کوم لوړپوړي امریکایي استخباراتي مقام ویلي چې افغانستان په دوه زره شپاړسم کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخ دی.
دا چې زموږ په رسنیو، او سیاسیونو کې د انتحار تر بریده د منفي پالنې روحیه له لویه سره زوروره ده، زما باور دی چې د نن او سبا د رسنیو تر ټولو ډېر کارول کېدونکی لفظ به “سقوط” وي.

خبره دا ده چې په دې خبره کې څومره وزن دی؟

دې موضوع ته له دوو زاویو کتلای شو. یو خو عمومي غربي نریټیف دی. دا اوس یو محسوس حقیقت دی چې افغانان په تشویش کې ساتل یوه منظمه ستراتیژیکه تګلاره ده. که دې په سیاسي سقوط ونه وېروي، په نظامي دې وېروي، که دې په هغه ونه وېروي، بله بهانه درته ګوري، خو په تشویش کې دې خامخا ساتي. که له هغه اړخه ورته وګورو، نو موږ نور باید د موعودو محشرونو او قیامتونو له دې ډول نارو سره عادي شوي یو.

خو بله اړتیا دا ده چې د دې عمومي نریټیف پر شتون باور مو باید له ځان ارزونې څخه منع نه کړي.

سقوط هم، لکه بله هره سیاسي اصطلاح، نسبي قیمت دی، مطلق نه دی. څومره او څنګه لري. دا چې زموږ سیاسي مدیریت څومره کامیاب دی، پر دې خبره جدي عقلاني بحث ته اړتیا شته.

د سیاست دوهم نوم عامه ارتباطات دي. په بل عبارت، له کامیابو عامه اړیکو پرته سیاست نشته.
زموږ په ټولنه کې د اړیکو او ارتباطاتو اهمیت دومره زیات دی چې نیږدې ده د مدیریت او سیاست نورې اړتیاوې تر شعاع لاندې راولي.

دلته ارتباطات د عزت ورکولو په معنا ده او عزت تر کور، کالي، ډوډۍ هم جدي او لومړنۍ اړتیا ګڼل کېږي.

دلته یو کس مېلمستیا هم تا ته کوي، مصرف هم درباندې کوي، د کور ښځمنې او نور بندګان هم ستا لپاره په عذابوي، خو له تا فقط دا هیله لري چې د ده مېلمستیا ته ورشې او د ده د مناسباتو پاللو د ذوق په خړوبولو د ده عزت وکړې. جېب هم خپل خالي کوي، خېټه هم ستا در مړوي، خو احسان هم ستا مني او یادوي. دې ته افغانان ولسیتوب، مخورتوب او ستانه توب وایي. که دې دومره هم ورسره ونکړ، نو بیا دې د افغان انسان بې عزتي وکړه. دلته د سیاسي خوابدون یو ستر لامل د خلکو د مناسباتو پاللو د دې تندې نه خړوبېدل دي.

اوس نو، د افغانستان په سیاسي صحنه کې، د ولسمشر او نظام په نیابت دا کار څوک کوي؟

آیا په ټول نظام کې د ولسشمر ترڅنګ له حنیف اتمر پرته داسې بنیادم نشته چې له ولسمشر سره په سیاسي مدیریت کې حقیقي مرسته وکړي؛ ملاقاتونه دې وکړي، شخړې دې هوارې کړي، عامه اذهانو ته دې توجه وکړي او خلکو ته دې وخت ورکړي.

د کرزي صاحب د کابینې برعکس، اوسنۍ کابینه سیاسي نه ده، چې دا که له یوې خوا خورا مثبت ټکی هم دی، خو له بلې خوا یې له کرزي صاحب سره د چارو په ملکانه او خوانیني اداره کې لوی لاس کاوو. اسماعیل خان مسلکي نه و، ولسي و. فاروق وردګ سیاستمدار و، له کرزي صاحب سره یې سیاسي مسؤولیت تقسیم کړی و. همداسې یې نور درواخله. اوسنۍ کابینه تر هغې په مسلکي لحاظ غوره ده، خو په سیاسي لحاظ یې اکثره نوې او ناولسي څېرې دي. دا ښه ټکی دی، خو د سیاست کولو لپاره دولت خپل بنسټونه لري چې له بده مرغه، هغه بنسټونه خپل کار نه کوي.

پرون چا پر فیس بوکونو لیکلي و چې د ولسمشر د دفتر رئیس په ګوګل سرچ کې نه موندل کېږي. دوه عکسونه یې هم خپاره کړي ول چې د کس نوم په ګوګل کې سرچ شوی و، او په بایلو کې نه و را ښکاره شوی. دا تصادفي خبره نه ده. د ارتباطي وسایلو په دې عصر کې ستا په اړه معلومات فاش کېدل خبر نه دی، ستا په اړه معلومات محرم پاتې کېدل خبر او د بحث موضوع ده. دا حالت تصادفي نه دی چې ګوګل ته د یوه عادي تبعه نوم ورکړې، یو کتاب خبرې درته پرې را وباسي، خو د هېواد د دوهم حساس پوسټ، چې دنده یې ارتباطات دي، نوم ورکړې، او هغه دې غیب وي. دا حالت شعوري دی او دلیل یې زما په اند، یواځې یو کېدای شي او هغه دا چې د ولسمشر شاوخوا خلک نه غواړي ځانونه ولسمشر ته په عامه مسؤولیت کې ور شریک کړي. دوی غواړي چې لاسته راوړنې دې د ټولو وي او پاتې راتلنې دې د ولسمشر. همدغه د سیاسي سقوط تر ټولو غښتلی لامل هم دی.

دا یواځې د ولسمشر د دفتر د رئیس ستونزه نه ده. دلته هر یو غواړي سپین باز ښکاره شي. هر یو خپل شخصیت او شخصي حریم ساتي. د ولسمشر شاوخوا سیاسیون نه غواړي د ولسمشر په نیابت له ولس سره د ولسمشر د اړیکو په تأمین کې برخه واخلي. هغوی د ولسي اړیکو پر ځای کرۍ ورځ د نظام د سیاسي مخالفینو په ټغر ناست وي او هغوی ته ډاډ او سپیناوی ورکوي. ځینو خو یې آن تر نظامي مخالفینو هم منډه ور واخیسته. تر دې بده لا دا چې د ولسمشر ارشد مشاورین کرۍ ورځ په شخصي او ولسي محفلونو کې د ولسمشر په تخریب بوخت دي.

په داسې حال کې چې ولسمشر ته جنګ، بیارغونه، نړیوالې اړیکې، اداره او هره ورځ سلګونه تخنیکي مسایل ور له غاړې دي، هغه خوارکی د خلکو د سیاسي نارضائیتۍ او سیاسي اعتراضونو په محور کې هم دی. ولسمشر ته هره ورځ په زرګونو بد الفاظ کارېږي. که د ولسمشر تر څنګ یوه بل کس سیاست کولای، نو له زرو څخه به خامخا پنځه سوه اعتراضونو ته هماغه سپر کېدلای.

کله کله له دوستانو سره سوال وي چې حنیف اتمر ولې تر ټولو ډېر تر حملې لاندې دی. زما په نظر، لامل همدا یو دی. لامل همدا دی چې هغه له ولسمشر څخه په زرو طعنو او پیغورونو کې لږ تر لږه د پنځو سوو لوری د خپل ځان خوا ته ګرزولی. هغه د ټیم، افغانستان او نظام لپاره قرباني ورکوي.

بل سوال تل دا وي چې له ولسمشر سره خو یوه لمن نور سیاسیون په اوسني ناتار ګډ دي. ولې د یوه خوا ته څوک ګل هم نه ور ګوزاروي. بیا هم ځواب همدا دی. نور غواړي چې نظام دې یواځې نېکنامي، یواځې امتیاز ورکړي. بدنامي او طعنه دې یې د بل چا وي. نور نه غواړي چې مسؤولیت واخلي. نور نه غواړي چې په بل نظام کې خپل احتمالي موقف له اوسه خراب کړي.

بیا هم نوم نه اخلم، خو د ولسمشر له تر ټولو نیږدې کسانو اورېدل شوي چې وایي زه نه غواړم د نظام د ناکامیو مخ شم. نه غواړم خپل شخصیت مې د نظام د ناکامیو قرباني کړم.

تېره میاشت مې د کاکا زوی له باګرام زندانه را خلاص شو. الحمدلله، په زندان کې یې دومره ماغزه خلاص شوي چې زموږ دلته نه دي خلاص شوي، خو د هغه پوښتنې ته به هره ورځ د نظام لوړ رتبه مامورین راتلل. فکر به یې کاوو چې سړی له زندانه را خلاص شوی، ښایي په دې به خوشالېږي چې د نظام غیبت ورته وکړو. داسې سپین ږیرې مې ولیدل چې کورونو ته یې د نظام له بودیجې څخه هره میاشت تر اته لس زره ډالره ورځي، باډي ګاردان لري، د نظام زرهې موټر ګرځوي، خو دلته به یې د خلکو په منځ کې د ولسمشر پر مېرمن، د هغې په خارجي تابعیت بحث کاوو او پر نظام به یې د کفر ټاپې لګولې.

که له یوې خوا ولسمشر خدمت کوي، سیاست نه کوي، د هغه پارټنر ټیم بیا د خدمت، ملت، جنګ، سولې، مسلک، هیڅه په کیسه کې نه دی او یواځې او یواځې سیاست کوي. هغوی ټوله ورځ په ولایتونو کې د رئیسانو او مامورینو په ګومارنه، محلي شیطانتونو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په چمتووالي د تحول د ملاتړي قوت په ځپلو بوخت دي.

له بده مرغه، له ډېره بده مرغه، ولسمشر هم ټوله پانګونه پر همدې خلکو کوي چې ده ته د یهودي، عیسیوي او مستشرق خطابونه کوي.

ولسمشر په خپله اداره کې هغه وګړي تر ټولو ډېر ونازول چې ده ته د ده د بریا تر یقیني کېدلو وروسته را وځغاستل. همدا اوس په نظام کې د زلمي رسول د ټیم پاتې شوني تر هرچا ډېر مطرح او د ولسمشر خپل رضاکاران په کوڅو او لارو کې در په در ګرځي.

نن د چارو د ادارې یو معاون، یو مامور نشته چې پر خپل فیس بوک د ولسمشر عکس ولګوي یا د ولسمشر دفاع وکړي. بالعکس، د ولسمشر پر سر ښکنځلي او سپکې سپورې هغه ځوانان تېروي او زغمي چې یا په خصوصي شرکتونو کې کار کوي، یا بې دندې ګرځي. له نظامه د باندې ځوانان د نظام، ولسمشر، او تحول او اصلاحاتو د ټیم پر سر شخړې او لانجې کوي او په نظام کې په ډالرو توش بیوروکراتان د ولسمشر د شخصیت پر تخریب بېګنۍ مېلمستیاوې تودوي.

د ولسمشر سپیناوی، پر رسنیو او ټولنیزو رسنیو دفاع هغه څوک کوي چې څوک یې د معلوماتو د وېش په شل منه لېټۍ کې هم نه حسابوي. بالعکس، هغه خلک چې ولسمشر ته هیڅ ډول سیاسي ژمنتیا نه لري، ولسمشر ته د همدې ځوانانو، همدې رضاکارو په اړه منفي ذهنیت ورکوي.

نن که نظام ریښتیا د سیاسي سقوط له ګواښ سره مخامخ وي، لامل یې دا دی چې ولسمشر سیاست ته وزګار نه دی، او حواشي او درباریان یې یواځې د ځان ساتلو او معامله ګرۍ حلقوي سیاست کوي. عامو صحنو ته اول نه را وزي، چې را ووزي، خوله نه پرانیزي، چې خوله پرانیزي، په شکایتونو او ډنګیو بنګیو یې پرانیزي، او د چا خبره، د سکوت روژه په مرداري ماتوي.

یوه ډله ننګرهاري ژورنالسټانو د ولسمشر د یوه ارشد سلاکار په اړه را ته وویل چې له کابله تر ننګرهار په الوتکه کې راسره ملګری و. له دې ځایه یې د ولسمشر پر کمزورتیاوو بحث پیل کړی و، تر ننګرهاره یې همدا زړه کښې را ته وکړې.

د ولسمشر لپاره د سیاسي مدیریت تر ټولو مهم مورچل یعنې د چارو د ادارې لوی ریاست، او د دفتر ریاست عملا فلج دی. د چارو د ادارې د ریاست، او دفتر ریاست دنده که په یوه لفظ کې را خلاصه او تعریف کړای شي، هغه به لفظ به عامه اړیکې وي. له بده مرغه، د دفتر ریاست چې کوم کار نه کوي، هغه عامه اړیکې پالل دي. عامه خو څه کوې، دفتري اړیکې نه پالي. رسنیز اړخ فلج دی، پارلماني اړیکې ویجاړې دي، له ولسي، قومي او مدني ټولنو او بنسټونو سره اړیکې د نشت برابرې دي. نور خو لا پرېږده، دومره څوک نشته چې د یوه وزارت له ویاند څخه دا پوښتنه وکړي چې ماښام دې ولې رسنیو ته د ولسمشر د سهارني بیان برعکس، یا پر خلاف معلومات ورکړل.

د فیس بوکیانو خبره، د دفتر رئیس په ګوګل سرچ کې نه پیدا کېږي. چې دغه حال وي، سیاسي مدیریت به څوک کوي؟ چې ارشد سیاسي سلاکاران د ولسمشر غیبت ته له خوبه را پاڅېږي، سیاسي مدیریت به څوک کوي؟ چې رضاکار او ژمن پلوي ته احساساتي او لېونی ویل کېږي او معاشخواره تخریبګر ته د ولسمشر ټیم ویل کېږي، سیاسي مدیریت به څوک کوي؟

چې د ستراتیژیکو ارتباطاتو سلاکاران دې په مجلسونو، وټس اپونو او وایبرونو کې پر ولسمشر ملنډې وهي، سیاسي مدیریت به څوک کوي؟

چې د ولسمشر سیاسي مخالفینو ته دې د ولسمشر د سیاسي ارتباطاتو پالل ور له غاړې کړي وي، او غوښه په پیشو ساتل کېږي، نو خاورې به دا ملک سیاسي سقوط نه کوي؟

زه نه د ولسمشر په پلویانو کې په ډلبازیو باوري یم، نه دا کار د ټیم په ګټه بولم، نه دا کار د ملت په ګټه بولم، نه مې له دې ډول سیاست بازیو څخه کومه ګټه ترلاسه کړې، او نه غواړم چې حنیف اتمر د نورو خلکو حسد او کینې ته مخامخ کړم، خو دا خبره خدایي، او وجداني کوم چې د ولسمشر په ټیم کې یواځېنی څوک چې مسؤولیت مني، اتمر دی. نور یې هیڅ ګومارلی کس د ولسمشر په مسؤولیت کې نه ور شریکېږي. ډېری خو یې لا داسې دي چې غله ته وایي غلا کوه، څښتن ته وایي بیدار اوسه.

د دې خبرې ښه مثال د افغانیت او اسلامیت د مټکورو کمپاین دی چې سوق به یې د ارشد سلاکار له کوره کېده. دلته به یې مټکور تاوده کړل، هلته به یې ولسمشر ته ور منډه کړه چې که وایې، زه به یې درته غلي کړم.

خبره پر همدې ځای هم نه ده را ایساره. کاشکې ستونزه همدومره وای چې یوه کار نه کولای، خو پر هغه بل، چې کار کوي، تعرض نه کېدای. ستونزه دا ده چې له مسؤولیته اوږه خالي کوونکي وګړي درګرده د مسؤولیت اخیستونکیو پر ضد په توطیو بوخت دي. دلته د ولسمشر د سیاسي مټو غوڅولو لپاره درګرده تورې تېرېږي. د هغه د مخلصو پلویانو د عزل، انزوا، بدنامولو او بې صلاحیته کولو لپاره همدومره په مهارت کار کېږي، لکه په مثبتو کارونو کې چې له بې مهارتۍ څخه کار اخیستل کېږي.

By Editor2

27 thoughts on “سیاسي سقوط ولې؟ / مجید قرار”
  1. له ډ يره بده مرغه چې خبره با الكل همداسي ده لكه تاسو چې ښننه او څيړنه كړ يده

  2. قرار صاحب په خوله او قلم دی برکت
    نوچی دومره ستونزې شته ، دومره بې کفایتی روانه ده ، او ولس مشر هم ورته ګوري ، تردې به بل سقوط او سکوت چیرې وي ، اخر به اتمر هم ترې ولاړشي ، نظاریان خو تیارد وراني لپاره په څو کې ناست دي ، وګوره زاخیلوال سفیرمقرروی ، چی ټوله ورځ دولس مشر له تخریبه پرته بل کار نه لري ، خوهغوی چي دده لپاره یې هرڅه له لاسه ورکړل هغوی یا مري اوهم خپله ولس مشر ملنډي پرې وهي ، زه دلته په هند کې یومعرز عالم پیژنم چې همدغه ولس لپاره یې تر لس زره زیات محصلین د رایو په خاطر واستول ، په والله دغه ولس څوځلي اندیا ته راغی که یی دهغه پوښتنه هم کړی چی څه کوئ او څه نه کوئ
    زه خو وایم چې داحال وي نو انا مړه دربوله ، اوسقوط او سکوت هم حتمی ، خو افسوس چې د بدنامې اونیمګړتیا پړه به بیا پر پښتنو وي او نوربه دخیر له غونډۍ نندارې کوي ؟؟؟
    رزین ګل له اندیا چه

  3. Da wa gora Qarar sahib,,,,,,,,,,,,,,,,,
    اند- د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر خاص استازي د جمعیت ګوند قوماندانانو ته وویل چې د سولې پروسې

    ته انتظار ونه کړي.

    احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ورځ په تالقان ښار کې د تخار ولایت پخوانیو قوماندانانو ته په وینا کې وویل، طالبان به په راتلونکي پسرلي کې د تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو د نیولو لپاره پراخې حملې وکړي نو د هغوی د حملو د شنډولو لپاره تیاري ونیسي او دې ته تمه ونه لري چې سوله به کېږي.

    مسعود خبرداری ورکړ چې که سیمه ییز قوماناندان او مجاهدین بشپړې جګړې ته تیاري ونه نیسي، د شمال ختیځ درې ولایتونه به د طالبانو لاس ته ورشي.

    ده د سولې د بهیر په اړه وویل، دا پروسه پیل شوې خو اوږده او دوامداره پروسه ده.

    احمدضیا مسعود زیاته کړه، تر څو چې د افغانستان په مسله کې ښکېل هیوادونه د تروریستي ډلو په وسیله د ګټو د ترلاسه کولو په فکر کوې وي، سوله نه شي راتلای.

    د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په درېمه څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو نېټه اعلان شي.

    ویل شوي چې ممکن له طالبانو سره د افغانستان د حکومت مخامخ خبرې په شپږو میاشتو کې وشي. د دې معنا دا ده چې راتلونکی پسرلی او دوبی به د تېر کال په شان خونړی وي.

    طالبانو په تېر جنګي فصل کې د بدخشان، تخار او کندوز د نیولو هڅې وکړې. کندوز یې د څه مودې لپاره ونیوه او لا هم د دغه ولایت یو شمېر سیمې یې په کنټرول کې دي.

  4. بس زه دومره وایم چی زما دزړه درد اودملت دزړه. خبری او ټول وواقعیتونه قرارصیب ویلی دی .
    ریس جمهور دخپل سیاست کی بدلون راولی چی .
    دسیاسی سقوط نه خبره بابیزه شی
    الله دقودت درکړی قراره چی بی قرار نشی.

  5. قرار صاحب دا هر څه هم دمنلو ندی
    هغه ځکه چی اول تاسو په همدی ارګ که واست او ځان مو سیاستمداره ګڼی
    نو ټوله له خپله ځانه واټکلوه
    تاسوخوچی کله په ارګ که اوسی هر څه سم وی خو چی کله یی دارګ نه وشړلاست بیاتبلیغ کوی
    تاسو مهربانی وکړی اول دخپل ارګ دشړلو په اړه څه ولیکی بیا…؟

  6. محترم قرار صاحب ستا لیکنه ښه ده او واقعیتونه دی څرګند کړیدی ولی یوشی باید اضافه شی چه هغه کسان چه ولس مشر خپل مشاورین مقرر کړیدی أوپه خپلو شخصی محفلوکی دولس مشر په ضد غیږی به دی کی څوک ملامت دی اوولی همداسی مشاورین استخدام کړیدی او که موضوع د تقسیماتو وی بیا د نو ګیله ځکه نه کوی په تقسیم کی خو دده طرفدار نه راځی او دبل بابا طرفداری به کوی تر ټولو مهمه داده چه ایا دا اشخاص او که مشاورین دی او که نور دده په اطراف کی دا په کومومعیارونوټاکل شویدی ایا کله چه ټاکل کیدل د وفاداری او صداقت معیار چه ډیر مهم ده په نظر کی نیول شوی اوکه نه ؟ځکه یو عادی ریاست نده بلکه ریاست جمهوری ده وفاداری او سر ښندنی کدرونه ریاست جمهوری ته مهم دی نه پپټی پپټی يوه موضوع او بله موضوع داده چه ټول باید تخنیکی کدرونه شاوخوا موجود نه وی سیاسی وفادار کدرونه ډیر مهم دی چه وکولای شی له مخالفیونه سره مقابله وکړاشی قطع رجال خونده چه فعال او باتجربه کدرونه کم دی دااوس دماشتر په سطح وفادار لایق او با تجربه اشخاص بیکاره ګرزی او تاسو بی کفایته او مخالف اشخا ص استخدام کړیدی لطفاٌ یو قوی ګروپ بی له تعصبه پرته دریاست جمهوری د عزت ساتلو په خاطر جوړکړی او هغه اشخاص چه استفاده جو سیاسی مخالقین او په خپلو شخصی ګټو په سی ګرزی فوراٌ برطرف کړی ځکه نور تاسی ته دومره وخت خلک نه در کوی چه تاسی یی په نشریاتو خلاصه کړی جدی اقداماتو او ښه با تجربه کدروته ضروت ده ،مننه

  7. په ګوتو او قلم مو برکت شه قرار صیب دقیقا وضعیت همداسې ده خو افسوس چې د درک خلک مو ډیر کم دي او حقیقي دک په چا کې نشته، بله دا چې زموږ وګړي تر ډیره په غلا، بډو او مفسده اداره کې خوشحاله پاتې شوي اوس چې اصلاحات او سمون ورته وړاندې شي نو ټول غوږونه څک کړي او د نظام د پرځولو لپاره بیلابیلې ستونزې او پلمې لټوي. څه به ووایم دردونه مو ډیر دي د ټولو بیانول دلته شوني نه دي خو ستاسو په دې لیکنې سره مې د زړه درد یو څه کم شو منندوي مو یم او په دې هیله چې ټول هیوادوال مو دغه حقایق درک او د سمسور افغانستان لپاره مټې ونغاړي.

  8. تاسې په خپله ټول شيان ګډوډ کړل چې څنګه په ارګ ور ننوتئ په کرزي صاحب پسې مو خوله خلاصه کړه, تاسې غوښتل د خپلې هري ناکامي پړه په کرزي ور واچوئ چې په دويم قدم کې مو فاروق وردګ ته خوله ور واچوله د سګار د راپور په بهانه که دومره نران واست دا کار به مو د پچو د غله په وړاندې کړاي وو چې امريکايان ورته کنګ اف ديوز وايې, خو ستاسې هدف د اصلاحاتو نه بلکه سياسي او تخريب وو, خپل کمپاينران مو چې په سختو شرايطو کې يې تاسې تر ارګه ورسولي په تش ميدان پرپښول سردار رحيمي فاشيست دې د معارف معاون وې او پتمن دي ګرځې دا نو کوم انصاف شو.
    تاسې د يو ټيم په حيث رسک و نه منو هغه هم يو عادي رسک د جانکری په غوښتنه مو شپږ سري نظام ته غاړه کيښوده, تاسې په تير يو کال کې حد اقل خپله يوه لويه لاس ته راوړنه په نښه کړئ ستاسي خو ټول 2,5 کاله نور ندي پاتي په هغه کې به څه وکړئ.

  9. قرار صیب
    په قلم او ګوتو دې برکت شه، که موږ دا خبره کړي وای، چا ځکه نه راسره منله، چې موږ له ارګه د باندې خلک یو، خو دا حقیقت مو درک کړی دی، چې ولسمشر ته د هغه ژمن کسان څوک نه ورپریږدي او ستونزي ورته جوړوي، بلکې ولسمشر یې داسې محاصره کړی دی، که د ولسمشر پلار را ژوندی شي او له خپل زوی سره د لیدنې وخت واخلي، هم به یوه میاشت انتظار باسې
    یو ځل بیا دې په ګوتو او قلم برکت شه، چې زموږ د زړه خبره دې کړي ده

  10. ښاغلی قرارصاحب سلامونه اونیکی هیلی تاسو اوستاسو دکاراولاری ملګروته وړاندی کوم هیله چی ویی منی . عزتمنده : ولسمشر په خپلو خولو (عرق )کی دکار اوفشار له امله غرق دی چی مجبورا په اهل او نا اهل دوست او دښمن باندی باورکوی ځکه دیوی خوادداخلی اوخارجی فشارونو عملاجنګونو اوفسادونوپرضد کار اودبلی خوا دټو لنیزو ضرورتونو او اقتصادی ناتوانیو،بیکاریو اوبی قانونیو پرضد کار،نړیوالو اړیکواومرستو جلبولونور اونور و ته مجبوردی چی ددی حالاتوڅخهاو وضعیت داخلی او خارجی مفسدینو اوخاینینو فرصت طلبو او بی با ورو ناوړه ګټه اخستی او اخلی . نوځکه ویو ه قوی ،ایمانداره ، صادق ، مدبراواهل کارټییم ته ضرورت چی باید داستاسو وړاندیزونواولیکنی چی په هرقیمت کیږ ی هغه (جمهور ریس ) ته ورورسیږی او ویی لولی نوانشا الله لازم تصمیم ونیسی . .

  11. عزتمنده ! که چیری دولت سقوط کوی نوبیا دا خارجی لښکری د امنیتی تړونونو سره سره بیا دلته څه کوی ؟ او یا دوی پخپله غواړی چی سقوطورکی . ؟ اویا بله کومه ډرامه جوړه وی ؟ اویا یی کوم بل سوي غلی کړی او ددی لاری فشار وارده وی چی دا د استعمار نوی نوی چالبازی اوچلندونه دی .دی

  12. دا نظام د اشرف غني، اتمر او عبدالله دی. اشرف غني او اتمر په پلان کې یو دي، یانې که افغانستان له ګړنګه غورځوي، که په پاکستان یې خرڅوي او که هر بل څه وي، ددوی پرېکړې او تصامیم شریک دي. عبدالله په کورنۍ کچه له هغوی سره ناندرۍ کوي، خو په بهرني سیاست او سترو سیاستونو کې یو دی. څه چې امریکا او انګلیس فرمايي، دوی یې پر وړاندې خنډ نه جوړوي. له بده مرغه امریکایان هم برعکس لوبه ور سره کوي. امریکایانو ته چې څومره تابعدار وې، هومره لغتې در کوي، خو که سترګو ته یې اغزی وې، لحاظ دې کوي، امتیاز در کوي.

  13. دا اوس په وزارت داخله کی يم، يو لوړ رتبه افسر په ولسمشر پسي بد رد وايي، عجيبه ده يو برحاله پوليس خپل ولسمشر ته بد وايي او هيڅ د ويري او ډار احساس نلري

  14. Pe tolo khaber yem ke yaw zal me Shro wakra bia ba tasi 8 kasiz group ham gila na kawe

    Pokhtna way se chi Kari hagha ba ribi.

    Rahimi saib dir poha aw sharif sary dai na ghwari chi de afghan watan sarnawesht de atfalo pe las ki we

    Ba her Hal na ghwaram dir ameeq Shem os ye wakht na dai
    Pe di kho pohigi chi pe siasi loba ki de wakht pigandel somra muhim di gula

  15. ښاغلی ولسمشرخو په لومړۍ ورځ ددرباری غوړه مالانو خبره وکړه نو بیا ولی د همهغه غوړه مالانو په جال کی خپله راګیر دی؟ د ولسمشر او نورو عادی خلکو تر منځ باید همدا فرق وی چی سر یی په داسی توطیو او دسیسو ژر خلاص شی. خو که له یونیم کال تیریدو ورسته هم ولسمشر په دی نه پوهیږی چی ځوک دوست او څوک د دوست په جامه کی د لستوڼی مار دی، نو بیا خو دا د ولسمشر بی کفایتی ثابتوی.

  16. Salamoonah,

    Qarar gul kha shanina karry da.

    D`Afghanistan pa da 100 kalin nawi tarix ki , Turaee lala wahly, nmarriy ba afdola!!gano.

    D Pashtun Pacha ya Jamhuur-Reis nuum hase tash pa noom vi aw bya badnaam ham hamdey vi. 1- Ghazi Amanullah xan aw sakawyan; 2- Zaher khan aw sadr`azaman yi!!!!! aan tir gholam-bacha gano yi!!!;3- Dautkhan aw Cabina yi; 4- Taraki-Amin aw Karghalyan …;5-Najib & dostom etc… gerneylan yi..6-.Karzai aw Ostazan aw marchal aw …. yi ;
    BilAxerah 7- Olusmashir Ijrragan & mochaverin yi pa tera arshad 1,5 yi…che hatta tajik wronna ham sulhe ta na-prejdi;
    bya no d Kabelyano da maqula ddera monaseba wa”” Hazara Awghu birara; monafeck chora-e nazswara!!” , elbette ttol mazlum milyetuna sara wronnah dieya!.
    Ya RABBAH Tevfiqq.

  17. له بده مرغه چې ولسمشر غني له هرې خوا تخریبېږي. له یوې خوا یې همدا ډله خرابوي چې مخامخ یې پښې مچو کوي او تر شا سپکې سپورې پسې وایي. له بلې خوا یې تاسو او ستاسو په شان د ارګ خیاطان تخریبوي؛ په دې معنا هغه چې په سیاست او مدیریت کې مخکس کسان دي او هغه کسان چې د اتمر په شان مسوولیت ته اوږه ورکوي، تاسو ترې لیرې کړي او ستاسو ړندو تبلیغاتو د دوی او ولسمشر ترمنځ واټن لوی کړی.
    نه پوهېږو، کله به ولسمشر د ارګ له ټولې مافیا بېرون راوځي.

  18. د کرزی تول نظام په فاروف وردگ اباد وو ته هم دا شاهدی ورکوی، نو غتی ولی گته تزی پورته نکره، فاروف خو ندی تری تللی خو ده لاس تری واخست کنی کامیابی یی لصلا فاروق تظمین کره. بس د لیونی کارونه هم لیونی وی. که شه دی که بد تول ددله لاسه دی. ولی یی خپل تیم و نشو ساتی، زاخیلوال یی خفه کو پتمن یی خفه کو، همدرد یی خفه کو، وقاد یی خفه کو نو چی داسی ده بیا بد کوی چی د تیم د نه شتون نه شکایت کوی. خو انشالله همدا بیی ول او اخر وی. خدای د زر ورواخلی.

  19. لکه څنګه چی وایی د مرض تشخیص د علاج لپاره ډیر مهم دی او د مشکلاتو نیم حل په همدی تشخیص کی پروت دی. د ولسمشر د مشکلاتو اساسی برخه ستاسو په مبارک قلم ولیکل شوه . زمونږ د نظام اساسی ستونزه همدا ده چی هیڅوک خپل مسوولیت نه درک کوی او دهغه څه پرضد عمل کوی د کوم لپاره یی چی په قرآن کریم قسم یاد کړی وی. د ولسمشر اساسی ستونزه هم همدا ده چی د خپلو خواخوږو ، پلویانو ، سیاسی همنظره او مینه والو پرځای بیکاره ، ابن الوقت ، چاپلوس ، غوړه مال او خصوصا د نظام ضد کسان په خپله اداره کی ځای پرځای کړل ، دادی نژدی دوه کاله وروسته یی ثمره وینو.
    که ولسمشر خپله نه پوهیږی له داکتر عبدالله نه د زده کړی ، څنګه یی خپل مینه وال په شاوخوا راټول کړی دی ، هیڅوک یی بد نه وایی. هغوی د راتلونکی انتخاباتو لپاره ځانونه برابروی ، د ولسمشر دادوره به په یو ډول نه یو ډول تیر شی خو د دموکراتو ، وطندوسته ، ملی او مترقی مسلمانو افغانانو راتلونکی به د دوی د نا اهلو ملګرو له لاسه په لوی لاس د نظار شورا او جنګسالارانو په ولکه کی پاته شی او هغوی به بیا د دوکتور نجیب الله د نظام له سقوط نه وروسته دوری په شان په خلکو خپلی زده کوونی وکړی.

  20. You have written that Hanif Atmar is the only person who is supporting the gov and president Ghani, so isn’t the president taking an action against the others? He is in a state where he has to practice and understand politics. If he is loosing to politicians who are very junior than him then it is not a good sign. Your article clearly indicates that it is the president who isn’t doing anything to change the people.

    Note: I am not a pro or against gov person

    I am sorry for writing in English as I don’t have Pashto fonts in my phone.

  21. قرار صیب هر څه ته د توجه پیداکړې زموږ ستونزه په همدې کې ده چې واقعیتونه تحریفوو
    دې ته چې دنړئ ټول سیاسیون او نظر خاوندان مثبت کار ووايې چې د ولسمشر ددفتر رئیس په اړه دي ګوګل معلومات ونه لري منل یې په فکرې او نظرې نابنایې دلالت کوی شې…. بس

  22. قرار صيب
    ستا دولې جواب له کرزي،يونس قنوني، رحيم وردک،فاوق وردک.محقق، قو فروفيسل خليلي سره ده او همدارنګه د کرزي نور واړه او غټ چرګان زراعتي او فارمې ثرګې ډيرې وي چې اوس کوړکې دي او هګۍ نه اچوي

  23. باب دی په بیان دی انار ګل استاد کې چې بیا یی فرمایلی
    خو ته دی ژوندی وی
    قلم دی وچ مه شه

ځواب ورکول نصير احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *