حبيب الله ذکي

ل:عمران فضل/ دريمه برخه

(Protest Noteاعتراضیه یادداښت

دا یو داسي یاد داښت دی، چي یو حکومت یې بل حکومت ته د نوموړي د ترسره کړي یا د ترسره کوونکي کار په اړوند وړاندي کوي او دغه کار په اړوند خپلې سرګردانۍ څرګندوي او دا هم کېدلی شي چي په اعتراضیه لیک کي یو هیواد د بل هیواد د یوې کړنې په مقابل کي د مبارزې د چمتوالي اعلان وکړي.

(Admit, confession )اعتراف، منل، اقرار

په ګناه باندې اقرار کول چي د معمولآ د پلټنې په وخخت کي پلټوونکې پولیس او یا محکمه کي ترسره کېږي.

اقرار هغه وخت د منلو وړ دی، چي په خپله خوښه اوسي، نه د زور او ټکولو له لاري.

(Strikeاعتصاب (

کله چي کارګران د خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو لپاره د کار څخه لاس په سر شي اعتصاب ګڼل کيږي.

اعتصاب کولای شي چي د یو شخص یا ټولو په واسطه د یو معلوم او یا نامعلوم وخت لپاره وي، د اقتصادي پرمختګ یوه مهمه وسیله د کارګرانو اتحادیه ده، چي د اتحادیې د غړو د ژوند د بهبود لپاره په کار وړل کیږي.

(Scab )اعتصاب ماتوونکی

هغه چاته ویل کیږي چي د ګارګرانو د اتحادیې د مقرراتو مخالف کار کوي، همدارنګه هغه چاته هم ویل کيږي چي په یوداسي ځای کي کار وکړي، چي د هغې مؤسسې یا ادارې کارګرانو ته اعتصاب کړی وي.

(Extremism) افراطیت

په افراطي فکرونو باور درلودل او یا یې پلي کولو ته وایي او هغه څوک چي دغه کار ترسره کوي، افراطي بلل کيږي.

(Rumor )افواه

هغه بې بنسټه خبري چي له یوې خولې بلې ته ځي او خپرېږي، خو اصلآ کوم اساس ونلري.

(Authority)اقتدار، سلطه

هغه ځواک ته وایي چی د قانون، فکر، رواج، دین او یا د کومې بلې منبع څخه سرچینه اخلي.

(Economic Revolution)اقتصادي انقلاب

د ټولنې په اقتصادي جوړښت کي بدلن ، یانې د تولید پر وسایلو د ملکیت بدلون ته وايي.

نور بیا…

One thought on “سیاسي اصطلاحات/ راټولونکی:حبيب الله ذکي”
  1. file:///C:/Users/saber/Desktop/11406310_1660214754212258_9207539000229411595_o.jpg

    طلوع تلويزيون چې له پيل يې د يوشميراستخباراتي کړيو په اشاره دخپل توکم اېيز او افغان پاشلو سياست پرمخ وړی تل هڅه کوي د ورونو افغانانو ترمنځ د ژبې، قوم او سمت په نوم کرغيړنې کرښې را کش کړي، په ظاهره خو د طلوع پاليسي دمافيايي کړيو دحمايت پخاطر ښکاري ځکه په تېرو د يارلسو کلونو کې مشخصو جنګ سالارانو چې پرځمکه يې سورې او په اسمان ستوری نه درلودو د نړيوالو د مرسته شوو پېسو څخه يې ميليونونو ډالر غلا کړل او دخوارو افغانانو په نوم راغلې پيسې يې شخصي جيبونو ته لاړې همدغو مافيايي کړيو مهمو کسانو دبسم الله خان،يونس قانوني زوي چې اند تر پچو او تيلو قراردادونو کې ميليونونه ډالر غلا کړل طلوع يې پروړاندې کوم غبرګون وښود؟ دهمدغې مافيايي کړۍ بل غړي اود بشرضدجرمونو او نشه يې توکو متهم عطامحمد نور چې بيلياردونه ډالر يې دنړيوالې مافيا څخه ترلاسه کړل د دوی د فساد په اړه نه يوازې طلوع خيلو کوم غبرگون ښکاره نه کړ بلکې نور يې هم دغو کاذبو شخصيتونو ته وده ورکړه،دکابل بانګ په قضيه کې ښکيل مارشال چې ژوندون يې د خلکو شتمنۍ ترستونې تيرې کړې او په مرګ يې عام المنفعه تپې او ځمکې غصب کړې کوم عکس العمل ښکاره کړ؟ او د هغوي کوم کثافت يې ولس ته په ډاګه کړ؟ خو برعکس دهمدغو مافيايي کړيو لخوا ترسره شوو فسادونو کې يې پښتانه وزيران ښکيل بلل، موږ په دې اند نه يو چې هيڅکله يوفاسد په بل فاسد د توجيه وړ نه دی بلکې مفسد که هرڅوک دی د افغانانو او ددې ولس په مرۍ يې پښه ايښې خو دا هم عدالت نه دی چې مفسد او فساد هم تر هغو اشخاصو پورې محدود کړو چې د طلوع پاليسۍ ټارکيټ خلک وي.

    دطلوع تلويزيون فاشيستي او تعصبي چلند هغه بيلګې د افغانانو له ياده نه دي وتلي چې د مشخص قوم او مشخصو سيمو خلکو (لويه پکتيا) پر ولسونو يې ملنډې ووهلې چې بيايې دهمدې شملورو خلکو دګواښ له امله يې بښنه وغوښته، همدارنګه هغه مرکه هم دخلکو له ياده نه ده وتلې چې طلوع تلويزيون خبريال ماسره په تلويزيونې مرکه کې هڅه کوله دپښتو او دري ژبې د ويوونکو ترمنځ حساسيت راپورته او په لوي لاس ديوې ژبې ويوونکي دخپلې مورنۍ ژبې ويلو څخه محروم کړي.

    طلوع تلويزون په تيرو ديارلسو کلونو کې د ولسمشر کرزي د نظام د ضعيفولو هڅې وکړې نن نه يوازې دنظام د ضعيفولوهمدا پاليسي پرمخ وړي بلکې د برحال ولسمشر او پخواني ولسمشر ترمنځ او د همدوي د ټيمونو ترمنځ دنفاق تخمونه شيندي نو د تير او اوسني نظام پر وړاندې د مخالفينو هغه وسلواله مبارزه چې د نظام د نسکورلو په موخه يې ترسره کوي دطلوع نيوز دمخالفت سره هيڅ توپير نلري هغوي که په وسله د دولتي بنسټونه دنيولو کوشش کوي خو طلوع بيا دکمرې او ميک پرمټ د نظام د نسکورولو، ضعيفولو او دعامه ذهنيتونو دپاشلو هڅه کوي.

    وسلوال که د واک دترلاسه کولو لپاره دخلکو پرسرونو پښې ګدي او ځان تر قدرته رسوي طلوع بيا دفشار د الې په توګه له حکومت دباج ګيرۍ او سهم اخيستنې نرمه اما خطرناکه پاليسي دپردې تر شا پرمخ وړي.

    کله هم چې دسولې پروسې په اړه شنه چراغونه ښکاره شي طلوع يې پدې خاطر مخالفت کوي چې په سوله کې بيا د دوي هغه استخباراتي ګټې نه شي خوندي کيدای چې اوس يې ترلاسه کوي او هم د هغه ستر قوم قوت هم نشي زغملی چې سوله کې دهغوي قوت يقيني کيدای شي.

    افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د يو او بل نفې کول په خپل ذات کې د خپل وجود نفي کول دي د ورونو قومونو ترمنځ دسمت، ژبې،خيل او قوم په نوم دطلوع تلويزيون د افغان پاشلوپاليسي نه يوازدې دهيڅ افغان او په ځانګړي ډول د کوم قوم په ګټه نه ده بلکې دهمدغه څيرو په زيان او انزوا کيدلو په مانا ده

ځواب ورکول بی نوم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *