د لسمې برخی لومړی برخه –
فیډل کاسټرو ژوند لیک
(انقلاب د تیر او راتلونکی لپاره یو مرګوني هڅه ده)
د سیاسي رهبرانو لړۍ پدې برخه کې د نړۍ نامتو سیاسي څیره او انقلابي رهبر فیډل کاسټرو په اړه درسره چمتو سوي معلومات شریکوم، فیډل کاسټرو د کیوبا هیواد انقلابي رهبر، لومړی وزیر او ولسمشر تیر سوی.
کیوبا هیواد:
فیډل کاسټرو د انجل کاسټرو اګرګیز او لینا روز ګنزیلایز زوی وو، فیډل کاسټرو د دواړو له اوو اولادو د جملې څخه دریم اولاد وو. په شپږ کلنۍ کې کاسټرو سانټیګو ډي کیوبا ته د هغه استاد ته ولیږل سو او په ماشومتوب کې یې ډیری ښوونځي تعقیب کړل او بلاخر يې ځان په هاوانا کې الکلیکو ډي بیلین ته ځان شامل کړ. کاسټرو په علمي او اکاډیمیک ماحول کې یو متوسط محصل وو خو د ورزش سره یې ډیره علاقه درلودل او د مکتب د بیسبال ټیم کې يې لوبي کړي دي.
فیدل کاسټرو د وروستۍ پیړۍ تر ټولو مشهور او نومیالی کمونیست رهبر دی، نوموړی د کیوبا لومړی وزیر، ولسمشر اود اعلی قوماندان په توګه دندې اجرا کړي او کیوبا یې په یو ګوندي سوسیالیست دولت بدله کړه. کاسټرو لومړی د برحاله حکومت په وړاندې د ډومینیکان او کلومبیا څخه غورځنګيز فعالیتونه پیل کړه او د کمونیستي انقلاب د رهبرپه توګه یې ان په کیوبا شپږ لیسزې حکومت وکړ. نوموړي د دې شپږو لسیزو په درشل کې د یو بې سواده سیاستوال له درجې څخه د یو ډیر فعاله سیاستوال په درجې باندې بدل سو، کاسټرو خپله مبارزه د امپریالیستي سیاست په وړاندې کاروله او د کیوبا انقلاب یې بریالی کړ، په کیوبا کې د امریکا لاس پوڅی حکومت چې د فلوجنس بټیسټا په مشري جوړ وو له مینځه یوړ.
ددې سره سم کاسټرو د شوروي اتحاد سره قوي روابط جوړ کړه، دې کار امریکا متحده ایالات نور په قهر کړه او هڅه یې وکړه ترڅو نوموړی د اقتصادي بندیزونو، وژلو او په وړاندې یې انقلاب کولو پواسطه له مینځه یوسي خو دا چې د کاسټرو په وړاندې دې یوه هم کار ونکړ بلکې نور یې هم پیاوړی کړ.
کاسټرو د سوسیالیستي اصلاحاتو تر عنوان لاندې ډیر کارونه اجرا کړه لکه د مرکزي اقتصاد پلان، روغتیایي او پوهنیزو خدماتو غزول. کاسټرو د کیوبا بې طرفه خوځښت سکرتري جنرال او ددې هیواد کمونیست ګوند لومړي منشی په توګه هم کار کړی.
سیاسي انګیزه او کار:
کاسټرو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې خپل ځان د هوانا پوهنتون حقوقی ښوونځۍ ته ځان شامل کړ که څه هم نوموړی د شمولیت په وخت کې په سیاست نه پوهیده خو ډیر ژر یې ځان د کیوبا د نشنلیزم، امپیریالیزم په وړاندې او سیوسیالیزم په سیاست وباله. کاسټرو د پوهنتون یوې کمیټې سره یوځای سو، په کاریبان کې د امریکا مداخلی په وړاندی د پورټو ریکو ازادی لپاره وجنګیده. فیډل کاسټرو په حقیقت کې د فساد او اجتماعي فساد سرسخته مخالف وو او دا مئسله یې د امریکا د مداخلې سره تړلې بلل.
د ګراو رژیم فساد او تشدد په وړاندې د کاسټرو څرګندوالی او مبارزې په اخبارو کې د نوموړي خبرې په لومړي مخ کې چاپیدلې. په ۱۹۴۷ میلادی کال کې نوموړی د (کیوبایانو عامه ګوند) کې ګډون وکړ، دا ګوند د هغه وخت ولسمشرۍ ته نوماند چیباس او د هغه ګروپ لخوا رهبري کیدی، ددې ګوند مفکوره سوسیالیستي وه خو د کمونیست ګوند بیا ضد وه او هدف یې پاک حکومت جوړول، سیاسی ازادی همدارنګه سوسیالیستي اصلاحاتو ته یې ترجیح ورکول او اقتصادي ازادۍ غوښتل و.
بلاخره کاسټرو د ډومنیکان جمهوریت ډیموکراسۍ لپاره د پوهنتون کمیټې ریاست ترلاسه کړ ترڅو د هغه هیواد ولسمشر رافیل تروجیلو حکومت چې د امریکا متحد وو له مینځه یوسي، د ډومینیکان څخه شړل سوی جنرال جین رادیګیز په مشري ۱۲۰۰ کسان په ډومینیکا باندې د کیوبا لخوا څخه د یرغل لپاره سره یوځای سوه خو د ډیومینیکان او امریکا متحده ایالاتو قواوو لخوا محاصره سوه او اکثره یرغلګر ونیول سوه خو کاسټرو پدې ځای کې په تیښته بریالی سو.
که څه هم دا هڅه د ناکامۍ خواته روانه وه او داېی هم سوه خو کاسټرو یې د ګراو ادارې په وړاندې د اپوزیسیون لپاره پیاوړی کړ، ددې په تعقیب سره نوموړی مخکی له دې چې بوګوتا او کلومبیا ته سفر وکړي وینزویلا او پوناما ته هم ولاړ. په ښار کې د حکومت حافظ ګوند او مخالف ازادي غوښتونکي ګوند ترمنځ دمخالفت له امله ترهګرو او یاغیانو فعالتیونه ترسره کول او کاسټرو د ازادۍ غوښتونکو ملاتړ وکړ.
د وخت په تیریدو سره کاسټر محبوبیت د ولس په مینځ د ګل په شان غوړیده او په ازاد ډول یې د حکومت ناحقه کارونو او دغلطیو په وړاندې مظاهرې وکړې، دا د ۱۹۴۰ میلادی کال وروستۍ وې چې کاسټرو د ماکسیزم مفکورې سره راڅرګند سو او پدې سره پیاوړی هم سو.
کاسټرو پوهیدی چې ستونزه یوازې د مفسیدو سیاسیونو نه ده بلکی اصلي ستونزه د سرمایه داری طبقې په واک کې پاته کيدنه ده. کاسټرو د هاوانا یوه غریب کلي ته سفر وکړ، دې سفر هلته نوموړي ته د ټولنیزو او نژادي نابرابرۍ او توپیر دده عقیده نوره هم پیاوړې کړه، دې عقیدې فیډل د پوهنتون په کمیټه کې نور هم فعاليت وښود.
کاسټرو په ۱۹۵۰ کې د حقوقو برخه کې د ډاکټر په توګه له پوهنتون څخه فارغ سو، د جورج ازپیزو او رافیل ریسیند سره یې په ګډه د غریبو کیوبایانو سره د هغو د حقوقو دفاع لپاره مټي راونغښتل خود مالي امکاناتو نه شتون ددې شراکت او بنیاد د تړل کیدو باعث سوه.
وروسته کاسټرو خپل تمایل او علاقه د سیاست لوري ته واړول چې سمدستي د کیوبایانو دسولې کمیټې غړی سو، پدې وخت کې یې بیاهم د چیباس (کیوبایانو عامه ګوند) په لرلید باندی تمرکز کاوه او ځان ته یې د چیباس لرلید په څیر تصور جوړ کړ په خاص ډول د چیباس د مرګ په وروستیو کې، همداسی وسوه د کاسټرو اساسي غوښتنه چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړ.
جنرال بټیسټا ټاکنیز اصل تر پښو لاند کړ، د یوې خونړۍ کودتا په ترڅ کی واک ته ورسید او ځان يې دیکتاتور جوړ. نوموړی د پوځ او خپل همفکرو سیاسي ګروپونو ملاتړ ترلاسه کړ او امریکا هم د نوموړي حکومت په رسمیت وپیژانده. ددې ویجار سره سم، کاسټرو د نوموړي حکومت له مینځه وړلو لپاره پلان جوړ کړ او یوازی د ۱۵۰ تنو ملاتړو سره یې په مونکاډا نظامي اډې برید وکړ چې دا د بټیسټا حکومت له مینځه وړلو باندی لاس پوری کول وه. که څه هم د کاسټرو دا پلان ناکام او نوموړي محاکمه ورپسی بندی سو خو سره له دې څخه په کیوبایانو کې د کاسټرو شهرت راپورته سو.
کاسټرو د یاغیانو احساسات ژوندي وساتل او خوځښت باندې یې کنترول درلود پداسې حال کې چې نوموړي په بند کې شپی او ورځی سبا تیرولي. بتیسټا په ۱۹۵۴ میلادي کال کې ټاکنې دایرئ کړې او بیا یې هم د تیر په شان وګټلی او مخالف لوری يې نه درلود.
دوه کاله وروسته (۱۵- می- ۱۹۵۵ میلادي کال) کاسټرو له بند څخه ازاد سو، سمدستي مکسیکو ته ولاړ چیرې چې ایرنسټو ګویرا وو، هلته یې د بټیسټاد حکومت د پرزولو لپاره یو پلان جوړ کړ، ګویرا د نوموړي متحد او د باور شخص سو. دوی دواړو یوه نوې ستراتیژي غیر رسمي وسله واله مبارزه یا (ګوریلا وارفیړ) په نامه توصیه کړه.
د همدې کال په جریان کې، د کاسټرو په مشرۍ ځواکونو په حکومتي ځواکونو حملې وکړې او د تیر په شان يې هڅه ناکامه سوه، دې د ګویرا او خپل ورور راول سره سمندر جنوب ختیځ خواته وتښتیدل. کاسټرو د خپل مبارزو څخه لاس وانخیستی، د بتیسټا حکومت په څیر یې موازي حکومت ترتیب کړ، د کیوبا په ښارونو کې د مقاومت لپاره کوچني- کوچني ګروپونه جوړ کړل، یو څه کرنیز تشکیلات یې تعمیل کړل او د ولایاتو کرنیز تولیدات یې په خپل کنترول کې کړل.
په ۱۹۵۸ میلادی کال کې کاسټرو د کیوبا په کلیدي سیمو کې د خپلو ګروپونو پواسطه عسکري عملیات پیل کړه چې په پایله کې یې د بتیسټا حکومت راوپرزوئ او خپله بټیسټا ډومینیکان جمهوریت نه وتښتیده.
کاسټرو د ملی قهرمان په توګه په میدان کې راښکاره سو پداسې حال کې چې جوس میرو کورډونا د کیوبا لومړی وزیر په توګه وټاکل سو، کاسټرو د پوځ اعلی قوماندان سو. د میرو ناببري استعفا په پایله کې په ۱۶ فبروري، ۱۹۵۹ میلادې کال کاسټرو د یاد هیواد لومړي وزیر سو.
درنولوستونکو! د فیډل کاسټرو لومړي وزیری دنده، ولسمشر دنده، لوی لاسته راوړنې او شخصي ژوند په باره کې به انشاالله نورو ګڼو کې معلومات وړاندي سي.
نوربيا…
بدلون اوونيزه/ لومړی کال (۳۲) ګڼه\ چارشنبه\ثور ۹\ ۱۳۹۴
دوه کاله وروسته (۱۵- می- ۱۹۵۵ میلادي کال) کاسټرو له بند څخه ازاد سو، سمدستي مکسیکو ته ولاړ چیرې چې ایرنسټو ګویرا وو، هلته یې د بټیسټاد حکومت د پرزولو لپاره یو پلان جوړ کړ، ګویرا د نوموړي متحد او د باور شخص سو. دوی دواړو یوه نوې ستراتیژي غیر رسمي وسله واله مبارزه یا (ګوریلا وارفیړ) په نامه توصیه کړه.
خدای نور خانزاده صاحب ته !
اول خو مافقیت در ته غواړم خداي ج دی خیر در کړي ډیره ښه موضوع دي انتخاب کړي ده، لاندي ټکو ته مو پام را اړوم:
کاسټرو چي له بند څخه ازاد سو رشتیا هم مکسیکوته ولاړ، چیګوارا دده انډیوال نه ؤ بلکي د اوسني رئیس جمهور یعني د فیدل د ورور (رائول کاسټرو ملګري ؤ) دهغه په شناخت يئ سره وپیژندل. دوهمه موضوع داوه چي مخکي له دي چي دوي پلان جوړ کړي دوي د مکسیکو د حکومت له لوري ونیول سول دری سره یې بندیان کړل. بیا د بند د ازادۍ څخه وروسته پلان جوړ کړي ۸۱ کسه ور سره وه اود کیوبا پر لوريې حرکت وکړي.
په هر صورت ډیره ښه موضوع دي انتخاب کړي وه الله دی اجر در کړي.
مننه
نجیب الله علیزی