تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هیواد د پوځ یو سرتېری پرون /پنجشنبه/ سهار مهال په پکتیا ولایت کې ووژل شو.

دا په یوه اوونۍ کې دوهم امریکايي پوځي دی چې په افغانستان کې وژل کېږي. تر دې وړاندې د تېرې شنبې په ورځ /جولای ۷/ په یوه نفوذي حمله کې یو امریکايي پوځي وژل شوی و. (تفصیل)

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په پکتیا کې د امریکايي پوځي ترڅنګ یو افغان سرتېری هم وژل شوی دی.

د دغه پوځي له وژل کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفات شمېر په روان ۲۰۱۸ م کال کې ۳ تنو ته ورسېد.

د آی کژولټي ویبپاڼې، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه د امریکايي او ناټو پوځیانو د مرګ ژوبلو شمېرې خپروي، د راپور له مخې، تېر (۲۰۱۷) کال په افغانستان کې ۱۷ بهرني پوځیان وژل شوي وو خو سږ کال تراوسه د بهرنیو وژل شویو پوځیانو شمېر ۳ تنو ته رسېږي. درې واړه وژل شوي پوځیان امریکایان دي. د تېر کال په ۱۷ وژل شویو کې ۱۵ امریکایان ول.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې پرون /پنجشنبه/ په کندوز کې ۸۰ تنه افغانان وژل شوي چې شاوخوا ۴۰ یې افغان امنیتي ځواکونه ول.

په غزني کې ۲۵ وسله وال طالبان او په جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښتو کې د دواړو خواوو ۶۰ تنه وژل شوي دي.

One thought on “سږ کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو تلفات ۳ تنو ته ورسېد”

ځواب ورکول Arsalan khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *