تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د ملي جنبش ګوند ویلي، چې نن ماسپښین د ملي دفاع سرپرست اسد الله خالد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر په شبرغان کې د جنرال دوستم کور ته ورغلي او سکاټ مېلر ورته د سوغات په توګه د جنرال دوستم پر سینه نښان ټومبلي دی.

د جنرال دوستم د دفتر رئیس عنایت الله بابر فرهمند پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، له طالبانو څخه د افغانستان د ژغورلو په برخه کې د جنرال دوستم د اغېزناک رول له کبله جنرال دوستم ته دوه مډالونه ورکړل شول: ((یو مډال د ملي اردو د قهرمانۍ او بل د ناټو له ادرسه ښاغلي جنرال دوستم ته ورکول شوی دی.))

 ټاکل شوې وه جنرال دوستم نن له سکاټ مېلر سره یو خبري کنفرانس هم ورکړي، خو داسې ونه شول او نه هم د درې واړو مشرانو د لیدنې په اړه کوم جزییات راوتلي.

له بلې خوا جنرال دوستم له جنرال میلر او اسدالله خالد سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې پایلې اعلان کړي:

جنرال دوستم او د هغه د ټاکنیزې ډلې ملګري حاجي محمد محقق څو ورځې وړاندې حکومت ته ګواښونه کړي وو او د ماليې سرپرست وزیر همایون قیومي یې هم خپل کور ته له ورتلو منع کړی و.

جنرال دوستم په دې وروستیو کې دطالبانو په اړه هم څو ځل پر حکومت غږ کړی چې امکانات دې ورته برابر کړي، دی به یې وځغلوي.

2 thoughts on “سکاټ مېلر، جنرال دوستم ته دوه نښانونه ورکړل”
  1. ددی کړنی ( مډال ډالنی ) تر شا احتمالاً دوه متضاد نیتونه او انګیزی نغښتی دی
    لومړی : ناټو غواړی د مډال په مرسته د دوستم د مست آس د خولی څخه را وتلی ځګونه وچ او خنثی کاندی
    دوهم : ناټو او ځینی سفارتونه غواړی دا ځګونه په کومه محرکه قوه بدل او د غنی د بریا او حتی د دولت د ټینګښت د ادامی مخه په ونیسی
    په هر حال
    معلومه نه ده چی ددی مډالونو د ډالی اهداف به اِسراف وی او که اِصراف او که اِنصاف او که اِشراف او که اِتحاف او که انصراف او که اِصحاف
    خو
    کوم چا د خپلی خوښی محفل ته کوم هنر مند راوستی ؤ
    د محفل او مراسمو تر ختم وروسته کوم میلمه د کوربه څخه وپوښتل چی شریکه دا زبر دست ! هنر مند ته دی څو روپی ورکړی دی چی د ښکلی آواز له برکته ئی تر مړه تلویزیون مخ را وځی
    د ښادی د محفل څښتن ورته وویل دېرش ډالره په کښت یعنی قسط او نقدی اته ویشت غواړی ضمناً چی فرمایش ور ته ولیکی پنځه ډالره تا ته لا درکوی
    میلمه ورته وویل
    څومره پنجان ( پنځه ډالریز ) به ور سپمېدلی وی
    د ښادی څښتن ور ته وویل
    پداغه کی میلونر سو
    په هر حال
    دوه مډالونه د دوستم پر کارنامی او د دوستم د ویاړونو پر غرونو لږ دی او ضمناً یو مډال ئی باید حکمتیار ته هم ور بخښلی وای

  2. مډال او ناټو پین NATOPIN
    توپیر لری او که نه
    داسی ښکاری چی عبدالله ته پمپیو زنګ وهلی او دوستم یی ناټو پین باندی خوشحال کړی ترڅو د ټاکنو نتایج ووینی مګر داسی ویل کیږی چی دوستم ویلی نتایج دی اعلان شی او عبدالله څه ندی ویلی

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *