تاند – د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په تازه راپور کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت د هیواد تر ۶۰٪ پر کمه سیمه حاکمیت لري.
په راپور کې ویل شوي چې افغان پولیس او د اردو ځواکونه تېر کال له ګڼو پوستو په شا شول او زرګونو بهرنیو سلاکارانو له مشورې او روزنې سره سره له طالبانو، داعش او نورو سختدریځو ډلو سره په جګړه کې له ستونزو سره مخامخ دي.د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش په راپور کې ویل شوي، د نوومبر له میاشتې را په دې خوا د افغانستان حکومت د ټولې خاورې یوازې په ۵۷ سلنې کنترول لري.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش جان سوپکو د متحدو ایالتونو د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت ته په خپل لومړني راپور کې همداراز ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی، او د مخدرو موادو تولید په ډېرېدو دی.

په راپور کې په اداري فساد کې د پام وړ کموالی د افغانستان د حکومت لوی بری بلل شوی دی.
په راپور کې یادونه شوې، کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال له انتخاباتو وروسته واک په لاس کې واخیست، په افغانستان کې یې د فساد پر ضد په پراخه پیمانه مبارزه پیل کړه.
د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر په ۲۶۰ مخیز راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې د دوی دا درې میاشتنی راپور د امریکا نوي ولسمشر ته د افغانستان په اړه لومړنی راپور دی.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه رسماً قدرت ترلاسه کړ.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي چې دا د امریکا نوې ادارې ته ښه فرصت دی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري ۱۱۷ ملیارد ډالره لګولې پیسې وارزوي.
د سیګار په راپور کې ویل شوي چې په سلو کې ۱۰ ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول یا تر اغېز لاندې دي خو په سلو کې ۳۳ نورې لانجمنې دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د اروزګان په ۶ ولسوالیو کې ۵ او د هلمند په ۱۴ ولسوالیو کې ۸ د طالبانو په کنترول کې دي.
راپور د افغان امنیتي ځواکونو په تلفاتو د زیاتوالي یادونه کوي، وايي چې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۶۷۸۵ افغان سرتېري شهیدان شوي او ۱۱۷۷۷ نور ژوبل شوي دي.
کله چې غني او عبدالله د ویش نه فارغ شي بیا کیدی شي دا پاتې ۵۰٪ خاوره بیرته د یو څو بې وزلو،بې رزقه او مظلومو سربازانو په قربانۍ بیرته ترلاسه کړي. او یا کیدی شي په کوم بل هیواد کې خپل د ویش فیصله وکړي. څومره د شرم ځای دی چې ټوله نړۍ زمونږ سره مالي او ځاني مرسته کوي او بیا هم مونږ مخکې نشو تلای، که دا مرستې بندې شي نو مونږ کومه زیربنا لرو چې یو څو ورځې پرې ځان وساتو. چې د حکومت کولو ظرفیت او توان نلرئ نو پردي بچي مه قرباني کوئ.