استاد عبدالرب رسول سیاف

تاند، یکشنبه، د حمل ۱۷مه: پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر استاد سیاف، یونس قانوني، او کریم خلیلي له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته عبدالله ته ورغلي او له دې منځه استاد سیاف د روان بحران په اړه د شین څراغ د لیدل کېدو خبر ورکړی دی.

استاد سیاف ویلي، له عبدالله سره یې د سیاسي اختلافاتو د هواري په خاطر لیدنه کړې او دی ژر تر ژره یوې روغې جوړې ته خوشبین دی.
استاد سیاف پر خپله فیسبوک پاڼه له ملت څخه د اختلاف د حل لپاره د دعا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هر څه د خیر خواته روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله د ټیم یو مهم غړي فضل احمد معنوي پر ټویټر لیکلي چې بحران هغه وخت حل کېدای شي چې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان شي.

بلخوا د امریکا د باندنیو چار وزارت خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د بهرنیو مرستو دوام په یوه همه شموله حکومت پورې تړلي وي.

One thought on “سیاف: د غني او عبدالله لانجه د خیر خواته روانه ده”
  1. که هر سیاستمدار، پخوانی رهبر او قومي مشر ددې لپاره د غنی او عبدالله په مینځ کې جوړجاړی کوي چې بیا د تش په نوم ملی وحدت حکومت رامنځته کړي نو دوی دې الله د اهل اولاد سره تباه کړي. دا جوړجاړی نه بلکه د هغه ملت سره ظلم دی چې نه ډوډۍ لري او نه کار او همدوی ددوی په وینو خپل ځانونه د ارګاهاوبارګا خاوندان کړي. غني هم غل او منافق دی او دا ویره لري چې عبدالله او دده پڅیر نور راباندې بیا د غلا شکایت نړیوالو ته ونکړي نو د سازش په تمه دی کوم چې دده بې غیرتي او د ډار ثبوت دی.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *