سیاسي ګوندونه د یوه هېواد د پرمختګ لپاره اړېن بلل کېږي، ځکه یو ډیموکراټیک اصل دی، خو هله چې په منظم او خپلواک ډول رامنځته او د خپل هېواد لپاره په رښتیني توګه کار وکړي.
اوس په افغانستان کې له سیاسي ګوندونو خلک ښې خاطرې نه لري، ځکه دلته سیاسي ګوندونه څنګه چې د ګوندونو د روح اصلي غوښتنه ده، فعالیت نه کوي او رامنځته شوي نه دي.
افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د زیاتوالي، د ښه رهبرۍ او ژمنتیا نه شتون او د نورو کړیو او هېوادونو د اغېز له امله یې اهمیت کم، هیواد ته په زیان او خلکو ته یې ارزښت نشته، خو دا په ټوله کې داسې نه ده چې ګواکي سیاسي ګوندونه دومره زیان لرونکي دي.
مثلاً د امریکا متحده ایالاتو کې دوه ګوندي سیاسي سیستم دی چې له جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراټانو عبارت دي. له ۱۹۸۲م کال راهېسې دغو دواړو ګوندونو له یو بل سره انتخاباتي سیالۍ کړي دي، په دې لړ کې کله ډیموکراټانو واک ترلاسه کړی، حکومت يې کړی او کله هم جمهوریت غوښتونکو.
ددې دوو مشخصو سترو ګوندونو له رښتینو مبارزو او امریکانو ته کار له امله هر یو ځانګړی محبوبیت لري، چې بلاخره د امریکا لپاره د پیاوړتیا سبب شوي.
خو ددې سربیره چې د سیاسي ګوندېزو مبارزو له لورې د حکومت د ترلاسه کولو او پرمخ بیولو لپاره د افرادو ترمنځ سیالۍ کول، یوه ستره نظریه او فکر دی، خو بیا هم زیات خلک په دې باور دي چې سیاسي ګوندونه یا حزبونه د ټولنې لپاره په زیان دي.
دلته یې ځیني ګټې او تاوانونه په ګوته شوي:
۱- د حکومت د سټه (تنه) جوړول
د سیاسي ګوندونو یوه غټه ګټه دا ده چې یو نظم، کړنلاره او امر کولو مرجع جوړوي چې عبارت ده د حکومت له بنیاد او تنې څخه.
ځکه په ټولنه کې یوه حاکمه او امر کوونکې مرجع لرل د یوه باثباته او کنټرول شوي چاپیریال لپاره ډیره مهمه برخه ده، تر څو هر څوک په کې ژوند وکولی شي.
همدا راز له حکومت پرته دا مشکله ده چې موږ دې ښاروالي، پاکې اوبه او حتا بریښنا ولرو، له حکومت بغیر به هیڅکله نه مشر، نه نظامي سکتور او نه یو منظم چوکاټ ولرو چې تر څو د خپل قلمرو ساتنه خو وکړو! نو پر همدې اساس د حکومت رامنځته کېدل د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره خورا ضروري دي، چې دا حکومت د ګوندونو له لورې جوړیږي.
۲- د بدلون راوستل
د سیاسي ګوندونو د موجودیت بله ستره ګټه دا ده چې خلکو ته دا چانس ورکوي څو دوی په بیلابیلو ډلو کې شامل شي او دا احساس کړي چې دوی د خپل هیواد په اداره کولو او چارو کې ونډه لري او لرلی یې شي.
ددې ترڅنګ د بې شمیره خلکو له هره پلوه سمبالښت او پالنه، د خلکو له لورې د هغوی په خوښه بدلونونو راوستل او د هغوی او کورنیو پر ژوند یې مثبت اغېز هله کېدای شي چې یو حکومت شتون ولري او دا (د خلکو په خوښه حکومت) له ګوندونو جوړیږي، ځکه خلک په ګوندونو کې شامل وي.
همداراز د سیاسي ګوندونو د موجودیت پرمهال ټاکنې کېږی، ټاکنو کې خلکو ته چانس ورکول کیږي چې د خپل فکر سره سم داسې نوماندانو ته رایه ورکړي، چې د هغوی په نظر ګټور وي، څو یې په ژوند کې لا ښه والی راولي.
خو سیاسي ګوندونه زیانونه هم لري؛ لکه د نابرابرۍ شتون:
د ډیرو سیاسي ګوندونو لرلو ستر زیان دا دی چې مساوات یا برابري په کې نه وي، که په یوه هیواد کې ۵ سیاسي ګوندونه وي، هلته یوازې ۲ یا حد اکثره ۳ ګوندونه ممکن ډیر پلویان ولري او واک به ترلاسه کړي، خو دا به پر هغو رایه ورکوونکو، هېوادوالو او خلک بد اغېز وکړي، چې هغوی د کوچنیو یا کم شهرت او نفوذ لرونکو ګوندونو ملاتړ کوي.
کله چې کوچني ګوندونه ډیرې رایې نه ګټي، په واک کې د ګډون چانس هم له لاسه ورکوي، کېدای شي دا ډول حالات له واکه پاتې ګوندونو او پلویانو غبرګونونه راوپاروي، ممکن دا غبرګونونه زیان اړوونکي وي.
له بله پلوه ډیر خلک دا فکر کوي چې یوازې یو سیاسي ګوند حق نه لري چې هغوی دې عمومي پرېکړې ترسره کړي، دا تر یوه ځایه حقیقت لري، ځکه کېدای شي اکثریت اوسېدونکي د یوه ګوند هغه تصامیم رد کړي چې ترسره کوي یې، نو پر همدا اساس به د خلکو یوه لویه برخه یا نیمايي نفوس د پریکړو او تصمامیو په کولو کې هیڅ نه شي ویلی، ځکه واک کې یې نشته.
موږ تیرو ۴۰ کلونو کی خپل سیاسی ګوندونه د سر په سترګو ولیدل ،یو شمیر یی دقدرت په آرمان ، قدرت ته هم ورسیدل خو ملت ته یی کوم زیری نه درلود ، ټول جنګونه ، وژنی او تباهی چه تر ننه غزیدلی بیاهم څوک نه وایی چه ما خطا کړی .
سیاسی ګوندونو پوخوالی نه درلود ، د بهرنیانو او استخباراتی کړیو سره تړاو، پردی مفکورو لپاره کار، ملی اهدافو سره نا آشنایی ، انحصار،غصب ،ملت وژنه ، جاهلی تعصبات راپارول ، منفی رقابتونه، معاملی او نور ملوث او غیر افغانی سوغاتونه هغه څه دی چه سیاسی ګوندونو ملت ته راوړی او کومه ښه ملی یا خوږه خاطره یی ملت نده ثبت کړی .
زما نظر دادی ترڅو په ملت کی ،ملی اخلاق ،ملی تربیت او ملی اهداف ،روښانه او روزل شوی نه وی او د ملی خدماتو ، خدمت او خیر کی مسابقی ظرفیت نه وی غوړیدلی ، سیاسی ګوندونه به همداسی مصیبتونه زیږوی او دملت خدمت ته به وخت نلری .
اوس د ملی ګټو د فکر د روزنی ، ملت جوړونی او د سیاسی ګوندونو د خبیثه فکری اوعملی بقایاوو د پاکولو او صفا کاری لپاره ضرور دی چه افغان شموله ملی حرکت چه ملی ارزښتونه ورکی وغوړیږی باید په لاره واچول شی ځکه اوسنی حالت د سیاسی ګوندونو کی شر یی لوی دی تر خیره ، نو ځکه مشروعیت هم نلری .
هره ټولنه ځان ته مدني، فرهنګي، سياسي،اجتماعي او اقتصادي برخې لري ټولنې په دوه برخو جلاکيږي يوه لوڅه ټولنه او بله تړلې يا پټه ټولنه چې په دې برخه کې ټول اسلامي هېوادونه راځي او د لويدځې يالوڅې ټولنې سره د مقايسې وړنه دي بنا بران ګوندونه ېې هم دلته مثال نشي کيدا
زموږ د ټولنې معيار په داسې کچه کې موقعيت نه لري چې موږ د سياسي ګوندونو معيارونه د ګټو او تا وان په قالب کې برابر نه راځي ځينې مهم تکي ېې داکتر اتل په تبصره کې ليدل کيږي چې تکرار ته اړه نه ليدل کيږي
د نړۍ په هېڅ هېواد د ګوندونو رقابت يوې داسې مرحلې ته نه راځي چې خپل بيګناه ولس د خپلو ګټو لپاره ووژني
دتاريخ په اوږدو کې لا هېڅ دومره هېوادونه د امنيت په نوم يو بل هېواد ته نه دي راعلي
د افغنا نستان د کړکېچ په وخت دا لازمه نه وه چې په يوه مفکوره کې اووه ډلې رابسيره شي او هر څوک ېې د ميراث ادعا وکي
غټ مثال معلم عطامحمد دي چې اوس ١٥ وزيران، ١٥ ولايته، ١٥ د پارلمان وکيلان او ١٥ نور ملکان او واکداران غواړي بل انډيوال ېې د بل نظام غوښتنې کوي واېې چې
ګاو در حال مردن وقصاب در غم چربو