په هدیره کې نور ژوندي ساري نه ترسترګو کیدل، یوازې د تورو میږیانو کتارونه وو. ډزې شوې، زیاتې شوې، رانږدې شوې، خو میږیان نه لړزیدل، نه تښتیدل له یوه ګوره راوتل، پر بل ننوتل.

ډزې غلې شوې. پشهاری شو، لکه شپیلۍ ته چې نابلده ورپو کړي. د باد غږ و. بیا ناره شوه:

 « اشهد ان لا اله….»

سړي وو، مړي یې راپه اوږو کړي وو. دوی تر میږیانو څو ګامه مخکې پر تشه مځکه جنازې له اوږو کښته کړې. بیلچې یې مځکې ته ونیولې.

د مړیو له ښخولو وروسته کراره کراري شوه، خو ناڅاپه څرپی شو داسې څرپي و ته وا کوتره وزرې وهي. په هدیره کې کوتره نه وه پر یوه ګور لکڼه لکه وه چې پر سر یې راځوړنده ټوټه باد رپوله.

د لکڼې رپا زیاته شوه. له څنګلورې دښتې باد راالوتی و او شګې یې پر سر اخیستې وې. باد پر ټولې هدیرې شګې وشیندلې او میږیان یې لاندې کړل.

د سیلۍ له تیریدو سره بیا د میږیانو تورې ککرۍ له شګو رابهر شوې. میږی په میږي پسې شو او د نویو قبرونو لور ته په لیکه شول.

پای

One thought on “سیلۍ/ اجمل پسرلی”
  1. ښه نقاشی، ښه فضا سازی او بیا په کې کیسې ته سا ورکول. اجمل پسرلی دی، د نویو پنځونو لپاره پسرلی پاتې شی

ځواب ورکول وفا سمندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *