دوه درې ورځې مخکې په پښتو څانګه کې د يوه تېزس دفاع وه. د تېزس موضوع د يوه اوسني نوميالي شاعر سياسي(سياسي خو نه وو، ملي وو) افکار وو.
استادانو او شاګردانو پرې ښه په درز کې خبرې وکړې، خو هيچا دا ونه ويل چې له شاعره سړى د مفکر تمه کولى شي.
کومې خبرې چې په دې اوسنيو انقلابونو کې د پښتنو د بربادۍ په اړه دې شاعر کړې وې، هغه ډېرې عامې وې. له ډېرو سياستپوهانو مو اورېدلې وې، په ډېرو تاريخونو کې مو لوستې وې، چې نړۍ، جګړه د پښتنو سر ته راوړه، پښتانه پکې ورک و سپک شول، خو د ګټې په وخت کې يې غوا ورکه شوه، تورې دوى ووهلې او سورب پکې نور شول.
يو خو دا چې دا د نوي فکر رغوونکې او د ټولنې د بنسټي بدلون خبرې نه دي، بل دا چې دا راز خبرې عوام هم کولى شي؛ شاعر ته حاجت نه پېښېږي.
کومو ملتونو چې شاعرانو ته د مفکرينو او فيلسوفانو منصب ورکړى، ښه ورځ يې نه ده ليدلې، ځکه فلسفي فکر بېل شى دى او شاعرانه بېل. شاعران نړۍ د تعقل نه، د تخييل له زاويې ګوري.
شاعرانو که فلسفي فکر پيل کړ، شاعري به ترې پاتې وي. ايليټ وايي چې ډېره پوهه د شاعر شاعرانه طبعه وژني، دومره بس ده چې د جهالت ټاپه پرې ونه لګي.
کوم شاعران چې موږ ته فلسفيان ښکاري، هغوى د فيلسوفانو خبرې رااخيستي او شعر کړې يې دي. علامه اقبال وګورئ، همېشه د کانټ خبرې کوي، د هيګل فکر پرې ردوي او له ابن عربي او مولينا نه خو ځه، په تصوف کې اغېزمن دى. په دومره خبرو کې يې يواځې يوه د (خودۍ) خبره خپله ده، چې هغه هم د انسان د خپلواکۍ او فضيلت په اړه تر ده مخکې فيلسوفانو کړې. په پښتو کې غني هم د تېرو فلسفيانو او صوفيانو خبرې صرف شاعرانه کړې.
فلسفي فکر ثابت وي او شاعرانه خبره اوړي رااوړي. په فلسفه کې دلايل د يو بل ثابتونکي او پياوړونکي وي. که په يوه فلسفه کې يو دليل لږ هم له نورو بېل وي، د ټولې فلسفې ودانۍ ورسره راغورځي، خو په شاعرۍ کې چې ثبات راشي، شعريت يې لاړ شي، ځکه چې شاعر له خپلو حواسو نړۍ ته ګوري او خپل احساسات انځوروي، نو احساسات خو ثابت شيان نه دي که نه.
وخت په وخت د ژوند په اړه د شاعر تجربې بدلېږي. يو وخت يوه خبره کوي، بل وخت بله، ځکه پرېکړې يې فردي وي او دا شاعر ته پکار هم دي، خو په يوه فلسفي فکر کې دومره ژر بدلون نه راځي، ځکه چې فلسفه له فردي ذوقه بهر وي.
د فلسفي خبرو يوه مانا وي، خو د شاعرانه خبرو څو، بلکې هر لوستونکى ترې له خپل ذوق سره سمه مانا اخلي. که له فلسفې څو ماناوې راووځي، فلسفه نه شوه او که له شعره يوه مانا واخلو، شعر نه شو.
د شاعر کار شعر دى، د نوي فکر تکليف دې نه اوباسي. د فکر او خبرې په شاعرانه کولو دې خواري وکړي.
شاعر د مفکرينو فلسفي فکر هم شاعرانه کولى شي او د ايليټ خبره، يوه عامه سوليدلې موضوع هم په نوي شاعرانه طرز ويلى شي.
له شاعر نه مو د څه ويلو پرځاى، د څنګه ويلو تمه وي او څنګه ويل يواځې تر ژبې نه محدودېږي. شاعر چې يوه فکر يا خبرې ته کوم ضمني موضوعي چاپېريال جوړوي، هغه هم په څنګه ويلو کې راځي. له ضمني نه مطلب د يوه شاعر ظاهري موضوع ده، چې د شاعر موخه يې تر شا بله يا اصلي موضوع وي، لکه طاير ځلاند وايي:
په تندي مو هر څوک خپله نعره ليکي
موږ د دې ښار ديوالونه بې شعوره
د دې شعر په لوست مو په يو ځل څو انځوره مخې ته درېږي، د ښار دېوالونه او پرې د اعلانونو ليکل، د انسان پر تندي ليک او بې شعوري يې. دې ټولو په ګډه يو چاپېريال، يعنې د نعرې ليکل جوړ کړى، خو له نعرې نه څه هاخوا دېخوا ناره هم مراد نه ده. د رايې غوښتو هغه سياسي ناره چې زموږ د ژوند برخليک ټاکي يا هغه سياسي لوبې چې نړۍ يې پر موږ کوي، خو موږ ناپوه خلک ورته خړې خړې ګورو، نه په څه پوهېږو، نه څه کولى شو.
وګورئ، د شاعر مراد لومړى چاپېريال نه بلکې تر دې چاپېريال شاته بل چاپېريال دى.
د طاير ځلاند د دې بيت خبره هر چاته معلومه ده چې خلک پر موږ لوبې کوي، موږ کمزوري ناپوهه خلک ورته هيڅ نه شو ويلاى، دا نوې خبره نه ده، خو شعر چې خوند راکوي، کمال يې په شاعرانه ژبه کې دى، په څنګه ويلو کې دى.
دغه نوميالى شاعر چې تېزس يې په اړه و، د خوندورې شاعرانه ژبې خاوند دى، چې که څېړونکي ورته پام کړى واى، ډېر کمالونه يې پکې موندلى شول، داسې کمالونه چې د نورو شاعرانو په درد دوا کېدل او ورسره به د شاعر حق هم ادا شوى واى.
سلام
بشپړ ادب او کلام دى، ډير ښايسته ټحليل او څېړونکئ پيغامدى چې په هرچا ډير ښه لګيږي دې خبره کې ريا نشته. پښتانه در بدره شول او لا …….نړۍ هم پوهېږي