تاند- سید یوسف حلیم نن د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د وفادارۍ له لوړې وروسته د دې محکمې ريیس وټاکل شو.
ښاغلی حلیم تیره میاشت له ولسي جرګې څخه د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه د باور رایه ترلاسه کړه.
ده ته نن د اجرايي رييس له لوري د سترې محکمې د غړي په توګه لوړه ورکړای شوه او وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د سترې محکمې رييس وټاکل شو.
ولسمشر د ښاغلي حلیم د لوړې په مراسمو کې د سترې محکمي مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې نوموړی او حکومت یې د سترې محکمې دهلو ځلو او اصلاحاتو بشپړ ملاتړ کوي.
نوموړی تردې وړاندې د عدلې وزارت په بیلابیلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
د سترې محکمې شورا نهه غړي لري چې د افغانستان د اساسي قانون په اساس د دې شورا غړي د ولسشمر لخوا معرفي او د ولسي جرګې له له خوا له رایې ورکولو وروسته په کار پیل کوي.
ښاغلي حلیم په کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي لیسانس ترلاسه کړی او ماستري یې د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون د افغانستان له څانګې اخیستې ده.
دی، په ننګرهار کې زېږېدلی او په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تسلط لري.
خه شو چې دا تشه هم ډکه شوه که نه نو داسې څوکیو ته خو ډېر خلک په ویښه خوبونه ویني .
درنو لوستونکو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ښاغلی محمد یوسف حلیم زه له نږدې پېژنم، څه موده مې ورسره له نږدې کارکړی، د ډېر ښه اوحلیم طبیعت څښتن دی، ژوره مطالعه یې درلوده او د علمي موضوعاتو په اړه به یې ښه ژور معلومات ورکولای شول.
الله تعالی دې ورسره مل شي چې د سترې محکمې په ریاست کې هم هماغسې حلیم او دقیق وي، د الله تعالی له امر او عدالت سره سمې فیصلې وکړي.
یا الله ته ټولو ته د سمو کارونو توفیق راکړه!