تر څو چې د سیاست اصول، اخلاق او اساسات بدل نشي، د اشخاصو په مخته وروسته کېدلو اساسي تغییر نه راځي. نن زموږ تر ټولو مهم ضرورت یو تدوین شوی سیاسي فکر دی چې چوکاټ، سرحدونه او ابعاد یې واضح وي. دا لا نه دی رامنځته شوی.

زموږ ټاکنیز کمپاین د سیاسي بدلون د راتګ ښه زمینه او فرصت و، خو داسې نه ښکارېږي چې دې بدلون ته دې ور لنډ شوي یو. دلته چا د غلام خان د بندر او چا د بهسودو د پله د رغولو ژمنه وکړه. دا پل او دا څړک به هم روغ شي، خو سیاسي فکر به لا هم د یوه حیاتی ضرورت په توګه، معدوم وي.

زموږ په کمپاینونو کې ټول په ګډ غومبر را ښکېل ول. اخوان له ملتپال سره، ملتپال له ملا سره، ملا له قومي فاشیسټ سره، فاشیسټ له خېټه پال، ځمکه چور، فساد پېشه لنډه غر سره. دا ښه خبره هم وه، بده هم وه. ښه والی یې په یوځایتوب کې و، او بدوالی یې په دې کې و چې وایي، تحسبهم جمیعاً و قلوبهم شتی…

دا ډول یوځایتوب یو مهالېنی ضرورت او مجبوریت دی. ښه به دا وای چې دا یو ځایتوب د ضرورت او مجبوریت پر ځای د قناعت او رضائیت پر اساس وای. یوځایوالی دې ته نه وایي چې مالټه له چایو سره وخورې، او په ښوروا باندې بوره واچوې. دا به هغه وخت ممکنه وای چې پر افکارو کار شوی وای او د زغم پالنې او همپالنې دود شعوري او بنسټیز وای. دا کار هغه مهال ممکن و چې فکري سیاست کېدای. کله چې فکري سیاست نه کېږي، نو بیا به جبراً او قهراً قومي او سمتي سیاست کېږي. زموږ ټاکنې ځکه هر ځل قومي او سمتي کېږي چې د سیاسي فکر محوریت نشته.

سیاسي فکر دې ته نه وایي چې یوه ډله را ولاړه شي، د ټولو مشترک ارزښت په خپل انحصار کې واخلي او سیاست پرې وکړي. مثلاً تر دین، چې په ټولو پورې مربوط شی دی، لاس را تاو کړي او نور خلک ورڅخه شړي.

یا تر قوم لاس را تاو کړي. دا ډول افکار ټولنه دوه قطبي یو څو قطبي کوي او بالآخره د ټولنې په دوو قطبونو کې د فشار زیاتوالی د ټولنې ټوټه کېدلو او تجزیې ته لاره برابروي.

موږ داسې افکارو ته ضرورت لرو چې د ټولنې عناصر، سره و اوبي او دغه اوبد د ټولنې د محکمتیا لامل شي. مثلا، ستاسې په کور کې زما همفکره وي، زما په کور کې ستا، نو ستا کورنۍ زما له شره په امن شي او زما ستا له شره. که چېرته سیاست د فکر پر ځای د کورنیو شي، نو حتمي پایله یې دا ده چې زما او ستا کورنۍ به یو پر بل بلوسي.

نو دلته هغه د چا خبره، یو ځای والی تر یوځای والي فرق لري.

اصلي یوځایوالی دا دی چې هر فکر، هره ډله، هر ګوند په یوه مثبته سیالۍ کې، په یوه واحد چوکاټ کې موجود وي خو دوی یو پر بل تحمیل او تپلي نه وای. داسې یو ووالی ګټه نه کا چې هره ډله دې یو د بلې له وېرې خپل یوه برخه افکار پټ، له یوه برخې وجوده منکر او یوه برخه اهداف له پامه وغورځوي.

د دې هدف لپاره دوه شیان په کار دي.

لومړی، ملي سیاسي فکر چې ټول پرې شریک وي.

دوهم، ګوندي سیاسي افکار چې د یوې مثبتې ملي سیالۍ په چوکاټ کې فکري او سیاسي تنوع رامنځته کړي.

زموږ ملي سیاسي فکر د اساسي قانون په حدودو کې معرفي دی خو تر ملت را ښکته داسې سیاسي افکار چې ټولنې ته اوبد، قوت او نسج ورکړي، نشته.

همدا نننۍ اړتیا ده چې ځوانان دې کار ته کار ووایي، خپله سیاسي لار معلومه او خپلې سیاسي لارې ته په یوه مثبته او رغوونکې سیالۍ کې کار وکړي.

By Editor2

2 thoughts on “سیاسي سټې نه، سیاسي فکرـ مجید قرار”
  1. قرار صيب ! عالي فكر دى خو په دى جامعه كى د دى عملي كيدل ناممكن يا مشكل دي

  2. قرارصاحب :ټول پوهیږی چه غوا توره شیدی سپینی دی .

    اوصول او مقرارات دیوه ملی سیاسی تفکر په صورت کی رعایت کیږی ولی دلته قومی سمتی سیاست حکمرانی کوی ملی ګټی تر قومی او سمتی ګټو ټیټی بولی نن دغه احساس ژوندی شوی او ورته کار کیږیچه هغه هم یو ډیر وړوکی ګروپ دی چه په یوه پوپ سره له منڅه تللی شی خو په تا سف سره د پوپ واله نشته او که شته ددغه وړوکی ګروپتر څنګ دپوپمسیر ته انحراف ورکوی په رور په خلکو حکومت کول غواړی زما په نظر هم به خپل څان ورک کړی او یو څه پراګنده بی نظمی به رامنڅ ته شی میږی چه خدای خوار کړی وزر ورکړی دوزرو لنډاولو وخت یی کم ده انشاالله .

ځواب ورکول walikhan ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *