تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه بل ولایت لپاره یوه ښځه د والي په توګه وټاکله.
سره له دې چې د دایکنډي والۍ د ځینو خلکو د مخالفت له کبله کار نه دی پیل کړی، د دوهمې ښځینه والۍ د ټاکلو لپاره د ولسمشر اقدام به په هیواد کې د اصلاحاتو او د ښځو د حقونو د ملاتړ کوونکو د پلویانو له هرکلي سره مخامخ شي.
درې څلوېښت کلنه سیما جوینده د غور والي ټاکل شوې ده خو وېره ده چې دا به هم د دایکنډي ولایت لپاره د ټاکل شوې والۍ معصومې مرادي په شان له مخالفت سره مخامخ شي.
له مېرمن مرادي سره د مخالفت په اړه ویل کېږي چې د نوموړې پر ولایت د اعتراض اصلي علت سیاسي دی نه دا چې هغه یوه ښځه ده.
جوینده د ولسي جرګې د تېرې دورې غړې وه او د ۹ ماشومانو مور ده.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې اغلې جوینده وايي چې د غور د خلکو استازیتوب یې کړی، دغه ولایت ته یې سفرونه کړي دي.
دا وايي:«غور ما ته نوی ولایت نه دی، زه خپل خلک پېژنم، د غور د ولایت مسوولیت به زما کارونه څو برابره زیات کړي.»
خو نیویارک ټایمز وايي چې د غور قبایلي ټولنه، چې طالبان هم تر یوه حده پکې نفوذ لري او له بلې خوا زورواکان پکې په سلګونو وسله وال کسان لري، د مېرمن جوینده لپاره ستونزې پېښولی شي.
د غور یوه قومي مشر عبدالبصیر قادري وویل:«فکر نه کوم چې په غور کې دې د والي په توګه د یوې ښځې ګومارنه ګټور کار وي، غور یوه دودیزه ټولنه ده، ناامنه هم دی او دښمنان يکې خطرونه زېږوي. یوه ښځه به څرنګه د پوځي او امنیتي غونډو مشري کوي.»
خو د غور د ولایتي شورا غړی محمد مهدوي وايي چې مېرمن جوینده، چې غور ولایت ښه پېژني، په خپل مشرتابه خلک حیرانولی شي.
This is good decided INSHA ALLAH she will be successful