عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: جهادي رهبر او د حراست و ثبات شورا مشر عبدالرب الرسول سیاف د افغان دولت لخوا د سولې مذاکراتو ته اعلان کړی پلاوی هراړخیز، ټولشمول او د ټول افغانستان د ارادې ممثل بللی دی.

استاد سیاف رسنیو ته په یو استولي ویډیويي پيغام کې ویلي، په دغه پلاوي کې د افغانستان د هر سیاسي جریان لوري او ګوند استازي راټول دي او دی د تشویش وړ کومه خبره نه په کې ویني.

د ښاغلي سیاف په خبره، په دغه پلاوي کې علما، ښځې، تکنوکراتان، د پوهنتون استادان، پوهان، د پاخه عمر او ځوان عمر لرونکي کسان ځای شوي دي او دی یې ملاتړ کوي: (( دوی چې هر څوک او د هر قوم خلک دي د افغانستان د ګټو دفاع به کوي، دا د ټول افغانستان پلاوی دی، موږ ته یې قوم مهم نه دی موږ ته مهمه ده چې د افغانستان مصالح وساتي او سولې ته راسخه او قاطعانه اراده ولري.))

ښاغلي سیاف پر ټولو لوریو غږ کړی چې د دغه پلاوي ملاتړ وکړي او خبرداری یې ورکړی که څوک د دغه پلاوي مخالفت کوي نو دا به اصلا د سولې له پروسې سره مخالفت او د افغاني مذاکراتو په پروسه کې د خنډ اچولو او ورته د زیان رسولو په معنا وي.

د افغان حکومت له لوري د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په اعلان شوي ۲۱ کسیز پلاوي که څه هم د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل، طالبانو او یو شمېر سیاسي لوریو نیوکه کړې ده، خو ناټو، اروپايي ټولنې، زلمي خلیلزاد او د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا پلاوی همه شمول او د سولې پر لور یو مهم ګام ته زمینه برابروونکی بللی دی.

د ولسمشر غني نږدې سلاکار وحید عمر نن پر دغه پلاوي د طالبانو او نورو لوریو نیوکو ته په غبرګون وویل، افغان حکومت د سولې مذاکراتو د پیل لپاره خپل ټول مسوولیتونه ترسره کړي او طالبان دې له دې زیاتې بهانې او پلمې نه کوي.

3 thoughts on “سیاف: مذاکراتي پلاوی هراړخیز او مخالفت یې د سولې د مخالفت په معنا دی”
  1. دغه زاړه وحشي بیشرمه بدنام ترهګرد مرحوم ډاکتر نجیب حکومت سره حتی خبر کفر ګڼلې او د افغانستان دعزت وروستي سپاهي د افغانژغورنې تاریخي چیغې ته داسې وغپل: … د کافر سره خبرې کیدی شي خو له مرتد سره نه کیږي… ورونو دا شرعي خبره ده… ملي مصالحه و مذاکره ټول دسایس دي دا ټول مکرونه دي، د دښمن چالونه دي…پام چې غیرله جهاده او استمرار د جهاده دې مسایلو ته هیڅ پام ونکړئ، هیڅ خپل وخت ورسره ضایع نکړئ

  2. سليم صيب ! ستا جهاد او استمرار جهاد هغه څه دي چې اوس ورته ضرورت نشته ، دواړه خواوې مسلمان او افغان دي ،او ملي مصالحه يو شديد ضرورت دئ ، د استاد سياف د دې ابلاغيې قدر کوو ، مونږ سوله غواړو

  3. سلام
    :رحمن بابا(ع) وایی
    د خزان پانې چې بېلې شی له ښاخه
    په حکمت به یې پیوند نه کا حکما
    اشنا یان که څوک پوهیږی نن یې وخت دی
    چې ځاریږی یو اشنا تر بل اشنا
    زهر ښه دی چې په صلح او صلاح وی
    نه شکرې په فتنه او غوغا
    سبحان الله

ځواب ورکول Lala battanwal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *