تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر نن ناڅاپه جوزجان ته تللی او له جنرال عبدالرشید دوستم سره یې کتلي دي.

د جنرال رشید دوستم د مطبوعاتي دفتر ویاند حبیب قویاش وايي، د جنرال مېلر د سفر موخه معلومه نه ده خو دواړه دا مهال په شبرغان کې د جنرال دوستم په کور کې په خبرو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم نن د عبدالله په پلوۍ په ګاونډي فاریاب ولایت کې لاریونونه پیل کړي دي، همدا راز نوموړي تر دې وړاندې ولسمشر غني او په شمال کې طالب وسله والو ته هم ګواښونه کړي دي.

راپورونه وايي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې هم د ثبات او همپالنې د پلویانو د نننۍ مظاهرې اکثره برخوال د جنرال دوستم پلویان ول.

نوموړی له دریو کلونو راهیسې له ارګ څخه مرور او په جوزجان کې دېره دی.

One thought on “سکاټ میلر، په جنرال دوستم پسې شبرغان ته ورغلی”
  1. د میلر په راتګ سره افغانستان زموږ پاکستان ضد څیره یعنی قومندان امنیی د کندهار ښاغلی جنرال رازق د وژلو قضیه پیدا شوو مګر دوستم یو وخت امریکایانو ته ویلی وو چی تاسی له افغانستان څخه مه ووځی ځکه تاسی دلته په افغانستان کی زیات شهیدان ورکړی او داسی هم ویل کیږی جنرال دوستم مخکی څو ځلی د طالبانو له کمین څخه روغ رمټ وتلی ځکه دوستم په قلعه جنګی له زیاتره طالبان بی لدی چی محاکمه شی په کانترو کی ووژل او زیاتره یی امریکایانو وسپارل

    ددی په اړه د قلعه جنګی سی ډی ګانی په ښار کی خرڅیړی او همدارنګه ددی زیاتره ویناوی او تاریخی خبری په یوټوب کی شته چی تاریخ به ورباندی کی وخت راغی لیکل وکړی او همدا شخص وو چی ډاکټر نجیب الله یی له الوتکه له پروازه را وګرځاوو او بیا د پاکستان د استخباراتو په لاس ووژل شو

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *