د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو

تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: د افغانستان په بیا رغونه د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار ویلي په افغانستان کې له فاسدو جنګسالارانو څخه د امریکا ملاتړ طالبان پیاوړي کړي دي.

د سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، امریکا له فاسدو جنګسالارانو څخه په ملاتړ افغانستان کې خپل اهداف زیانمن کړي دي.

جان سوپکو ویلي، امریکا باید لومړی په خپلو ستونزو غور وکړي او افغانستان ته له ډاډ پرته په چټک ډول له دې وروسته پيسې ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم سیګار په یو ټویټ کې ویلي وو چې افغانستان له نړیوالو مرستو سره سره لا هم په سیمه کې له لسو فقیرو هیوادونو څخه دی.

د سیګار د راپور له مخې ۵۵ سلنه افغانان دا مهال د ورځې یو ډالر عاید پیدا کوي.
بلخوا ولسمشر غني په دې وروستیوکلونو کې د جنګسالارانو پر وړاندې سخته مبارزه خپله لویه لاسته راوړنه بولي او وايي، فاسدین یې ټول یوې څنډې ته کړي دي.

2 thoughts on “سیګار: له فاسدو جنګسالارانو د امریکا ملاتړ، طالبان پياوړي کړل”
  1. سلام ! داملاتړ هم دام الفساد کرزی په حکومتونو کې وشو – چې څه په فساد ککړتنظیمیان ول په دندو یې وګمارل

  2. له پایل څخه امریکا نه غوښتل چی دلته یو قوی نظام یا دولت را مینځ ته شی ترڅو د هیواد ګټو ته کار وکړی نو له همدی امله مخکینی جنګسالاران چی جمعیت ګوند پوری تړاو درلود د کرزی په توله واکمنی کی او د اشرف غنی په لومړی دوره کی په واک د امریکا له لوری په قصدی ډول ګمارل شوی وو

    کچیری امریکا دلته غوښتل چی افغانانو نظر ته وګوری نو باید یاد جنګسالاران یی محاکمه کړی وای نو ددی په ځای چی محاکمه یی نکړل د قدرت لوی جزیری وګرځول چی نوی ولسمشر اشرف غنی ته یی ډول ډول سر دردی باندی بدل شول

    چی آن په تذکرو ته افغانیت او اسلامیت په ضد یی هم غبرګونونه وښودل نو امریکا ددی په خاطر جنګسالاران په دندو وګمارل چی له برتانیه ، پاکستان او امریکا او ایران او نورو سیمه ایزو او نړیوالو دولتونو سره چی لدی جنګسالارانو سره نظامی او مالی ملاتړ کاوو ګټه پورته کړی

    کچیری نړیواله محاکمه راشی دلته لدی جنګسالارانو سره دداخلی جګړی محاسبه وشی نو امکان شته چی ولس په به تیر اخیر ثبات او سوکالی ساه واخلی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *