د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې اسلامي حزب ډلې له افغان حکومت سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته د سولې هوکړه‌ليک لاسليک کړ او تر ټولو مهمه ځانګړنه يې دا وه، چې دا هوکړه د بين‌الافغاني تفاهم په پايله کې وشوه.

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د مياشتني اکاډميک بحث په لړۍ کې، چې د هرې مياشتې توده موضوع پکې څېړل کېږي او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي، د تلې په ۱۲مه نېټه همدا موضوع په يوه علمي سېمينار کې وڅېړل شوه او د ويناوالو ترڅنګ يو شمېر علمي شخصيتونو پکې ګډون کړی و.

دغه سېمينار د مرکز د رئيس دکتور عبدالباقي امين په وينا پرانېستل شو او نوموړي په خپلو خبرو کې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ شوې هوکړه په هېواد کې د وينې تويېدنې د مخنيوي په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ټينګار يې وکړ، چې په اوسني وخت کې يو شمېر بهرنۍ کړۍ داسې هڅې کوي چې د افغانستان له روانې جګړې څخه په خپله ګټه کار واخلي؛ خو د جګړې په درولو کې بيا د ټولو افغانانو قاطع مصلحت دی.

نوموړي زياته کړه: «دريو لسيزو جګړې افغانان سخت زيانمن کړي او که څه هم دا جګړه بهرنيانو پيل کړې؛ خو اصلي قربانيان يې افغانان دي او افغانان بايد خپله د دغې جګړې د درولو نوښت وکړي. نوموړي خوښي څرګنده کړه، چې حزب اسلامي خپله وسله‌واله مبارزه پر سياسي مبارزې بدله کړه او په وينا يې، د دغه سېمينار موخه دواړو لورو ته د يوې سمې مشورې ورکول دي.»

د سمينار لومړي ويناوال وحيد مژده په خپلو خبرو کې وويل، چې له وسله‌والې مبارزې راګرځېدل په ټوله کې يو ښه پيغام دی او له شک پرته د سولې له بهير سره د اسلامي حزب يو ځای کېدل به پر هېواد اغېزې ولري.

د ده په وينا، که څه هم حزب اسلامي په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې ډېر رول نه لاره؛ خو د دغه ګوند مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د افغانستان د سياست په تاريخ کې مهم رول لرلی او د زيات شمېر افغانانو پر افکارو حتی طالبانو هم ښايي اغېزې ولري.

نوموړي د دغې هوکړې نيمګړتياوو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې د دغې هوکړې په څلورمه ماده کې د بهرنيانو د وتلو په تړاو ګونګه خبره شايد د هوکړې دواړه لوري په راتلونکي کې له يو شمېر پوښتنو سره مخ کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې حکمتيار ښايي کابل ته راتګ سره له يو شمېر ستونزو سره هم مخ شي او په دې لړ کې نوموړي ته ښايي، چې د يوه قومي رهبر نه بلکې د يوه ملي رهبر رول ولوبوي.

د غونډې بل ويناوال محمد زمان مزمل هم په خپلو خبرو کې له حزب اسلامي سره سوله د حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل: «که څه هم په شوې هوکړه کې به هومره زور نه وي، خو د حکمتيار په راتګ کې به زور وي.»

د ده په وينا، حکمتيار به کابل ته له راتګ سره له يو شمېر ستونزو سره هم مخ شي، چې نوموړي د بېلګې په ډول د حضرت صبغت الله مجددي مخالفت ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې حکمتيار بايد په خپل چلند کې له خورا احتياط څخه کار واخلي.

د غونډې ګډونوالو هم د موضوع په اړه پوښتنې او مناقشه وکړه او ويې ويل، چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه‌ليک بايد بريا ته ورسېږي او حکمتيار هم بايد کابل ته له راتګ سره له قومي او مذهبي شخړو ځان لرې وساتي.

2 thoughts on “سېمينار: د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ د سولې هوکړه‌ليک”
  1. له وحید مژده او زمان مزمل صیب څخه ډېره مننه چې د هېواد د ملي لوړو مصالحو له پاره یې دولت او حکمتیار صیب ته داسې روغې مشورې ورکړې دي باید دواړه خواوې پرې عمل وکړي . انشاءالله دا هم ددوی او هم د ټول ملت په خیر ده .

  2. دوحيد مزده او زمان مزمل ويناوى ديرى سيينى دى خو دوى ولى وايي جى له ستونزو سره به مخ شى. لكه جى شكارى جى دبردى اخوا كومى نورى اجنداوى هم شته دى. الله دى زمونز ملت ته واقعى صلح راولى.

ځواب ورکول Kabir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *