عبدالرب رسول سیاف/ ارشیف

تاند- پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، که د افغانستان جګړه ژر کنټرول نه شوه، درستې نړۍ ته به خپره شي.

سیاف، چې نن /سې شنبه/ د خپل پخواني موتلف محمد قسیم فهیم د تلین په مناسبت غونډې ته خبرې کولې، وویل، که افغانستان د ترهګرۍ پر ځالې بدل شو، هیڅوک به د تروریزم مخه ونه نیولی شي.

«هیڅوک به نه په ختیځ او نه لوېدیځ کې د ارام خوب وکړي.»

سیاف زیاته کړه، که طالبان او نور د اسلام یا افغانستان لپاره جنګېږي، باید پوی شي چې دا کار (جګړه) نه د اسلام او نه د هیواد په ګټه دی.

ده له جنګېدونکو ډلو وغوښتل چې هیواد ته راشي او د عادي افغانانو په شان په خپل هیواد کې واوسي.

ښاغلي سیاف په عین حال کې وویل چې د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو ترڅنګ درېږي:«که زموږ ملي عزت په خطر کې وي، بې له دې چې له چا اجازه وغواړو دفاع ته به ووځو.»

ده پر پاکستان هم ږغ وکړ چې ریښتنی واوسي او که وايي چې د افغانانو ښه ګاونډی دی د افغانانو پر ټپونو دې پټۍ کښېږدي.

5 thoughts on “سیاف که د افغانستان جګړه کنټرول نه شوه، نړۍ ته به خپره شي”
  1. پاپ سیافه! ستا څه خیال دی چې اوس به هم پدې خبرو نړۍ دځان په خوا راماته کړې؟
    اوس خو نړۍ ته جګړه خپره شویده په امریکا فرانس او نورو هیوادونو بریدونه کیږي. سیاف لالا دجهاد اصل هدف اعلاء کلمةالله وي آیا ستاسو دجهاد هدف هم اعلاءکلمةالله وه که دیموکراسي؟
    سیاف لالا! څه فکر کوې ؟ چې طالبان به سره له دومره قوته دعادي وګړو په څیر ژوند وکړي او تاسې ته به تسلیم شي؟ این خیال است و محال است وجنون
    اوس تاسې ته یوه لاره پاتې ده طالبانو ته تسلیميدل

  2. دا د قدرت لیوني ، په پیسو نه مړیږي
    ارګ خو یې ډیر خوښیږي ، ارګ خو یې ډیر خوښیږي

  3. هیڅوک دحل لاره را ایستله نشی تر څو دغه فاسد غداران په دولت او حکومت کی ورک نه وی افغانستان خود مختاره نه وی نن او سبا حالاتوګوری څان څانی ده قوم پرستی ده خپلوالی ده دریس جمهور نه تر وزیره او معین پوری ټول خپل خپلوان په څانو را ټول کړیدی ایا موږ ړنده یو هیڅ نه وینو ایا موږ کا ڼه یو هیڅ نه اورو دغه ټول دطالبانو په ګټه اعمال دی نو وطنی جنګونه به خامخا شروع کیږی او دغه لړی به دنیاته وغزیږی واضیح حقیقت ده چه تاثیرات به یی ډیر وی بهتره ده څانونه اصلاح کړو کنه خطر ناک عواقب به ولرو.

  4. نن دهلمند په ګرشک کښي بیا دیتیم ساندي او کوکاري اورم، نن بیا تږي بلا ځان د معصوم انسان په وینو خپل روژه ماتوي، نن بیا وحشیان د وحشت په وسلو سمبال د دهشت لاره په شدت نیولي. نن بیا د محراب د سپیځلي دندي څځه منحرف سوي تښتیدلي، ځناور سوي، نن بیا دغلام غلامی دغلامۍ هار په غاړه کړي.

ځواب ورکول منیب احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *