عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- عبد الرب رسول سیاف نن د جنرال دوستم په مشرۍ له ملي جنبش سره موافقه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د جنبش یو غړی د دوهم مرستیال په توګه معرفي کوي.

له دوستم سره د سیاف د موافقې پراساس به عبدالوهاب عرفان د سیاف دوهم مرستیال وي.

سیاف تر دې مخکې د اوبو او انرژۍ له وزیر محمد اسماعیل خان سره موافقې ته رسېدلی و.

پر دې اساس به سیاف د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اسماعیل خان د لومړي مرستیال او عبدالوهاب عرفان د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي.

عبدالوهاب عرفان د مشرانو جرګې غړی دی. نوموړی په خټه ازبک او د تخار ولایت اوسېدونکی دی.

9 thoughts on “سیاف له دوستم سره د دوهم مرستیال په غوره کولو کې موافقې ته ورسېد”
  1. د سیاف په باب پرون کوم چا ډیرې بهترینې ۱۸ خبرې لیکلې وې. ما پرې دوه نورې ورزیاتې کړې چې ۲۰ شي، لطفا یې ولولئ:
    ۱. استاد سیاف پخپله دنده کی واقعا استاد دی هیڅ بل څوک نسی کولای د ده په شان شرایطو ا حالاتو ته په کتو ډول ډول کړنی تر سره کړی زه غواړم د استاد فضایلو ته ستاسو پام راواړوم.
    ۱: استاد د شوروی په وړاندی په لوڅ سر او لڅو پښو په اصطلاح جهاد پیل کړ استاد بهرنی پوځی پخپل هیواد کی نسو زغملای ځکه یی د بهرنی پوځیانو تر شړلو د جهاد سنګر ګرم وساتۍ ، کوم بهرنی پوځیان چی نن زموږ په هیواد کی شتون لری استاد دا بیله خبره بولی، دا پوځیان خو د اسلامپالو او بنسټ پالو د ټکولو لپاره راغلی دی او دوستان دی.
    ۲: استاد تر بل هر رهبر وتوانیدۍ د عربو نقدی مرستی ترلاسه کړی چی د الهی استعداد نماینده ګی کوی داچی عرب پخوا مجاهد وه اوس القاعده شول دا د شرایطو او حالاتو بدلون دۍ صرف استاد د حالاتو سره ځان عیار کړ.
    ۳: زما په آند که استاد ته ووایی چی هغه ایت شریف ( د یوه مومن قتلول د ټولنی د وژلو په شان ده) څه تعبیر لری هغه به ووایی چی دا زموږ د شرایطو سره مطابقت نه کوی. استاد له دی کبله چی د امریکایانو د شتون دوام غواړی هیواد او ولس ته کوم بد نیت نلری د ځان د ساتنی او بقا په هیله دا کار کوی.
    ۴: د استاد ګلبدین تر هغه خوښ ؤ چی د روس سره یی جهاد کاوه خو د امریکی په وړاندی جهاد د دوستانو سره جګړه ده نه جهاد.
    ۶: د استاد طالبان په دی نه خوښیږی چی تر شرعی اندازی اوږده ږیره نه منی پداسی حال کی چی دده مبارکه ږیره د واقعی اسلام ثبوت دۍ .
    ۷: استاد په غرب کی د کابل د شیعه مسلمانانو په وژنه ډیر ستړی سو خو هیڅ چا مننه ځنی ونکړه ځکه ګیله مند دی.
    ۸: استاد د ولس دمینی له کبله پر ځان ګناه ومنله د چمتلی دښته یی غصب کړه مګر ولس یی د کورو خاوندان کړه.
    ۹: استاد افغان ولس د معلم ،کافر، لوڅ سری او کمونست په نامه وژل خو اوس د دوستم سره په حاکمیت کی ځکه شریک دی چی دوستم فیور کمونست دی دا نیمچه کمونستان د استاد نه خوښیږی.
    ۱۰: استاد د ښارګوټو جوړول د ولس سره جفا بولی ځکه دی دا کار نه کوی هغه وای مرګ نیژدی دۍ غصب او ډالرونه په درد نه خوری د اخرت له پاره خواری پکار ده.
    ۱۱: د استاد د وینا سره سم هغه به په جنت کی د احمدشاه مسعود، دوستم،ربانی او نورو مجاهدینو سره وینی.
    زه نه یم خبر چی په جنت کی هم غصب ،وژل او پانګه سته که یه ؟ خو استاد ورته خوشاله دۍ شاید وی به!
    ۱۲: د استاد په آند بهرنی دوستان (امریکا،جرمنی،فرانسه ، استرلیا، ایتالیا ،انګلینډ، او نور) زموږ په هیواد کی د دین ساتنه کوی او پر مسلمانانو لورینه لری له یوه اړخه ولس د تروریزم یا اسلام پالو څخه ساتی او له بله طرفه استاد یی په زره لندکروزانو،بی شماره باډیګاردانو نازولۍ او د بنسټ پالو څخه یی ساتلۍ دی.
    ۱۳: استاد کینه دله ندی د محقق،دوستم او خلیلی سره یی پخوانۍ دښمنی خاورو ته وسپارل استاد وای زما دښمنی خو د محقق او خلیلی او دوستم سره نه وه بلکه زما دښمنی د ګوته سنګی ، افشار د خلګو سره او ازبکو سره وه هغه چی له منځه ولاړه نور خیر او خیریت دی هیڅ مشکل پاته ندی.
    ۱۴: استاد د خدای د دښمن ابلیس سره دومره دښمنی لری چی اوس یی د هغه چوکۍ په خطر کی اچولی ده نیژدی چی شکست ورکړی او د ویاړ او غرور چوکۍ تری نه خپله کړی.
    ۱۵: استاد ډیر حلیم دی کله چی یی امریکایانو کور تلاشی کړ ده په ډیره حوصله مندی وویل خیر دی دوستان څه په میلمستیا را وغوښتل سی څه بی خبره کور ته راسی په دواړو صورتو کی میلمانه دی.
    ۱۶: استاد و هغه حدیث ته په کتو(زه رالیږل سوی یم چی د اخلاقو مکاریم تکمیل کړم) نه په غوسه کیږی صرف او صرف په کال یویا دوه ځلی کنځاوی کوی خو پخی یی کوی هغه هم د مسعود او ربانی د مړینی په کالیزه کی
    ۱۷: استاد د خپل خط څخه د سر په بیه نه تیریږی صرف دوستم یی پخوا کمونست او کافر ګڼی جهاد یی ورسره کاوه کله چی امریکایانو پوه کړ چی هغه ډیر زورور دۍ بیا یی د ستر مجاهد په نامه وپیژندۍ او په نظام کی ورسره شریک سو .
    ۱۸: استاد چی پس له اوږدی مسافرۍ څخه کابل ته راغۍ د حاکمیت د لمړی سړی په هکله ډول ډول نظریات موجود وه کله کله هم د ظاهرشاه و قدرت ته د راګرځیدو خبره کیدل استاد خپل دریځ داسی بیان کړ( که ظاهر شاه کابل ته راسی زه به بیا سترګی توری کړم او له سره به جهاد پیل کړم) خو کله چی امریکایانو نصیحت ورته وکړ نو بیایی د ظاهرشاه هرکلی وکړ او چی ویی لیدل چی ناټو او امریکا و هغه ته ډیر اهمیت ورکوی نو ژر تر ژره یی په کاریزمیر کی د ظاهر بابا په ویاړ میلمستیا وکړه او د احترام د څرګندولو په موخه یی لاسونه ورمچ کړ.
    ۱۹. استاد سیاف په دې خفه دی چې د رئیس المنافقین غوره لقب ولې عبدالله بن ابی ته ورکول شوی و ، دا د ده حق و چې باید ورته ساتل شوی وای.
    ۲۰. استاد د ظاهر شاه په باب ویلي وو چې که ظاهر شاه مو له سیاف سره یو ځای ولید نو پوه شئ چې سیاف کافر شوی دی، ځکه ظاهر شاه نه مسلمانیږي. خو بیا یې ورته ډیره شانداره میلمستیا وکړه او دې یې د ملت د بابا په توګه ومانه.
    داوه د محترم استاد سیاف د حق دلاری مجاهد خصایل او فضایل چی لنډه یادونه یی ضرور وه.

