تاند- پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ولسي جرګې له غړیتوبه استعفا ورکړه څو د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ځان کاندید کړي.

سیاف د ولسي جرګې دوهم غړی دی چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د جرګې له غړیتوبه استعفا کوي. ویل شوي چې د سیاف لومړی مرستیال به اسماعیل خان وي خو اسماعیل خان تراوسه د ابو او انرژۍ له وزارته استعفا نه ده کړې.

په همدې حال کې پخواني دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک هم د ولسمشر کرزي له سلاکارۍ استعفا کړې ده خو د ده د استعفا د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. ویل کېږي چې ښايي وردک د کوم کاندید د مرستیال په توګه معرفي شي.

تر دې مخکې محمد محقق استعفا کړې وه څو په انتخاباتو کې د عبدالله د دوهم مرستیال په توګه کاندید شي.

ویل شوي چې اسحق ګیلاني هم په همدې منظور استعفا کړې خو د ګیلاني د استعفا په اړه د ولسي جرګې اداري پلاوي تراوسه څه نه دي ویلي.

سیاف یوه ورځ وروسته له دې اعلان وکړ چې ځان ولسمشرۍ ته کاندیدوي چې عبدالله عبدالله رسماً ځان کاندید کړ.

ویل کېږي چې سیاف د بریالیتوب زیات چانس نه لري خو که کاندید شي د عبدالله د بریالیتوب امکان زیاتولی شي ځکه چې د نورو احتمالي کاندیدانو لکه اشرف غني احمدزي، قیوم کرزي او یا هم زلمي رسول رایې کمولی شي.

اشرف غني د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځان به ژر ولسمشرۍ ته کاندید کړي خو تر دې دمه یې د انتخاباتو کمیسون ته مراجعه نه ده کړې. همداراز د زلمي رسول او قیوم کرزي په اړه ویل شوي چې ځانونه کاندیدوي.

6 thoughts on “سیاف د ځان د کاندیدولو لپاره له ولسي جرګې استعفا وکړه”
  1. الله دی دا مردار خبیث هلاک او تباه کړی تاسو د هغه د مهاجرت د وخت ویناوی واوری او اوسنی حالت سره یی مقایسه کړی بیا به وایی چی اصلی منافق خو همدا خبیث دی

  2. دا شادولا لکه چې د اخوان المسلمین له برخلیک څخه تر اوسه بې خبره دی؟! خدای د غرق کړه مردار شې، ته نا پښتون او غربي نژاده. افسوس په هغه پښتو ژبه چې تا د مور په غیږ کې زده کړیده.

    دا به ښه وای چې ستاسو اجدادو له را کډه کیدو سره سم پښتو نه، بلکه یوه بله ژبه زده کړې وای. نن خو به ستاسو په څیر یو خائین او بې غیرته انسان د پښتون په نوم نه یادیده.

  3. خلک تر اوسه د انتخاباتو په ارزښت نه پوهیږی، ځکه په کلو او بانډو کی هلته چه امنیت نشته نو هیچا د انتخاباتو کارتونه نه دی اخستی بالخصوص په پښتنو میشته سیموکی. وایی چه د جاهلانو په کلی کی خورا څو عټ غټ جاهلان وو څو په انتخاباتو کی ځان کاندید کړی. بالاخره د کلی ډیری جاهلانو هغه ته رایه ورکړه او یووار بیا یو جاهل د خلکو پاچا شو. اوس اوس زموږ په وطن د جاهلانو پادشاهی ده او دا نړی به تر هغه وخته روانه وی څو چه ټول اولس د علم په معرفت سره نوی سمبال شوی

  4. د استاد سیاف د ثروت خزانه کاملا ډکه شوی ده او اوس غواړی چی له هغو نه یو څه د ټولټاکنو په کمپاین کی مصرف کړی او حد اقل خپل نوم خلکو ته وښی چی زه هم یو وخت ولسمشری ته کاندید وم. او د ده خبره این میدانه که سیاف نزنه کی میزنه ،
    افسوس زمونږ د هیواد په حالت . د پښتنو رایی خو لا اوس سره تقسیم شوی . ولس باید هوښیار شی . نه سیاف د جمهوری ریاست لیاقت لری نه ښاغلی ګل آغا شیرزی. استاد سیاف ته هغه پخوانی جهادی مشری او د ولسی جرګی غړیتوب کافی و ده ته خپل ځان معلوم دی چی د هیواد په سطحه حتی د ولسی جرګی ریاست ته بریالی نه شو، نو د ولسمشری مقام خو ډیر لری دی .
    شیرزی صاحب باید خپله مورچل ټینګه وساتی او د ضرورت وخت کی ده جناب ټول افغانستان ته خدمت کولای شو .

  5. سیاف رئیس المنافقین دی. دی نه پښتون دی نه افغان. مجددي صیب وایي چې د سیاف پلارهندو و او د مجددي پلار معصوم مجددي ورته کلیمه زده کړه. سیاف ځان ته د کونړ سیید وایي، چې ګویا له هغه ځایه پغمان ته راکوچیدلي دي، خو په کونړ کې یې د کورنۍ هیڅ نښه نښانه نشته..
    دې د نظار شورا او جمیعت مزدور دی او د هغوی په قومانده ددې لپاره کاندیدیږي چې د پښتنو ووټونه کم کړي.
    د ده رول همدا دی چې د افغانانو د اتفاق مخه ونیسي.
    په منافقت او د عربو او امریکا په مزدورۍ یې څو کتابونه لیکل کیدای شي..

  6. محترمولوستونکو اسلام علیکم:
    د محترم استاد سیاف په هکله لږ معلومات درسره شریکوم وقعت دی خدای (ج)دی وکړی چی واقعت یی وبولی
    دجهاد په وخت کی به د استاد سیاف په خوله به دایوه کلیمه وه چی جهاد جهاد جهاد دی خوبدبختانه زمونږ ځوانان یی شهیدان او ښځی یی وکونډی کړی او دا وس د مزو په څوکی ناست دی او د به مجاهدینوته دا سی ویناکوله که چیری زه چا د کفارو په منځ کی اویا د هغوی سره په ‌ګډ دولت کی نوزه به یا لیونی او یا مرتد شوی ووم محترمو داستاد یاسر تقریر هم واوری نو

ځواب ورکول نسیم بابر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *