تاند- عبدالرب رسول سیاف هم د پغمان د وحشیانه تجاوز عاملانو ته د اعدام غوښتنه وکړه.
د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف د پغمان پېښه وحشیانه وبلله، ویې ویل چې عدلي او قضايي اورګانونه باید د دې پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي.
دا پېښه کابو دوې اوونۍ پخوا وشوه.
پر دې پېښه د استاد سیاف غبرګون له دې کبله د توجه وړ دی چې د ده په قلمرو کې شوې ده.
په افغانستان کې د امریکا سفارت هم د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو شمېر جنایتکارانو له لوري پر ښځو تجاوز وغانده.
د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د متحدو ایالتونو سفارت په پغمان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ بې رحمانه غلا، وهل او جنسي تېری په کلکه غندي.
تېره اوونۍ یو شمېر وسله والو جنایتکارانو په پغمان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ نارینه او ښځې له موټرونو کښته کړل، وسایل یې ترې لوټ کړل او پر ښځو یې جنسي تېری وکړ.
افغان پولیسو د دې جنایت په تور شپږ کسان نیولي او وايي چې د لسو نورو د نیولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.
– سياف دا دوه هفتي خاموش نن جه دامريكا سفارت دا موضوع ورتله سياف هم خبل سر راويست
جنایتکارانو ته باید سخته او قانونی جزا ورکړل شی اما پدی شرط چی واقعی مجرمین وپيژندل شی . عدلی او قانونی مراجع باید په ټول جدیت او عدالت سره د داسی قضیو بررسی وکړی هسی نه چی کوم بیګناه د نولس او شل په حساب اعدام نه شی. د استاد سیاف دا بیان پرځای او پر خپل وخت دی .
دغه فاسد او فاسق مجرمین باید داسلام داحكاماتو مطابق مجازات شی، خو دا ۱۳ كاله کیګی چی امریکایان افغانان وژنی او ښځی خو لا پریده په نرانو یی هم جنسی تیری پری نخود، احتمال لری چی سیاف یی هم دتیغه تیر کړی وی… سیاف ولی دهغوی په ضد داسی اعلان نه کوی چوپه خوله ناست دی؟؟
په هيځ کار کې باید عجله ونه شي، استاذ سیاف له پوره تحقیقاتو وروسته خپله خبره وکړه،ډېر په پرځای خبره يې کړې ده، الله پاک دې جنتونه ورکړي، جنرال صیب تاسې خو پوځي خلک ياست قومنده مو عاجل وي.