  2. ياره سيپو
    ډير چالاکه يئ يو معاون د ازبک بل د تاجک خو هزاره ته د اوس هم ـ بادرنک ـ په لاس کښۍ دۍ
    سيپو زه خو ديته حيران يم چه که فرض کړه هغه وخت د خدائ مه کوۍ خو نه وئيل کيږۍ ـ شهرئ ناپورسان دۍ ـ
    ته رئيس جمهور شوۍ او د خپل امارت په دربارۍ دوره امريکا ته لاړ شۍ نو ايا دا خپله ـ سونت شريپه ـ چه تا د عربانو شيخانو په عربئ عترو او غوړو په ـ التحفاتو ـ د حد نه لګ ځه ډيره غټه کړۍ کوم ميدان هوائي کښۍ پريګدۍ او امريکا ته به زئي او د اوباما ځنکته به دريګئ.
    ستا د کانديدا نه بعد زه په دهغه چورت کښۍ غرق يم

  3. خدایا؟ چي قهروغضبی نیست که بالای این ملت مظلوم روا میداري؟بالای کرزۍها کبرکردیم۰سال بسال یوم البتردرحرکت است[جامعهءبې تعليم سزایش همین

  4. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    که دغه ډله مو وټاکله، نو په دې پوه شی، چې تباه شوی! تر دغه ږیرورو خو بيا همغه اشرف غني او خليأ زاد ډېر ښه دي!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  5. ویل کیږی چی یووخت خره اویژبدلک سره وهلی ؤلومړی یژرب وهلی په خوراسړه سینه پرخره واری وکړژبه یی پروټکوله مچی بوسی موسی یی هم ځنی واخستلی ]واردخره دوستم راغی خره چی ګریس کاری پیل کړه دکارپه جریان کی یژته وویل مرایک بوسه يژورته وویک دوچوری پسیش کوګردنم دورنمی خوردهی هی شمالی لاله زارسیافه ورته ټینګی کړه داهغه خبیث ده چی ۶۵۰۰۰مظلوم کابلیان موسره تاله ترغه کړل لیوورمه پیایی څره وی پشوغوشی ساتی شغال اوګیدړچرګان ګوری تاریخ سرچپه سوزمااولسه الله موناره واوره

  6. دغزني د مقر اولسوالي (ولسوالي ) څخه يو دوست مي دغه لاندي شعر په تيليفون کي راته ووايه ،زما خوښ سو هيله ده چي ستاسو هم خوښ سي:

    د ټول ټاکنو آوازې خپرې شوې— جهاد سمبول شو ماملې تودې شوې
    د هر پاټک مشر د ارګ په تمه — کور په کور جوړي اعتلاف جرګې شوې
    د قوم په نوم سوداګري روانه — د اولسمشر او مرستيال کيسې شوې
    له بهرنيانو د هوکې په تمه — اعتلافونو کي شروع دعوې شوې
    نه شخصيت،نه لياقت،نه اهليت پکار ده
    پر ټولټاکنو کمېسيون د توپکوالو شپې شوې

    بدلونه صبر دي په خدای شه ، دوعاګاني کوه
    ستا پر ملت باندي شروع بيا پاټکي حملې شوې
    ولي بدلون

  7. ویل کیږی یوسړی ته چاوویل ښځه دی راوړی مبارک دی شه هغه په جواب کی ورته ؤویل هغه می بیرته پریښودله پرون له سیافوف قصاب سره نن بیاله وحشت غربی بوشزی سره نکاح=چه عجب شارست شاګل علقدارست ټپ ټپ ټاپیش کودیګه دقصيش مباش رواست یاناروا

ځواب ورکول abdulqahar hemat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *