/فضل الحق طاهرزی

سیاست چې په انګلیسي کې ورته (پوليټیکس) وایي. د یوناني کلیمې څخه اخیستل شوې ده. چې په مانا کې یې د ډېری شمېر پوهانو تر منځ اختلاف دی. د ځینو په اند پوليټیکس د دوو یونانی کلمو څخه اخیستل شوې چې پولی (څو) او (ټیکس) اړخ یا مخ ته وایي. یعنې پوليټیکس د څو مخۍ په مانا دی. او ځینې بیا وایې چې پولیټکس د ښار په مانا دی. او سیاست یې د ښار سره تشبیه کړی چې په سیاست کې د ښار په ډول هر څوک او هر څه شته او ګدون پکې کولی شي. خو د سیاست کلمه یوه عربي کلمه ده چې د (ساس او سوس) څخه اخیستل شوې او مانا یې اصلاح کول او ښایسته کول دي. په اصطلاح کې سیاست په دوه ډوله تعریفولی شو. اول د سیاستپوهانو له نظره: سیاست هغه سوله ئیز او غیر سوله ئیز مشرتوب دی چې د وګړو پر اړیکو، ډلو او ګوندونو (ټولنیزو ځواکونو) د هېواد په دننه کې پر حکومتي چارو او د دولتونو تر منځ پر اړیکو باندې واکمني لري. دویم سیاست د اسلام له نظره: سیاست د هغې پوهنې نوم دی، چې د خلکو تر منځ ورورولي، مینه او یووالی پیدا کوي او په ټولو مسایلو کې اصلاح، تنظیم او ښکلا راولي. د سیاست اصلي موضوع د ډېرو پوهانو په نظر واک دی. یعنې د سیاست موضوع د واک لاسته راوړل، د واک ساتل او د واک لېږد دی. واک څه شی دی؟ واک هغه فکري او عملي ځواک دی چې خپلو مطلوبو غوښتنو او شرایطو ته عملي بڼه ورکوي. د سیاست څو نورې لنډې پېژندنې ۱- سیاست د یوه اندازه امکاناتو د غوره کارونې او د لږو امکاناتو څخه د ډېرې ګټې اخیستلو پوهه ده ۲- سیاست پر انسانانو حکومت کول دي. ۳- سیاست د واک لپاره مبارزه ده ۴- سیاست یانې په دې پوهېدل چې (څوک یې ګټي؟ څه شی ګټی؟ څه وخت یې ګټي، ولې یې ګټی؟ او څنګه یې ګټي؟). د سیاست په علم کې د ډېرو خلکو شک دی، چې آیا سیاست علم دی او که هنر دی؟ ځکه په نړۍ کې زیاتره داسې خلک شته چې سیاست یې نه وي ویلی اما سیاستوال وي او سیاست کوي. او همدارنګه ډېری داسې کسان شته چې سیاست یې مطالعه کړی وي. اما سیاست نه شي کولی. په دې هکله له ژورو څېړنو وروسته پوهان دې نتیجې ته رسېدلي. چې سیاست هم علم دی هم هنر دی. یعنې د سیاست علمي مطالعه کول علم دی خو د سیاست عمل (ډګر) علم نه دی بلکې یو هنر دی. چې د هر چا په انفرادي او ځانګړې کارکړنه او استعداد پورې اړه لري. او ویلی شو چې سیاستوال او سیاستپوه په خپل منځ کې ډېر توپیر لري. او دا اړینه نه ده چې هر سیاستوال دې سیاست مطالعه کړی وي. سیاست له بیلا بېلو لارو مطالعه کېږي. چې له یو څو یې په لاندې توګه یادونه کوم. اول: تاریخي مطالعه ( چې د تېرو وختونو د سیاسي خلکو د سیاسي کړنو له مطالعې څخه عبارت ده.) دوهم: پرتلیزه مطالعه ( د دوو یا څو سیاستوالو سیاسي کړنې پرتله شي او وکتل شي چې په وروستۍ کې د چا سیاست برلاسی کېږي. دریم: کتنۍ یا څېړنیزه مطالعه ( د سیاست یوه لاره او یا هم د یو سیاستوال لاره په ژوره توګه وڅېړل شي او بیا همغه لاره تعقیب شي.) څلورم: تجربي مطالعه ( د نورو سیاستوالو تجربې مطالعه کول دي.) پنځم: فلسفي مطالعه ( په دې مطالعه کې د سیاست ټول قوانین او لارې چارې مطالعه کېږي.) خو بیا هم د یادونې وړ ده چې په پورته ډول مطالعو باندې تکیه کول تېروتنه ده. ځکه د سیاست نتیجه ثابته او تلپاتې نه ده. د سیاست نتیجه ډېری وخت پر موقف، وخت، ځای او موضوع پورې اړوند وي. د بېلګې په توګه مخکې په نړۍ کې تر ټولو زیات دېکتاتوري نظارم (سیاست) بریالی ؤ. چې اوس بېخي له منځه تللی او که اوس یې څوک پلی کوي نو په یقیني توګه چې ناکام به وي. له بل لوري د سیاست په پلي کولو کې یواځې له سیاسي اړخه پیاوړتیا او سیاسي مطالعه، سیاست برلاسی کولی نه شي. بلکه سیاست له نورو علمونو او نورو څانګو سره یو ځای برلاسی کېږي. دا چې سیاست له هر علم سره اړیکې لري. له څو علمونو سره یې اړیکو ته په لاندې توګه نغوته کوو. د سیاست اړیکه له اقتصاد سره: ( اقتصاد د سیاست د سترګې تور دی، که اقتصاد نه وي سیاست به ړوند وي.) د سیاست اړیکه له اخلاقو سره: ( سیاست د اخلاقو سره ډېرې نږدې اړیکې لري. ډېری پوهان وایي چې سیاسي اند بدون له اخلاقو نیمګړی دی او اخلاقي اند بدون له سیاست څخه نیمګړی دی. له بلې خوا هغه څه چې له اخلاقي اړخه نیمګړي وي، هغه په سیاسي برخه کې هم نیمګړي وي. یعنې سیاست او اخلاق لازم او ملزوم دي. د سیاست اړیکه له ادبیاتو سره: (ادبیات د سیاست ژبه یا خوله ده، سیاست بدون له ادبیاتو څخه ګونګی وي.) د سیاست اړیکه له ژورنالېزم سره: ( ژورنالېزم د سیاست لارښود او رهبر دی. یوازینی ځواک چې ولسي وګړي او سیاستوال د ولس په مخ کې له یو بل سره مخ په مخ کېنوي هغه ژورنالېزم دی.) د سیاست اړیکه له تاریخ سره: ( سیاست بدون له تاریخ څخه بې مانا دی. ځکه د پرون ورځې تاریخ د نن ورځې سیاست جوړ کړی. او د نن ورځې له سیاست او سیاسي پېښو څخه د سبا ورځې تاریخ جوړېږي.) له پورته څېړنو څخه معلومېږي چې سیاست یواځې د سیاست د علم په مطالعه نه بشپړېږی او باید چې انسان هر اړخیزه مطالعه ولري څو یو ښه او بریالی سیاستوال ترې جوړ شي. که د افغانستان سیاست ته راشو د افغانستان سیاست د نورو ملکونو له سیاست سره یو څه توپیر لري. د افغانستان سیاست په لاندې څېزونو پورې اړوند دی. او یا په افغانستان کې د سیاسي واک سرچینې په لاندې توګه ده. دین او مذهب: اوسمهال په ښارونو کې دا سرچینه یو څه په ټپه ولاړه ده خو په محلي ځایونو کې تر ټولو مخکښه سرچینه ده. قبیله او کورنۍ: د دې سرچینې نتیجه عملاْ همدا اوس موږ وینو. شتمني: دا سرچینه له پورته یادو شوو سرچینو پرته ناشونې ده. عمر او د ژوند تجربه: په افغانستان کې سپین ږيري او د زیات عمر خاوند ته ډېر ارزښت ورکول کېږي. او په دې توګه تل د ځوانې طبقې فکر او اند له خاورو سره خاورې کېږي. بوروکراسي: یعنې په دولت کې د مقام درلودل، چې اوسمهال په افغانستان کې سیاست ته د رسېدو او په سیاسي موقف کې د پاتې کېدو تر ټولو مهمه سرچینه بلل کېږي. ټکنو کراسي او پوهه: دا پدیده په افغانستان کې ځانګړی ځای لري. ټکنو کراسي یعنې د شعرونو ځینې بیتونه، د لویانو ویناوې او متلونه. ټکنو کراسي او پوهه زموږ به ټولنه کې د واک پخوانۍ او اوس هم تر ټولو ډېره کارېدونکې پدیده ده چې د پوهنې او پوهنتون د نوې زده کړې په راټوکېدو، له بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د خپلواک دولت د کلتوری اړیکو له پراختیا سره رامنځته شوې ده. نورې سرچینې لکه فوځ (اردو)، ایډیالوژي او داسې نور. له پورته ټولو خبرو سره سره سیاست یواځې د سیاستوال کار نه، بلکې په اوس نړۍ کې سیاست د ټولو کار دی. او تر ټولو برلاسی سیاست هغه دی چې د انسانانو هر قشر او هرې برخې ته حق پکې ورکړل شوی وي.

8 thoughts on “سیاست ته ځغلنده کتنه”
  1. فضل حق طاهرزی صیب ! تر هر څه دمخه درته سلامونه او نېکې هیلې . وروسته له مسنونې ډالۍ څخه له خدای تعالی نه درته اجرونه غواړم . په لاسو ، ماغزو او قلم دې برکت شه . وروسته له دېنه زه هم ستا پرلیکنه یو څه په لاندې او خلص ډول ور زیاتول غواړم : ( سیاست د قرآن له نظره دادﺉ چې د حقوق الله او حقوق العبادو تر مینځ په ټولو دیني ، اقتصادي ، اخلاقي ، علمي ، فکري ، کلتوري ، ټولنیزو ، واک ، وړتیا ، او نورو برخو کې متعادلې مخلصانه او بې پرې اړیکې ټینګې شي .همدغه اسلامي سیاست دﺉ.)

  2. طاهرزي صاحب ښه لیکنه دې کړې ده . کېدی شي چارواکي یې هم وګوري او خپل ځان ور سره برابر کړي . مننه

  3. ګرانه طاهرزيه!په قلم مو برکت,ښکلي , په زړه پورې او هر اړخيځه معلومات مو را ټول کړيدي. د يو څه يادول ضرور ګڼم هغه دا چي د المان سياست پوه,فيلسوف او دا مارکسيزم بنسټ ايښودونکې کارل مارکس له نظره سياست کې اخلاق هيڅ ځاي نه لري. په مينه او مننې.

  4. له ټولو درنو هېوادوالو څخه مننه کوم چې نېک نظرونه مو راسره شریک کړل. عبیدالله عابد ورور ته باید ووایم، چې په رښتیا هم د آلماني سیاست پوه کار مارکس له نظره اخلاق له سیاست سره هېڅ رابطه نه لري. خو ما په دې لکینه کې هغه شیانو ته ځای ورکړی چې زیاتره پوهان پرې موافق دي او د هر شخص نظرونو ته مې ځای نه دی ورکړی. بیا هم له ټولو مننه

ځواب ورکول فضل الحق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *