د کندهار ولایت مقام د ښار په داسي برخه کي پروت دی، چي مهم سړکونه يې له څنګ او مخ سره تیر سوي دي
د ولایت ودانۍ مخ ته لوی پوخ سړک له ډېره وخته تیر سوی دی، چي د کندهارښار نهمه ناحیه او شاه بازار سره نښلوي، ددغه پوخ سړک پر لویدیځه غاړه ولایت مقام ته مخامخ د خرقې شریفي زیارت او لوی جامع جومات هم مؤقیعت لري، خو له بده مرغه له تیرو څو کالو راهیسي دغه غزیدلی سړک یومخ د عامو خلکو پرمخ بند اود خرقې شریفي د زیارت لپاره يې یوه بله فرعې لار پرانیستې ده.
هرهغه څوک، چي د کندهار ولایت مقام ته راغوښتل سوي یا وغواړي دې ودانۍ ته ننوزي، باید ترڅلورو کلکو تلاښيو تیر سي.
پردغه لارد تلاښيو ځایونوته ساتندويه لويي سیمټي خښتي هم ایښوول سوي دي، ترڅو برید ګر په اسانۍ ور ته راتیر نه سي او که برید کوي، نوسیمټي خښتي به لکه سپر ورته ولاړي وي.
تر دې څلوروتلاښیو او سیمټي خښتو وروسته دوه ځایونه نورهم پولیس ولاړ دي، چي تر پوښتنو ګرویږونو وروسته د والي خاص میلمانه یاهم مشهور دولتي کسان له رسمیاتو وروسته کولای سي، چي دغه میلمستون ته تشریف ور وړي.
ویل کیږي، چي پردغه میلمستون د والي ځانګړي ۳۰ تنه پولیس ګزمې کوي.
پوښتنه :
اوس پوښتنه داده، چي څنګه له دې ښپږو تلاښیو اوپرتو سیمټو خښتو سره د والي ځانګړي مېلمستون ته چاودېدونکي توکي ورسیدل او په دغسي مهمه ورځ يې د مهمي غونډي مهم لوړپوړو چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله؟
داپوښتنه اوس د هرعام کندهاري په مغزو کي ګرځي او په ځینو مجلسونو کي د دې پوښتني پرځواب تودې خبري رواني وي.
که غور وسي داپه رښتیاهم د پوښتني او دقت ټکی دی، چي لاتراوسه يې ځواب نه دی موندل سوی
زور ښوول:
دابرید، چي هرڅنګه سوی دی، خو د دې برید ترشا د افغان دولت دښمنانو په ډاګه کړه،چي دوی اوس هم دومره زور او نفوذ لري، چي خورامهمي غونډي اومهم کسان تر سیمټي دیوالونو هاخوا له منځه یوسي.
د دې پيښي ترشا لاسونه غواړي، چي په دغسي زور ښوولو سره افغان دولت او نړیوال ملګري يې ترفشار لاندي راولي، ترڅو د دوی غوښتني او شرایطونه ومني.
اغېز:
که څه هم لوړ پوړي مسؤلین داخبره ترغاښ لاندي کوي، چي ګواکي «داسي بریدونه د دوی روحیه نه سي کمزورې کولای، دوی يې نورهم خپلو دندو ته متوجه کړل، بیابه داسی نه کیږي » خو دغه ډول خطرناکي چاودني، چي مهمو لوړپوړو کورني او بهرني چارواکوته پکښي مرګ ژوبله واوښته نه یوازي په کور دننه بلکي پر نورو هغومرستندویانو يې هم منفي اغیز وکړ، چي غواړي دلته پانګونه وکړي، ځکه په نوره نړۍ کي دانسان ژوند ډېر ارزښت لري او نه غواړي، چي په افغانستان او په ځانګړي ډول په کندهارکي د عرب ډیپلوماټانو په برخلیک اخته سي.
که ګریوان له ځان سره قاضي کړو، نو له ورایه ښکاري، چي دغوکرغیړنو چاودونو یوازي یوڅو لوړ پوړو چارواکو ته مرګ ژوبله نه ده اړولې، بلکي ټول کندهار او کندهاریان يې د یوڅو کلنو لپاره د اکثرو مرستندويو هیوادونو له مرستو بې برخي او نړیوالوته يې یو وار بیا کندهارخونړی معرفی کړ، چي ددې سرچپه معرفت ترټولو زیات تاوان عامو کندهاریانو ته رسیږي.
څه باید وسي ؟
په کندهارکي دا لومړۍ پيښه نه ده، تردې وړاندي هم په ورته مهمو ځایونو کي مهم دولتي کسان په نښه سوي دي، چي معلومداري بېلګيي يې د کندهار مخکنۍ امنیه قومندان خان محمد مجاهد دجمعي په ورځ دننه په قومندانۍ کي وژل، د کندهار پرهوايي ډګر او پرهمدغه د کندهار ولایت مقام ودانۍ باندي ډله ییز ځانمرګي بریدونه یادولای سو.
د دولت چوکیدارانوته په کار ده په دې پوه سي، چي د مخالفانو دا وروستی برید نه و او بیابه هم نور پلانونه جوړوي، چي خپلو موخو ته ځان وروسوي.
دولتي مسؤلینوته ښايي،چي خپلي شخصي تربګنۍ شاته پریږدي او په پوره همږغۍ د خلکو، هیواد او تاریخ لپاره کار وکړي.
د سیمټي خښتو پرځای د خلکو په زړونو کي ځان وساتي، پرخپلو امنیتي پلانونو، کړنو او سیاست له سره غور وکړي، که چیري بیاهم د کندهاراو نورو ولایتونوخونړۍ پيښي یوازي تر فیسبوک پوري محدودي کړي، نو ورځ تربلی د بل سوي اور لمبې نوري هم جګیږي او اخر به دچارواکو د بې غورۍ په سبب عام ولس هم په دې لمبو کي له ځان سره لولپه کړي.
۱۳ – ۰۱ – ۲۰۱۷
کندهارښار، علامه حبیبي واټ
دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۴۱۶مه ګڼه کي هم خپور سوی دی
زموږیو یو متلګوټی دی چی وایی
موږه اته ووهغوئ شپېته وو
دوی رانه واچولې
موږ پسې واچولې
موږه چې لوټو ته شو
نو هغوئ سوټو ته شو
————-
تر څو چی یی سوټو ته لاس کړی نه وی زمونږ حاکمان به وی