تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ میلر هرات ته په خپل وروستي سفر کې د طالبانو په ځپلو ټینګار کړی دی.

نوموړي د هرات له والي عبدالقیوم رحیمي سره په لیدنه کې د افغان ځواکونو په لا تجهیز او تمویل هم ټینګار کړی او ویلي یې دي دغه ولایت کې د طالبانو پر ضد وروستي عملیات بریالي وو.

سکاټ میلر همدا راز د طالبانو پر ضد د عملیاتو د پراخولو او نويو عملیاتو په پلان هم ټینګار کړی دی.

بلخوا د هرات والي له بهرنیو ځواکونو غوښتي چې په دغه ولایت کې دې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي.

One thought on “سکاټ میلر: افغان ځواکونه باید لا تمویل او تجهیز، خو طالبان باید وځپل شي”

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *