تاند- د مجاهدینو پخوانیو مشرانو نن له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د وروستني پوځي د وتلو د ۲۶ مې کالیزې په مناسبت په یوه غونډه کې ګېلې وکړې چې د مشرتابه له روله ایستل شوي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې بې دوی نه کېږي.

عبدالرب رسول سیاف، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې په شان ورسره سلامشورې نه کېږي، د افغانستان د اوسني حکومت د بهرنیو چارو پالیسي وغندله.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ناست و او نوموړي هم د افغانستان په سیاسي پرېکړو کې د مجاهدینو د ګډون غوښتنه کوله.

سیاف، له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو بدلون ناروا وباله، ویې ویل چې د مجاهدینو له مشورې پرته له ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو کې بدلون حرام او د دیکتاتورۍ عمل دی.

سیاف دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې نښې نښانې وايي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې تر بل هر وخت نژدې شوي او دواړو هیوادونو په خپل منځ کې پوځي او استخباراتي همکارۍ پیل کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویدیو کنفرانس له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره خبرې وکړې، ویې ویل چې د هند په ګډون ګاونډي هیوادونه د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ کړۍ کې شامل دي، له دغو هیوادونو سره افغانستان هراړخیزې اړیکې غواړي او اوس دا اړیکې د بدلون په حال کې دي.

ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر تاریخ تېره دوا وبلله، ویې ویل:«د ملا محمد عمر وخت تېر شوی دی. ملا عمر نور تاریخ تېر درمل دی. ډاکترانو یې له تجویزولو لاس اخیستي دي.»

عبدالرب رسول سیاف په دې اړه نور څه ونه ویل خو اشاره یې دا وه چې ګنې د طالبانو وخت تېر دی مګر ځای یې یوه بله سختدریځه ډله نیسي.

ښاغلي سیاف د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یادونه وکړه، هغه یې داعش وبلله، ویې ویل:«داعش کومه معجزه نه ده، موږ به یې مخه ونیسو.»

ده په عین حال کې وویل چې داعش د کابل دروازو ته رارسېږي او د مجاهدینو د کورونو دروازې به وټکوي.

د سیاف نژدې متحد محمد اسماعیل خان وویل:«موږ د افغانستان د ازادۍ لپاره درنه قرباني ورکړې او د هغې به د زړه په وینو دفاع وکړو.»

ده د مجاهدینو له مشرانو او قومندانانو وغوښتل چې یو ځل بیا سره یوځای شي او د القاعده په شمول له ټولو ترهګرو ډلو څخه افغانستان وژغوري.

د دفاع پخواني وزیر بسم الله خان محمدي وویل چې د پاکستان د آی ایس آی په شمول د سیمې استخباراتي کړۍ د افغانستان د ناامنه کولو لپاره هڅې کوي.

12 thoughts on “سیاف وايي ملا عمر تاریخ تېر درمل دی”
  1. ،ته نو بیا خبله سم د مار زهر د ی چه سل کاله پس د بعضو پکار راځی ، اصلا د ارګندوی ډیر بی معنی او د هیواد دصلحی بهیر زیانمنوی .

  2. کوم جهاد؟ هغه جهاد چې وطن وران کړه وسلې او وسایط یې په کباړ کې وپلوره ، ځان ته ماڼې جوړې کړه او د ګولیو ضد ګاډو کې ګرځه او په سل ګونه باډيګاردان په ځان پسې ګرځوه

  3. سیاپ خان اسمیل خان بسم الله خان ته دومره وایم چی په دا خولو کی مو خدای پاک غټی غټی دانی وخیجوه چی اواز نه شی راباسلی او یا مو خدای پاک ګنګان کړه.

  4. پر ما ګرانو جهاد ،جهاد ناری وهل نسته دانګريز او امريکايانو دپنجابيانو په کومک سره زموږپر سر سوداګری روانه ده ،هغوی دخپلو هدفونورسيدلوپه خاطر دجهاد په نوم زموږ په وطن کی دخپلی خوښی سوداګر تربيه کړی او په نتيجه کی يي زموږ ګران هيواد دبربادی په لور روان کړی، زموږ هيوادوال دی نور په دغو سوداګرو باور ونه کړی ،چی دجهاد ناری وهی او په اصل کی غله دی.

  5. پر ما ګرانو جهاد ،جهاد ناری وهل نسته دانګريز او امريکايانو دپنجابيانو په کومک سره زموږپر سر سوداګری روانه ده ،هغوی دخپلو هدفونورسيدلوپه خاطر دجهاد په نوم زموږ په وطن کی دخپلی خوښی سوداګر تربيه کړی او په نتيجه کی يي زموږ ګران هيواد دبربادی په لور روان کړی، زموږ هيوادوال دی نور په دغو سوداګرو باور ونه کړی ،چی دجهاد ناری وهی او په اصل کی غله دی.بيشک ملت خو مجاهيد دی اما تاسو سياف اوستاسوملګرو په مکه معظمه کی قسم خوړلو زموږ په خوار ملت سوداګری شروع کړی کنه تاسو خو استاد وی دادومره پيسی مو دکومه کړی؟

  6. Sayaf considers himself to be a messenger of God, he thinks whatever he says is 100% curate according to Islam. He is the Abu Jahal of 21st century.
    He is morally bankrupt and he doesn’t stand for anything, only things that he stands for are his personal wealth, popularity and political power, which he proved in past 3 decades.
    Sayaf doesn’t give a shit about religion, morality or any other values. He and his warlords killed thousands of people during the civil war. Now he says they were minor mistakes, is he sure that he’s not making mistakes this time around?
    To sayaf Islam is like a knife, he himself eats melons with it and uses it to stab and tear others apart with it. He has lived a luxurious life for the past 30 plus years while the the rest of Afghans lived in poverty. Let’s be honest 35 years ago Sayaf was a poor man who couldn’t afford to even feed his widow mother. Now he’s a millionaire. He should be grateful for the conflicts and miseries of the Afghans which turned him into a millionaire.
    He has always used Islam to harass, intimidate and kill his opponents. Little does he realize that Quran says whoever killed one innocent human being as if he has killed the entire humanity, while sayaf and his bacha baaz and luchak warlords killed thousands of innocent people in Afghanistan during the civil war. Sayaf was the one who initially brought Arab terrorists to Afghanistan. Sayaf is as extremist as Mulla Omar is, they are both cut from the same cloth.
    Thanks

  7. زه به یوه خبره وکړم چی کمونستان په لمړی درجه کی ملامت دا ملامت او بیا هم ملامت ، خو تاته وایم ای په نوم مجاهده کله چی د یو توافق په اساس د ملګرو ملتونو نماینده بینن سیوان د داکتر نجیب څخه واک واخیستل او تاسو ته یی وسپارل ولی تاسو ددی پرځای چی یو منظم حکومت جوړ کړی کور په کور جنګ مو شروع کړل بیا په میلیونو نور بی ګناه او مظلوم ولس شهیدان او بی کوره او اوره شول تاسو که د خدای په خاطر جهاد کړای وای نو ددی کړیدلی ملت لپاره مو داسی یو حکومت جوړ کړی وای چی هر مظلوم پکی خپل ځان کتل او احساسول که تاسو کمونستان ملامتوی نو د هغوی څخه تاسو ډیر زیات ملامت یاستی، هغوی بیت المال چور نه کړل، یو یی اوس هم لکه تا غوندی بنګله او ځای نلری، هغه اوس هم په کرایی کورونو کی اوسیږی ، هغوی تانګونه نه دی اره کړی، هغوی تیاری په خارجی ملکونو نه دی خرڅ کړی او د خلکو په شخصی جایدادونو او حریمونو باندی حملی نه دی کړی، د خلکو ناموسونو ته بد نه دی کتلی خو ای زما په نوم مجاهده تا څه ونه کړل؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ زه فکر کوم چی ضرورت د یادولو ځګه نه دی چی زما ټول دردیدلی ولس پری پوهیږی زه مطمین یم چی ان شاءالله تاسو به الله پاک له دی نظامه لیری کوی ځکه د کرزی په ۱۳ کلن واک کی ټول خیانتونه تاسو وکړل او اوس چی له قدرتونو لیری ساتل شوی یاستی زاره مو چوی الله مو ستاسو دا زړونه دوه پړکه کړی
    الله پاک هر وخت کی کله چی مومنان بری ترلاسه کړی خاماخا پکی چاڼ کوی او هغه مزبزبه انسانان لکه تاسو غوندی چی وی نو د نظام څخه ورو ورو لیری کوی مطمین اوسی الله مو په خیر سره ورک او نابود کوی ځکه تاسو په دی ملت ډير ظلم او زیاتی وکړ

  8. الله تعالی دی نور زموږ دا مظلم ملت د دغو انسان شکله شیطانانوڅخه خلاص کړي الله دي دا وږي لیوان نور پخپلو او د خپلوبچو په وینو ماړه کړي، سیاف دي الله د خاین بسم الله وسر ته کښېنوي او شیطان اسمعیل دي خداي په خپل غم داسي اخته کړي چې نور يي ملت له دسیسو او ډرامو څخه خلاص شي او الله دی سیاف خان ژوندي لیونې کړي چې قرار په سړکونو او چوکونو وګرځې او واړه او ځوانان ورباندي واخاندي او ساتیرې ورسره وکړي تر څو دا غمځپلې خلک هم یوڅه خوشحال شي او د ده ګناوي هم یو څه کمې شې امین ثما امین

  9. Sayaf and his likes are war criminals and should be prosecuted for crimes against humanity. They committed countless crimes after the collapse of the communist regime in Afghanistan. These thieves and gangsters killed over 60,000 innocent men, women and children in Kabul alone. Plundered Afghanistan, robbed private and public properties, raped women and children, tortured and killed countless of innocent people in Afghanistan. They should be held accountable for every single crime that they committed after the collapse of the communist regime of Dr. Najeebullah. The people of Afghanistan want justice sooner or later these criminals will be brought to justice.

  10. یوه ضروري تصحیح ، محترم هلا ل احمد خانه زما سلا مونه ومنه! د بینن سیوان پروګرام ته چا نس ور نه کړل شو که چیرې د بینن سیوان پرو ګرام عملي شوۍ وای په افغا نستان کې دو مره بد بختي نه را تله ، نه به کورنۍ جګړه شوې وای ، نه د کابل ښار وران شوۍ وای، او نه به ز موږ ملي اردو له منځه تللې وای، حقیقت دا دۍ چې د بینن سیوان په پرو ګرام با ندي د رو س او امریکې په خوښه یوه کو دتا وشوه او هغه کود تا په دا خل کې د ، احمد شا ه مسعود د شورای نظار ، ببرک کار مل د پلو یا نو لکه محمود بر یا لۍ د کار مل ورور، فرید مزدک، جنرال علومي ، جنرال با به جان، جنرال نبي عظیمي ، جنرال دوستم ، عبدالعلی مزاري، او په بیرون کې د مجا هدینو له لوري د استاد سیاف او استاد ربا ني په ګډون دا خا ینانه طرحه د سیا ف په نه ستړی کیدونکو هڅو عملي شوه ، استاد سیاف په شپه کې پیښور میشتي ټول رهبران په شپه کې یو یو ، خپل ځانته ور وِغوښتل د مجددي د دوو میا شتو او له هغه وروسته د رباني دڅلورو میا شتو د حکو مت تا یید یې په داسې حال کې تري وا خیست چې دا هر رهبر به چې ورغۍ لمړۍ به یې امریکا یی او رو سي ګډي ډالۍ ور ته وړاندې کړې بیا به یې ورته وویل چې دا یوازې ته پاتې یې نو رو ټولو رهبرا نو دا طر حه امضا کړې ده، چې په دې ډله کې یوازې حکمتیار صا حب نه وه شا مل او دا ټوله بر نا مه هم د حزب اسلا مي د څنګ ته کولو لپاره جوړه شوې وه ، زما ښه په یاد دي ټولو پیښور میشتو جهادي تنظیمونو ۳۲ و۳۲ کسان بینن سیوان ته معرفي کړي وو چې ددی کسانو له ډلې څخه دوه یا درۍ کسان د عبوري حکو مت لپاره وټا کل شي ، یوازی استاد سیا ف کسان نه وو معرفي کړي، بینن سیوان په یوه کنفرا نس کې وویل چې د سولې ګاډۍ روان دۍ که څوک سواره شول هغوی به سواره وي که څوک پاتې شول هغوی به پآ تي وي، په سبا یې د استاد سیا ف بیان په مطبو عا تو کې را غۍ چې دا ګاډۍ به لمړۍ زما په سینه تیریږي بیا به کا بل ته رسیږي، خبره دا وه چي رو سا نو او امریکا یا نو نه غوښتل په افغا نستان کې بی له درد سره په سوله ییز ډول قدرت لیږد وکړي ا و د نجیب ددوران ټول نظا مي امکا نات په بشپړه توګه ددوی لا س ته ولویږی ، ددی بر نا مې په عملي کولو کې استاد سیا ف ، احمد شاه مسعود، استاد رباني د پرچمیانو او ستمیانو او ددوستم ملیشو او د هزاره ګا نو حزب وحدت مستقیمه ونډه در لوده چې تر ننه دا بد بختي روانه ده . او په ډا کټر نجیب کو دتا وشوه بینن سیوان د کا بل له میدان هوایی څخه بیرته اسلام آباد ته لاړ او پر ډا کټر نجیب او بینن سیوان کو دتا کا میابه شوه.

  11. ګران شاهد خانه! له تصحیی څخه مو نړی مننه، ښه معلومات مو شریک کړیدی الله دی درته اجرونه په برخه کړی، مطلب می داده چی دا په نوم جهادی رهبران چی تر ننه پوری د مظلوم ولس څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول باج اخلی نه غواړی چی له قدرته لیری شی ترڅو ولس ددوی په ناکردو کړیږی؟ که ستاسو په آند د نجیب حکومت کمونست وو ټول د سره کافران وو تا خو د الله په رضا جهاد کړی وو ددی مظلوم ولس د هوساینی او ښیګڼی لپاره جهاد کړی وو نو ولی د اوس په همدی ولس خپل د ټوپک میل راسم کړیدی هغه څه غواړئ چی د الله دکلام سره په ټکر کی دی، کمونستانو اشتباه وکړه دا ملک وران شو ولس شهیدان ورکړ بی کوره شول خو تا د دی ټولنی د اصلاح لپاره جهاد وکړ تا خو باید خطا او اشتباه نه وو کړی مظلوم ولس او ددوی ځامن په سنګرونو کی جنګیدل او ستاسو د ټولو رهبرانو ځامن اود کورنی نژدی غړی په بهر کی تعلیمونه کول زه مطمین یم چی الله پاک به ددی هرڅه پوښتنه کوی او د هغه عدالت ډیر پاک دی په هیچا به ظلم ونشی هر چاته به خپل د عمل مطابق فیصله وشی نو ان شاءالله چی صیاف او د هغه په شان کسان به د دوزخ آخرنی پوړ کی به قرار لری او په خوله کی به یی د اور قبضی تړل شوی وی
    والسلام

ځواب ورکول haqeeqat ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *