تاند- بلومبرګ خپرونې د یوه افغان پولیس، چې پخوا د کوکنارو کروندګر و، د معاش د ځنډېدو او د کوکنارو له کښته له لاس اخیستو د هغه د پښېمانۍ کیسه کړې ده.

نظرمحمد دوه کاله پخوا په کندهار کې د کوکنارو له کښته لاس واخیستل او د کوکنارو پر ځای یې د سیمه ییز پولیس په توګه دنده پیل کړه چې عاید یې د کوکنارو تر کرلو۱۰ هومره لږه و. خو اوس نظر محمد په خپل دې کار پښېمانه دی.

د ده میاشتنی معاش ۹ زره اووه سوه افغانۍ دی، هغه هم د مارچ (حمل) له میاشتې را په دې خوا ۴ ځلي ځنډېدلی دی. دی وايي، له دې سره سره چې معاش یې لږ دی او هغه هم په خپل وخت نه وررسېږي نو ایا کار یې په دې ارزي چې د حکومت لپاره سر په خطر کې واچوي.

دی وايي، سره له دې چې د کوکنارو کښت هم خطرناک کار دی خو کوکنار لږترلږه کافي پیسې په لاس ورکوي چې خپله مېرمن او څلور ماشومان پرې وساتي.

دوه دېرش کلن نظر محمد، چې کلاشینکوف یې په لاس کې و، د پشمول کلي د پولیسو په پوسته کې وویل:«که په معاش کې ځنډ دوام وکړي، کار به پرېږدم او د کوکنارو کرل به بیا شروع کړم. موږ له حکومته هیله کوو چې پر دې ستونزې جدي غور وکړي او کنې ممکن ټول سیمه ییز پولیس کار پرېږدي.»

د بلومبرګ د راپور پر اساس د افغان پولیسو معاش له دې سره سره ځنډېږي چې یوازې سږ کال د امریکا متحدو ایالتونو د افغان امنیتي ځواکونو د معاشونو او د حکومت د پایښت لپاره ۶ ملیارد ډالره لګولي دي.

سیمه ییزو پولیسو په ډېرو جنوبي سیمو کې د طالبانو ملا ماته کړې ده.

د سږ کال په جولای میاشت کې نظرمحمد او ګڼو نورو سیمه ییزو پولیسو د ولسوالۍ پر مرکز د طالباننو د حملې په وړاندې د ملي پولیسو په ننګه په جګړه کې برخه واخیسته.

2 thoughts on “سیمه ییز پولیس وايي که معاش را نه کړای شي بېرته به د کوکنارو کرلو ته مخه کړو”
  1. پشنهاد!
    ددی دپاره چه قوای مسلح مو په يوه با انظباطه با دسپلينه اردو تبديل شی،.
    ددی دپاره چه داينده دپاره ذخيروي قدرت او طاقت ولرو.
    ددی دپاره چه ټول ملت دنظامی تعليم او تربېه ئ او دمحاربوی تخنيک سره شناخت ولری.
    ددی دپاره چه عاجل او تازه دمه تعليم يافته سربازان دضرورت په وخت کي راجمع کرو.
    ددی دپاره چه دملت ټول اطباع دننګ او ناموس دساتنی سپاهيان اوسی.
    ددی دپاره چه اقتصاد مو قوی شې او پردوته داحتياج لاس اوږد نه کړو.
    د ريس صاحب جمهور اشرف غنی څخه ديو نظا مي افسر په توګه هيله کوم که چيری اجير اردو يعنی معاش خور اردو په پشکی اردو بیله کومه امتيازه په تول ملت دسابق غوندی تطبيق او عملی شي مثبته نتيجه به مو په لاس راوړی وی داکار دملت اينده امنيتی وضع په شه توګه تضمينه ولی شی.’

  2. دپورتني پشنهاد پسی يوبل پشنهاد هم لرم!
    ۱/داچه ديو ملت اصلي بڼه حدودالاربعه،قواي مسلح,بنيه اقتصادي،بيرق،اوپولی بانکنوتونه دی.
    ۲/که داپورتنی نورمونه يو دولت ولري هغه دايمی ثبات لرونکی مملکت دی.
    ۳/ که يو ددي معياروڅخه صدمه وينی دمملکت امنيت اونوري چاری په تزلزل کي راځی او دمملکت اقتصاد ته لويه صدمه رسوی.
    دمحترم ريس صاحب جمهور څخه احترامانه هيله کوم چه دهيواد تولو چارواکو ته جدي امر صادر کري چه په داخل کي تولی راکړه او ورکړه په افغانيو وشي او دپاکستاني کلداروچلند مخه ونيول شي.
    په دي هکله دسرحدي ولايتو حاکم والي صاحبانو دملت ،او دملت داقتصاد سره لويه جفا کړي.
    باالخاصه دننګرهار،خوست،پکتيا او پکتيکا اونور سرحدي والي صاحبان دپوشتني وړ او نه بخونکي څيري دی.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *