تاند- پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف یو ځل بیا پر طالبانو سخته نیوکه وکړه، هغوی یې د دین دښمنان او د پردیو نوکران وبلل.

سیاف، چې د ولسي جرګې غړی دی،  د احمد شاه مسعود د دوولسم تلین په مناسبت په یوه غونډه کې وویل:«طالبان غواړي چې اسلام بدنامه کړي.»

ده د حضرت پیغمبر یوه حدیث ته اشاره وکړه، ویې ویل:«حضرت پیغمبر د یوې داسي ډلې د پیدا کېدو وړاندوینه کړې وه چې خلک به په متروکو وهي، او دا ډله به تل د خدای په قهر ککړه وي، طالبان هماغه ډله ده چې پیغمبر یې وړاندوینه کړې وه.»

سیاف په عین حال کې وویل چې د سولې پلوی دی خو باید سوله له ازادو خلکو سره وشي نه له طالبانو سره چې مزدوران دي.

فهیم له انتخاباتو پرته بله لار نشته

د مسعود د وژل کېدو په مناسبت په غونډه کې د کرزي لومړي مرستیال قسیم فهیم د انتخاباتو پر ترسره کېدو بیا بیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې له انتخاباتو پرته د واک لېږدولو بله لار نشته.

مارشال فهیم وویل: «د افغانستان د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د واک د انتقال لپاره له انتخاباتو پرته بله هیڅ لار نشته. انتخابات به خامخا کېږي، دا زموږ مسوولیت دی چې د کرزي د دورې تر پایه پوري د انتخاباتو د کولو لپاره نهايي هڅه وکړو. له انتخاباتو پرته بل ډول فکر (زهر) دي.»

ده وویل، له دې سره سره چې د ناامنۍ، د بهرنيو پوځیانو د وتلو، د بهرنیانو د لاسوهنو د دوام او د ګوندونو د مختلفو نظرونو په شان ستونزې شته خو له انتخاباتو پرته بله چاره نشته او افغانستان به پخواني وخت ته ونه ګرځي.

فهیم د انتخاباتي اتحادونو د جوړېدا هرکلی وکړ او د یوه بریالي ولسمشر لپاره یې څو معیارونه په ګوته کړل، ویې ویل:لومړی مسلمان توب، بیا د افغانستان د خلکو په دردونو او کړاوونو پوهېدل او بیا افغان توب مهم دی.»

ده هغه کسان، چې د ده په وینا په جهاد او مقاومت کې یې برخه اخیستې ده، د افغانستان د خلکو په کړاوونو پوه وبلل.

فهیم زیاته کړه:«باید په قومي، ډله ییزو او وطني احساساتو پسې ونه ګرځو، د دې پرځای باید د افغانانو د زحمتونو او کړاوونو د زغملو او مسلمانۍ معیارونه په پام کې ونیسو.»

ده د سولې لپاره د سولې د عالي شورا ترڅنګ د یوه کمیسون د جوړېدا وړاندیز وکړ.

12 thoughts on “سیاف : طالبان د اسلام بدناموونکي او د پردیو مزدوران دي”
  1. مارشال خو د مسلمانی خبری ډیری کوی خو د د کابل بانک په مسله کی (چی په افغانستان کی غټ سودخور بانک دی) ترټولو ستر سودخور دی راووخوت. او دده دوه زامن هره مبارکه جمعه شپه د عیش او عشرت لپاره تاجکستان ته ځی .

  2. یو لنډه نیوکه لرم ستاسو دلیکنی په یوه برخه کی تاسو لیکلی دی چی فهیم دیوه اولس مشر لپاره دری معیاره وړاندی کړل لومړی مسلمان توب بیا دافغانانو په کړاوونو پوهه او دریم معیار یی افغان توب خوماچی دده خبری واوریدی لوړی یی مسلمان توب دویم مجاهد اودریم معیار یی افغان توب وښود نو بناآ تاسو باید حقایق څرګند کړی

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغانستان کاغذي زمريو او نانځکو ليډرانو ته سلامونه او نېکې هيلې! دا څرګنده ده، چې د افغانستان د وروستيو څو لسيزو د بدمرغيو مسؤلين هغه نا اهله ليډران دي، چې له کمونیسته رانيولې بيا په مجاهد ورختلې او تر نننيو تيکنوکراتانو رارسېدلې غميزه ده، چې ورځ تر بلې يې ماغزه فاسد کېږي او ټولنه لکه چومجي او ګونګټې خوري.
    زموږ کمونيستانو له روسيې ترخې اوبه څښلې، زموږ مجاهدينو مو له عربو او پاکستانه د نيشکرو شربتونه غوښتل او د آب زمزم غوړپونه او ننني لاسپوڅي مو بيا په امريکاي کوکاکولا او انګرېزي ويسکي ژبه سړوي!
    درنو هېوادوالو! زموږ هېواد يو ډېر بې وزله او غريب دی، ځکه بهرنيو مرستو ته اړ يو، مګر يو څه بايد په خپلو مفزونو کې وسپړو چې د افغانستان نننيو چارواکو په وروستيو ۱۳ کلونو کې زموږ ملت ته څه ورکړل. د غربي نړۍ ۲ تريليونه ډالره څه شول، ننني په افغاني ټولنه تپل شوي ليډران به وايي، چې طالبانو پرې نه ښودلو، مګر دا بيا نه وايي، چې څه اړتيا وه، چې د ليلا په دښته ۲۴ زره ځوانان ووژنی! يا خپلو ځانو او خپلوانو ته د عينو مېنه، يا د پغمان دره يا قرغې بند ووېشی او يا هم د ملت شتمني غضب کړی!!!
    تاسو په خپلو خرڅ شويو مفزونو افغانستان تباه کړ، ځانونه مو شتمن کړل، مګر حرص هم پوله لري، نو تاسو د څلورو لسيزو په بهير کې رموږ ملت ته څه ورکړل، خو د افغان ولس وروستی چانس مو هم له خاورو سره خاورې کړ او ټولنه مو بيا په من او تو ووېشله، چې افغان ولس به يې بيا قرباني ورکوي او اوس هم د افغان ولس د وېشلو لپاره هلې ځلې کوی.
    تاسو مجاهدينو او پرونيو ملحدينو او نننيو مشرکينو وکولی شول، له روسيې او پاکستانه مرستې واخلی خو خپل ملت پرې برباد کړی او نن هم د امريکا په مټه په خلکو واک چلوی او د ظلم مېچن د انسانانو په وينو چلوی، مګر بيا هم نه غواړی، چې افغانستان ته آرامي راشي او خپلو خبرو ته له بده مرغه د رسول اکرم د روايتونو او خبرو پوړنی هم ورآغوندی!
    خدای دې تاسو ته هدايت وکړي او يا دې خپل غضب درباندې نازل کړي، چې ستاسو له غير انساني کړنو د افغان ولس وژغورل شي.
    آمين يا ربالعالمين
    معه سلاموکم الاهلول شعور!
    ملا ميوند آخوند

  4. مارشال صاحب او دده به شان جهادي او خلقي دلي له مسلماناوب برته بله كومه دكري لري د مسلمان غم نشته د جان به غم كي دي!

  5. First of all may Allah gives all the shoahada (martyrs) agreat rewards .secondly I request It will be better to give all the money which spend every year
    On these kind of programs to the poor people who are suffering on the streets of capital city Kabul for a one bread.Mr Sayafe you know there is no concept In Islame for these kind of annually programs .
    Jazakullah

  6. سلامونه دوستانو

    زما غوښتنه د سیاف محترم نه داد چی تاسو د چا غلامان یاست

  7. علمیت تدی سلام په نن دورکی په ټول افغانستان کی ستاسو پشان علیم نه ترسترګوکیږی خوارمان چی دایرغلګرو دټولوافغانانو نوم اونشان وربدکی بل مارشال فهیم صاحب افغانیت ته سلام چی له دومرو ډالروسره سره ده افغانانو غم ورسره دی

  8. سیاف په افغانستان کې د تروریستي مکتب لوی موسس او تیوریست دی او طالبان د ده د مکتب طبیعي پایله او جبري شاګردان دي.

  9. دسیاف اوفهیم قواری(څیری) او خبری افغانانو ته نوری په زړه پوری نه دی، بله داچه د امیر صیب مسعود دقتل په ټول پروګرام کی هم دغه دواړه شریک دی، کله چه دامیرصیب مسعود تلین شروع شی نودغه دواړه په شریکه دغه تلین لمانځی اوغټی غټی خبری پکی کوی، زه حیران یم دغی خلکو ته چه یومسلمان هم وژنی اوهم یی دوژلو څخه وروسته لمانځنه کوی، الله ته به ځواب ورکړی.

    غلام رسول دوزخی

  10. زه سیاف ته وایم آیا ته خبله مزدورنه یی ته د چا په زور راغلی اشنا او اوس ته د ۴۵ هیوادو غلام نه یی او بیا د شمالی تلوالی غلام نه یی

ځواب ورکول غلام رسول دوزخی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *