د تاړاک پرمهال چې یوه کېسه مشهوره ده.

وايي د کابل زړه پل خشتی جومات کې کوم انګریز ملا څوکاله امامت کړی و، کله چې نوموړي افغانستان پریښوده خپلو مقتدیانو ته یې لیک ولېږه او ورته ویې ویل چې خپل د څو کلونو لمونځونه را وګرځوي ځکه د ده بې ایمانه یا هم بې اودسه امامت یې کړي دي.

3 thoughts on “سپین طالبان / همایون بابر”
  1. افسوس چی نن ورځ موږ ته د دښمن ظلم ظلم نه ښکاری او هغه ته پر افغانانو فوقیت ورکوو. که په دی دنیا نه وی نو په اخرت کی به ضرور ددی پوښتنی ځواب را نه غوښتل کیږی.

  2. I am agreeing with Khadimul Husaian ” you will find wild animals like Talib in all parts of the world. These animals placed record of drinking human blood in the world especially in the Afghanistan.

ځواب ورکول Hazbullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *