تاند- سکایپ نوی ورژن یا نسخه راوایستله. په دې یوه کې د ژباړې tool هم شته چې په وسیله یې دوې مختلفې ژبې د هغو د مکالمه کوونکو ترمنځ همزمانه ژباړل کېږي.

مثلاً که ستاسو مقابل لوری په انګلیسي ږغېږي او تاسو په هسپانیايي خبرې کوئ، هغه ته ستاسو خبرې په انګلیسي ژبه ترجمه کېږي او تاسو د مقابل لوري خبرې په هسپانیايي اورئ.

د دې بل امتیاز دا دی چې د مقابل لوري خبرې هم درته لیکل کېږي او هم یې په غوږ اورئ.

حاضردمه د سکایپ دا ترجمان یوازې انګلیسي او هسپانیايي ژبې ژباړي خو تدریجاً به د ژباړې امکان تر ۴۰ ژبو پوري زیات کړي.

که غواړئ چې همدا اوس هسپانیايي او انګلیسي ترجمه تجربه کړئ باید وینډوز مو 8.1 وي.

سکایپ وايي چې نور به پر ژبه نه پوهېدا د انسانانو ترمنځ د افهام و تفهیم خنډ نه وي.

که سکایپ دا اختراع لس کاله پخوا کړې وای، چې په افغانستان کې په لسګونو زره امریکایان مېشت ول، ممکن پښتو یې هم په خپل سیستم کې داخله کړې وای. خو لږ احتمال شته چې په څلوېښت ژبو کې دې یوه پښتو وي. دلایل یې زیات دي.

سکایپ وايي چې شروع یې په انګلیسي او هسپانیايي د دې لپاره وکړ چې د دغو دوو ژبو ویونکي تر ټولو زیات له سکایپه کار اخلي.

3 thoughts on “سکایپ په اتومات ډول د نورو ژبه درته ژباړي”
  1. بس د سکایپ کارولو ته کش ورکړ چې سکایپ پوه شي چې پښتو هم ډېره په کې کارول کیږي. پنځوس میلیونه پښتانه دی، که ۱۰٪ یا پنځه میلیونه هم هره ورځ خبرې وکړي دا د راتلونکي له پاره مثبته نتیجه ورکولی شي ځکه دغه سروې په ټاکلیو انټروالونو کې کیږي.

  2. د تاند چلوونکو ته
    دا انلاین ژباړه د انګلیسی او جرمني ترمنځ ده، په کلیپ کې هم انجلی جرمني خبري کوي او سړی په انګلیسي خبری کوی، تاسو په متن کې لیکلي دي چې انګلیسي او هسپانوي ده، هیله ده چی تحصیح یې کړی.

    مننه
    ناصر

    1. په ویدیو کې جرمني ژبه ازمویل شوې ده خو حتي اصلي خبر په همدې موضوع دی چې د انګلیسي او هسپانیايي ترمنځ. د هسپانیايي په پرتله جرمني وړه ژبه ده ځکه چې رسمي حجکار د انګلیسي او هسپانیايي ترمنځ بیل کړی دی
      Skype Translator helped me speak Spanish for the first time
      http://www.theverge.com/2014/12/19/7420547/skype-translator-features-hands-on

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *