له روښانیانو پرته نور پخواني شاعران بایزید روښان ته په ښه سترګه نه ګوري خو روښاني شاعران خپل سرلاري او مشران ورښکاري. اشرف هجري د روښاني شاعر میرزاخان انصاري د شعر په باره کې وایي: د مرزا شعر شمله بلکې افسر دی. هجري د روښاني طریقې د دوو نورو مبلغو شاعرانو په باره کې ویلي دي: ارزاني، دولت د خپل دور بلال وو.
اخوند درویزه ارزاني ته ملعون وایي او دا هم لیکي چې په پښتو یې شاعري کوله، مګر په شاعري یې منفي تبصره نه کوي.
تېر ژمی استاد نجیب منلي د ازادي راډیو په یوه پروګرام کې د بایزید روښان په باره کې خبرې راسره کولې. ده په خپلو خبرو کې وویل: ( داسې ښکاري چې د میرزا لیکنې [ منظور یې شعرونه دي.] یا د دولت لیکنې یا د ارزاني شعرونه یا د واصل او نورو لیکنې له روښاني فکره بېلې منل شوې وې. د پیرروښان آثار د سیاسي محرکاتو په اساس یو ډول تکفیر شول، په تور رنګ رنګ شول او د هغو د له منځه وړلو هڅه وشوه مګر د ده د پیروانو آثار چې ډېر کلاسیک تصوفي آثار دي، د خلکو لپاره بېخي د منلو وړ وو، نو دا د روښاني نهضت د زېږندې په حیث ونه پیژندل شول، د مستقلو آثارو په حیث وپیژندل شول او له همدغه لحاظه یې په خلکو باندې زیات تاثیر وکه.)
د ښاغلي منلي دا خبره دقیقه ده چې د روښانیانو دیوانونو ته په داسې نظر کتل کېدل لکه له روښاني نهضت او مفکورې چې بیل وي. خو دغو شاعرانو په خپلو شعرونو کې روښان پیر ستایلی دی او په ډېره درنه سترګه یې ورته کتلي دي. سوال دا دی چې زموږ هغو پخوانو چې بایزید روښان یې غندلی دی ولې یې د روښانیانو په دیوانونو باندې د قضاوت په وخت روښان پیر او روښاني فکر ته په دغو دیوانونو کې شوي تبلیغات نه دي غندلي؟ ایا زموږ پخوانو د شاعر شعر او مفکوره سره بېل ګڼل ، ایا د مخالف نظر د اورېدلو زغم ورسره و؟ او که علت بل څه و؟
زما په نظر د دې پوښتنې د ځواب لپاره پکار ده دې ته وګورو چې پخوانو شعر ته په څه سترګه کتل او د شعر د لفظ او معنا په باره کې یې څه فکر کاوه.
د پخوانو په نظر ښه شعر هغه دی چې بلیغ وي او په مخاطب اثر وکړي. د ځینو پخوانو ادیبانو په نظر د کلام د بلاغت لویه وجه ښه الفاظ دي او ځینو نورو به ویل چې د الفاظو معنا یې لویه وجه ده.
دغه بحث د پښتو شاعرانو او ادبیانو لپاره هم مطرح و. په دې سلسله کې د کاظم خان شیدا دا څلوریزه ډېره مشهوره ده:
مضمون د شعر لکه پیکر وي
رنګین الفاظ یې رخت و زېور وي
ورته ضرور دي دا دواړه څیزه
پیکر که هر څو دلربا تر وي
دلته له مضمون څخه منظور معنا ده خو ایا له معنا څخه منظور هغه څه دي چې نن سبا ورته مفکوره او محتوا وایو؟
ځواب منفي دی. پخواني چې لفظ یادوي، تر ډېره حده یې منظور د کلمې او کلام سموالی ،رواني او موسیقي وي او کله چې معنا یادوي منظور یې نه یوازې اخلاقي فکر، پند او د ژوند په باره کې د شاعر تجربه ده، بلکې شاعرانه خیال، تصویر او مبالغه هم د دوی لپاره معنا ده. د اوسنو په نظر د خوشحال د دې بیت او ورپسې جملې معنا او محتوا یوه ده:
چې د باغ سروې یې پستې تر قامت دي
پښتنې په ونې سترې نه دي څه دي
پښتنې دنګې دي.
خو پخوانو به د پاسنۍ جملې او بیت په باره کې داسې ویل: د جملې تر معنا د خوشحال د بیت معنا ډېره ښه ده.
خوشحال خټک فرمایي:
دا رنګینې معنې چېرې دي خوشحاله
چې رادرومي لکه ګل په بیاض ستا
دی ځکه معنا د ګل غوندې ښکلې ګڼي چې منظور یې ورنه یوازې محتوا نه ده، بلکې شاعرانه خیال هم دی.
هغه څه ته چې نن سبا د شعر محتوا وایو، د شعر هغه برخه ده چې د ښکلا پیژندنې له اړخه خنثا او شنډه وي. د خوشحال په پاسني بیت کې د تصویر، مبالغې او د کلام د موسیقي ښکلاوې شته خو د شعر محتوا هماغه ده چې په ورپسې جمله کې راغلې ده.
البته، پخوانو د معنا کلمه د محتوا په مفهوم هم راوړې ده. د کاظم خان شیدا د خوښې یو فارسي شاعر غني کشمیري وایي:
سخن از نازکی لفظ بلندی گیرد
لفظ پاکیزه بدست آر که معنا کم نیست
په دې بیت کې ( معنا) د ( محتوا) معادله ښکاري چې د ټولو خلکو تر منځ شریکه وي. مثلا دا یوه معنا ده چې : دروغ بد دي. غنني کشمیري ( لفظ) ته هغه مقام ورکړی دی چې فورمالیست یې ( فورم) ته ورکوي. د فورمالیستو په نظر د ادبي اثر ښکلا له فورم سره تعلق لري. دوی محتوا د فورم په مقابل کې راوړي او د ښکلا په لحاظ یې شنډه تعریفوي.
سره له دې چې پخوانو د ( معنا) کلمې ته کله یوازې د ( محتوا) په سترګه کتلي دي او کله یې شاعرانه خیال هم پکې شامل کړی دی، خو دا خبره تقریبا واضحه ده چې د شاعر د شعر له معنا څخه یې د هغه د مفکورې مفهوم نه اخیست بلکې معنا ورته داسې څه ښکارېده چې شاعر یې په ویلو کې شاید جدي وي، یا جدي نه وي؛ ممکن واقعیت وي یا خیال وي؛ شاید فکر وي یا احساس وي؛ کېدای شي نوې خبره وي یا د شاعرانه دودونو او مشترکو مضامینو ادامه وي او د شاعر له شخصي نظریو یا تجربو سره تعلق ونه ولري.
پخوانو چې شعر ته د شاعر د مفکورې او عقیدې د سند په سترګه نه کتل یا یې تقریبا نه کتل، نو که به څوک د روښاني فکر مخالف هم و، په روښاني شعر باندې د بحث په وخت یې دغه مخالفت ته نه کتل.
په شعر کې له وړاندې شوي فکر او محتوا سره د پخوانو د نه مخالفت بل دلیل دا و چې شعر ورته تر ډېره حده د احساس او شاعرانه صنعتونو د وړاندې کولو ساحه ښکارېده، نه د مفکورو د بیان. دا چې ښه شعر هغه ګڼل کېږي چې ډېر دروغ وي، منظور ورنه دا دی چې شعر د جذباتو د څرګندولو او د صنعتونو د استعمالولو ساحه ده.
د خوشحال خټک زوی صدر خان خټک د خپل پلار په باره کې وایي:
ده درست شعر په قانون کړ
آراسته یې په مضمون کړ
په دقیق شعر دقاق و
ورمعلوم همه اغراق و
که غلو په دوه اقسام دی
یا په دوه رنګه ایهام دی
تناسب دی که لزوم دی
که تشبیه په خپل خپل نوم دی
که تمثیل که ترصیع دی
یا چې نور صنعت بدیع دی
په هغه واړو قایل و
په همه اشعار کامل و
ښایسته یې درست اشعار کړو
په مضمون یې استوار کړو
دلته وینو چې د شاعر په حیث د خوشحال اصلي کار د بدیعي صنعتونو استعمال ګڼل شوی دی او ( په مضمون باندې له آراسته کېدو یا استوار کېدو) څخه یې منظور همدا بدیعي ( خصوصا د معنوي بدیع) صنعتونه دي، نه فکرونه.
خوشال خټک د شاعري په باره کې یو ځای فرمایي:
نه په فکر نه په ذکر رابرسېر شي
ناګهانه لکه وره د پشکال
نورو پخوانو شاعرانو هم شعر د الهام زوزاد ګڼلی دی. البته، خوشحال په یوه بل بیت کې فرمایي:
ملایي په ډېر تحصیل شي
شاعري ده له حکمته
حکمت د ژور فکر او تعقل پیداوار دی او له الهامه فرق لري. خوشحال په دې وروستي بیت کې حکمت ته ولې د شعر د سرچینې په سترګه کتلي دي؟ په دوه دلیله : یو دا چې له ملایي یې فرق شوی وي. خوشحال ملایي د ډېرې زده کړې او مطالعې پیداوار ګڼي خو په شاعري کې ډېره تکیه په ذهن او خپل فکر ده. له بلې خوا داسې ښکاري چې د پخوانو په نظر کې د صنعتونو استعمال هم له حکمت سره بې تعلقه چاره نه ده. په فارسي شاعرانو کې تر بل هر چا د مولانا جلال الدین محمد بلخي په آثارو کې فلسفي فکرونه زیات دي خو مولانا په حکیم مشهور نه دی او خاقاني یا نظامي مشهور دي، دا ولې؟ په غالب ګومان یوه وجه یې دا ده چې هغوی د صنایعو راوړولو ته تر مولانا زیاته توجه کړې ده.
د شاعر له عقیدې او نظریې سره نرم چلند یوه تاریخي ریښه هم لري. د اسلام له خپرېدو وروسته ډېر ارزښتونه په اسلامي او جاهلي ووېشل شول او په جاهلي ارزښتونو بندیز ولګېد خو د جاهلیت د زمانې شهکار شعرونو بیا هم د معیار په حیث خپل ژوند ته ادامه ورکړه. دې شي په راوروسته پیړیو کې له شعر سره مرسته وکړه چې د فقهاوو او علماوو له نیوکو دې یو څه په امن کې وي او د مستقلې دنیا په سترګه دې ورته وکتل شي.
د اروپا په منځنیو پیړیو کې کلیسا له شعر څخه د دیني اخلاقو او فضیلت د خدمت توقع لرله. په نولسمه پیړۍ کې چې اروپایانو ( هنر د هنر لپاره ) ادبي مکتب جوړ کړ، د کلیسا له تاریخي تاثیره د شعر راایستل یې هم مقصد و. په اسلامي دنیا کې دغسې مبارزې ته ضرورت پېښ نه شو. دلته شعر د فرهنګ تر نورو ساحو زیاته ازادي لرلې ده. نجونې چې په ودونو کې کومې سندرې او ټپې وایي، پروا نه کوي خو که همدا خبرې د ټپو او سندرو له جامو راوباسي، جنجال ورته جوړېږي. په اسلام کې په چا پسې بد ویل یا د غیبت حکم لري یا د تومت. هجوه که رښتیا وي، غیبت دی او که نه تومت یې بللای شو چې په دواړه حالتونو کې د دیني اخلاقو له نظره جواز نه لري، مګر مسلمانو شاعرانو د شعر د یوې مهمې موضوع په سترګه ورته کتلي او د ګناه له وېرې پرته یې هجوې ویلې دي. رحمان بابا دا نه وايي چې هجوې ته ځکه مایل نه دی چې ګناه لري، بلکې وایي چې نه یې خوښېږي او په ذوق یې برابره نه ده:
هم په مدحه هم په هجوه ښه پوهېږم
ولې نه یم په دا چارو ډېر خورسند
موږ اوس که څه هم د پخوانو په نسبت ډېرې ازادۍ لرو خو د شاعرانو، موسیقارانو او هنرمندانو ازادۍ مو له ځینو جهتونو کمې شوې دي یا یې د کمېدو هڅه کېږي
ډير ښه او په زړه پورې مالومات وه په ګوتو دي برکت شه