تاند- سیاسي بهیر ته د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د بېرته ګرځېدو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، د ملګروملتو خاص استازي، د امریکا سفیر او د اروپايي اتحادیې څانګړي استازي له ښاغلي عبدالله سره خبرې وکړې.
په دې خبرو کې ټولو له عبدالله څخه وغوښتل چې داسي اقدام ونه کړي چې د افغانستان ستونزې نورې هم زیاتې شي.
په همدې حال کې جان کیري خپل مرستیال کابل ته راولېږه.
په عامه چارو کې د امریکا د باندنیو چارو مرستیال وزیر ډاګ فرانتیس نن کابل ته راورسېد.
فرانتیس به د دوو انتخاباتي ټیمونو ترمنځ د ملي یووالي د حکومت پر سر د جنجال په حل کولو کې د مرستې ترڅنګ په افغانستان کې د واک لېږد له سوله ییز بهیر سره د امریکا بشپړ ملاتړ اعلان کړي.
سانچارکي وايي: زموږ ۵ غوښتنې منل شوي
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی فاضل سانچارکي وویل، په داسي حال کې چې کوټلې نړیوالې هڅې پیل شوي، دوی څو ساعته نور وخت سیاسي بهیر ته ورکوي.

سانچارکي وویل چې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له عبدالله عبدالله سره ټېلفوني خبرې وکړې او د امریکا د سفیر او د ملګروملتو او اروپايي اتحادیې د استازو هلې ځلې هم روانې دي.
سانچارکي وویل چې د احمدزي له ټیم سره د دوی د ټیم د اړیکو د بیا پیلېدو لپاره هم هلې ځلې کېږي.
همداراز ولسمشر کرزي له عبدالله غوښتي چې له دوه سره وویني.
سانچارکي دا هم وویل چې په تخنیکي برخه کې د دوی څلور یا پنځه غوښتنې منل شوي خو له دې سره سره به دوی تخنیکي برخې ته ونه ګرځي مګر دوی (کمیسیون او ملګري ملتونه) به په خپل کار کې دا غوښتنې رعایت کړي.
سانچارکي همداراز وویل چې د انتخاباتو پایلې به ژر نه اعلانېږي او هره نتیجه چې اعلانېده د دواړو انتخاباتي ټیمونو په موافقه به وي.
د اصلاحاتو او همپالنې پرونی اعلان عجولانه و
په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم د عبدالله عبدالله د انتخاباتي د ټیم له لوري پرونی اعلان عجولانه وباله، ویې ویل چې دا کار د هیواد په خیر نه دی.

د عبدالله ټیم پرون وویل چې که تر سبا د دوی غوښتنې ونه منل شوې د ملي یووالي د حکومت پر سر له مقابل ټیم سره به خبرې پای ته ورسوي.
د نن ماسپښین له درو بجو د دواړو ټیمونو ترمنځ تماسونه پرې شوي دي.
د دوام او بدلون د ټیم یوه مشر فیض الله ذکي په یوه خبري غونډه کې د عطا محمد نور خبرداریو ته په اشارې وویل، د نورو هیوادونو په تقلید د شنو او نارنجي حرکتونو پیلول ښايي ګران کار نه وي خو باید دې ته پام وشي چې زرغون رنګ په شین و تور او نارنجي په سور بدل نه شي.
ذکي دا هم وویل چې ټیم یې د دواړو ډلو ترمنځ لاسلیک شوې اعلامیې ته ژمن دی، له مقابل ټیمه هم غواړي چې په خپله ژمنه ودرېږي.
ښاغلي ذکي تاکید وکړ چې د انتخاباتو د پایلو په اعلان کې ځنډ د هیواد حالات خراب کړی دي او ټول خلک له دې کبله اندېښمن دي.
۹۰ فیصده رایې تفتیش شوي دي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر ۹۰ فیصده زیاتې رایې تفتیش شوي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور نن په کابل کې خبریالانو ته وویل:«ټول هغه صندقونه چې د تیرې ورځې ترماښامه پوري بیا څیړل شوي ۲۰۵۱ته رسیږي، چې دا په حقیقت کې د ټولو رایو ۹۰ سلنه جوړوي. »
نور همداراز وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په تخنیکي بهیر کې د کاندیدانو هر ډول پوښتنو ته د ځواب ورکولو ته چمتو دي.
«د انتخاباتو خپلواک کمیسیون حاضر دی چې دواړو کاندیدانو او ملګرو ملتونو ته هغه مسایل واضح کړي چې هغوی ته ګونګ دي، د انتخاباتو کمیسیون په مستقیم او غیر مستقیم ډول له کاندیدانو سره په تماس کې دی او له تخنیکي ټیمونو سره یې اړیکه لري موږ هیله من یو چې دا بهیر داسې پای ته ورسیږي چې دواړو کاندیدانو او اکثرو افغانانو ته د منلو وړ وي. »
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور دغه راز وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي. ده دقیقه نېټه ونه ښودله.
نور محمد ،نور ؟
ستاخبري دقيقي او مونز ته دمنلو ور خبري دي د سنكجاركي خبري به باد أمد وبه باد رفت خبري دي دده خبري تولي تحريك أميزه خبري جه يو فاشيست به هم داسي بوجه مفكوره ونه لري لكه سنكجاركي جه لري
قالو جاهلونه سلاما
سلام
دافغانستان اوسنی نظام ملګری ملتونه او دافغانستان خلګ باید دداکتر عبدالله دتیم داخطارونو پرواونکړی ځکه دوی ترټو لو زیاته سرمایه اوس په افغانستان کی لری دوی هیڅکله دانه غواړی چه بیا دی ټوپک راواخلی دا تهدیدونه ټول کاغذی اوهوایی دی عملی جنبه نلری د انتخاباتو کمیسون او نړیواله جامعه باید دقانون سره سم منتخب ریس جمهور اعلان کړی نور زنډ دافغانانو په ګټه نه دی عبدالله به هیڅکله قناعت ونکړی نور باید ملت ته پام وشی دعبد الله دخوشحاله کولو پر ځای دی اکثریت ملت راضی کړای شی
موږ په خپله توره لړزه ولی ټول جهان دی؛؛
اومونګه افغانان یو پرو طن مو ځان قربان دی؛
مونګه دایران اوپاکستان پټکي نه منو؛
مونګ هغه زلمیان یو چی سرحد مو اصفهان دی؛
؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛
مونګ پر پنجا بیانو اوسیندیانو خپل حکومت کړی؛؛
موږ ته انشاءالله سرټیت هم نور عبدالله جان دی؛؛
مونګه افغانان یو پر خاک مو ځان قربان دی؛؛؛
دوستانو دوی په وزیر داخله او دفاع نازبږی
که دا زوریدلی اولس یوار دځای نه وښوری دی بیا به لکه پرون تر کولابه ځغلی
د ټاکنو له کمیسونه یو نړیوال دوست څارونکی راته وویل چی د تفتیش بهیر پای ته رسیدلی، ولی یان کوبیش د ټاکنو کمیسیون ته د اعلان اجازه نه ورکوی او تری وخت غواړی تر څو د سیاسی جوړجاړي هلی ځلی وکړی. زه وایم اوس وخت دی تر څو مونږ عام افغانان د خپلو رایو د دفاع لپاره پراخ لاریونونه وکړو تر څو دښمن ناکام شی.
دا چی نیژدی سلور میاشتی تیریژی چی انتخابات ترسره شوی دی مگر نتیجه یی تر اوسه لاهم مبهمه ده خلک د ویری سره مخ هیواد داقتصادی بحران په لور روان دی عوام غریب خلک مو د یوی دودی د پیداکولو په مزدوری پوری حیران دی مگر مشران مو لاهم د خپلی چیکی لپاره ددی زیانونوته نه گوری او لاهم د خپلی شخصی گتی په لته کی دی
او د اوسنی دولت لور پوری چارواکی هم مستقیمه مداخله نه کوی تر سو د هیواد اوسنی کرکیچ ته د پای تکی کیژدی او دکرکیچ گاوندیانوته موقع په لاس ورکریده چی ددی وخت نه په استفادی خپلو اهدافوته زان ورسوی
په آخر زه د یوه زوان افغان په صفتدکاندیدانو په تیره بیا د داکتر عبدالله عبدالله سخه غوارم چی نور د د بهرنیو په لمسون اود خپلی شخصی گتی په خاطر د د نورو جنجالونو سخه لاس په سرشی او د هواد د ملی گتو طرفداری د وکری
جان کېړي او څو نورو بهرنیانو له ډبل عبدالله سره سیاسي بهیرته د ور ماتېدو په خاطر نه دي کتلي ، او نه د افغانستان له غمه مړه دي چې دا کار یې کړی ، او نه خو د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکې خاص استازي له سر تاج عزیزسره د افغانستان د انتخاباتو په اړه په صداقت غږېدلی . بلکي دوی ټولو په بحران کې د بحران زیږولو په خاطر له ډبل عدالله او سر تاج عزیز سره مُغرضانه کتلي او بېل بېل افغانستان ضد پرو ګرامونه یې ور کړي ، تر څو د افغان انتخاباتو پروسه سبو تاژ او د خلکو پر رأیو نور هم ریشخند ووهي او پر کاندیدانو د خلکو باور را کم کړي . که څه هم پر کاندیدانو له همغې ورځې د خلکو باور را کم شوی ؤ او د شک په سترګه یې ور ته کتل چې د کرزي له خوا دوی ریاست جمهورۍ ته و نومول شول او یو ناما او غربیانو یې ملاتړ وکړ . دغه سناریو کټ مټ هماغه د شاه شجاع او امیر دوست محمد سناریو او کاپي ده چې یوه نیمه پېړۍ وروسته بېرته پر افغانانو باندې د غربي نیواکګرواو زبېښاکګرو او د سیمې د کینه کښو ګاونډیو د ګټو له پاره عملي کېږي . خو افغانانو ته د خپل ځان په اړه د غربیانو او ګاونډیانو حسودانه تاریخ ښه معلوم دﺉ او شېبه په شېبه یې څاري چې په افغانستان او سیمه کې دغه له دسیسو او درغلیو ډکه مافیایي دوسیه د کومو کورنیو او بهرنیو ډاکو ګرانو په لاس پر مخ وړل کېږي ؟؟؟ ……انشاءالله العزیز چې ډېر ژر به دغه ډول عناصر خپلې سزاګانې په ملي او بین المللي کچه وویني .