سېف دي چلدرن

تاند- سېبف دي چلدرن یا د ماشومانو د ملاتړ ادارې په جلال اباد کې د دې موسسې پر دفتر د نن /چهارشنبې/ له تروریستي حملې وروسته اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپل فعالیت په ټپه دروي.

د جلال اباد په تروریستي برید کې، چې داعش ترهګرې ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۲ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

نن سهار شاوخوا نهه بجې ۴ وسله وال ترهګر د سیف دي چلدرن دفتر ته هغه مهال ننوتل چې لومړی د دې دفتر مخته یوه موټربمي چاودنه وشوه.

د چاودنې له کبله د شاوخوا کورونو شیشې ماتې شوې.

د امنیتي چارواکو په وینا یو پولیس او یو ملکي په حمله کې شهیدان شوي دي.

سیف دي چلدرن موسسې په یوه اعلامیه کې ویلي«موږ د دې خبر اورېدو چې په جلال اباد کې زموږ پر دفتر حمله شوې سخت وکړولو؛ وسله وال کسان سهار مهال دفتر ته ننوتي دي.»

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«زموږ اصلي اندېښنه د دفتر د کارکوونکو په اړه ده. موږ نورو معلوماتو ته انتظار یوو او تر هغو څه نه وایو.»

په افغانستان کې د سویډن سفیر دا حمله په کلکه وغندله.

ده په ټویټر کې لیکلي، پر هغو کسانو حمله چې له افغانستان سره بشري مرسته کوي؛ په هیڅ صورت د منلو نه ده، دا د نړیوالو قوانینو خلاف جنایت دی.

سیف دي چلدرن په یوه بله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې خپل ټول فعالیت ځنډوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې سیف دي چلدرن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې موقتاً خپل دفترونه بند کړي او فعالیت درولی دی.

2 thoughts on “سیف دي چلدرن په افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه ودرول”
  1. دغه وحشی او داعیشی ځناور دی الله تباه کاندی، دغه وحشیان نه په اسلامی او نه په غیر اسلامی ملکونو کی ځای لری، دغه وحشیان چه دنړی په هر ګوډ کی څوک ووینی باید سمدلاسه یی مردار او په دار کړی.
    دوی خو په دی دنیا ناولی او مردارخنځیران دی، او په هغه دنیا به هم ناولی خنځیران وی.

  2. درنو هېوادوالو ، د « داعش » مخفف له : دولت اسلامي عراق او شام له اولو حروفونه جوړ شوي دی. چې شام د سوریې د هېواد څوارلس سوه کاله مخکنې نوم دی او اوس پدې نوم کوم هېواد وجود نه لري.
    کومو خلکو چې د « داعش » په نوم سره راټول او د خپل پخواني برم او قدرت د بیا احیا کوولو لپاره مبارزه کوله ، د عراق او سوريې د هېوادونو او د روسېې ، امریکا ، ایران او نورو هېوادونو په مرسته وځپل شول . هغوي خپل ارمان له ځان سره ګور ته یو وړ او نور تقریبا پدې نوم سره کومه جنایتکاره ډله هلته نشته .
    پاته شول زمونږ د سیمې تش په نامه داعشیان ، دوی هغه پخواني مجاهدین ، ټالیبان او د مور او پلار عاق شوي بې قامه ، بې وطنه د ( آی ، اس ، آي) جاسوسان او په بله اصطلاح خود کش ، بېګانه پروره او له واقعي اسلام نه ناخبره خلک دي چې نه خپلې ګټې پېژني او نه د مسلمان ورور. بنا له دوی سره همکاري په هېڅ ډول جواز نه لري. د هغوي نیول ، پېژندل او رسوا کول د هر مومن مسلمان افغان دنده ده. له دې وروسته د داعش پر ځای د وحشیانو اصطلاح ورته استعمال کړي.

ځواب ورکول عبداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *